دریځ

ولسمشر غني بیا بیا د امان الله خان او داوود خان د نیمګړي فصل د تکمیلولو خبره کوي. هغه وايي چې د همدغو مشرانو په لاره روان دی. دغه راز په ارګ کې یې د ثور د اوومې په تړاو غونډه جوړه کړه او بیا یې پسې د ثور اتمه هم ونمانځله. پخوا یې د مزاري د مړینې تلین هم…
افغانستان د امنیت او نورو ګواښونو تر څنګ سږ کال له یوه بل جدي ګواښ سره هم مخ دی. ویل کېږي چې سخته وچکالي په مخ کې ده. له همدې امله د زرګونو افغانانو او د هغوی د څارویو ژوند اغېزمن کېږي. د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونيسف په خپل یوه نوي راپور کې ویلي چې تر پنځو سوو…
داعش یو ځل بیا دوه ستر وحشتونه وکړل. په کابل کې یې په یوه ښوونځي کې د رایې ورکولو لپاره د نوملیکنې پر یو مرکز ځانمرګی برید وکړ؛ تر اتیا ډېر افغانان یې شهیدان کړل او تر سلو ډېر یې ټپیان کړل. په ننګرهار کې یې بیا په یو بل وحشت له دریو وروڼو سرونه پرې کړي دي. پېښه د…
په کابل کې د ټاکنو لپاره د نوملیکنې په یوه مرکز کې ځانمرګي برید تر پنځوسو ډېر افغانان وژلي او تر سلو ډېر یې ټپیان کړي دي. برید هغه مهال شوی چې خلک د نوملیکنې لپاره په لیکه کې ولاړ وو. دغه راز په بغلان کې هم د نوملیکنې یوه مرکز ته نږدې چاودنې شپږ کسان وژلي او ۱۱ نور…
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر چین ته تللی او هلته یې له چینايي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو، مرستو او همغږیو خبرې کړې دي. چارواکي وايي چې په دې خبرو کې مهمه مسئله د چین له خوا د افغانستان د یوې غرنۍ لوا تمویل او تجهیز دی. افغان لوری وايي چې چین یې غوښتنه منلې، خو…
اوږده موده حکومتي چارواکو بیا بیا ټینګار کاوه چې برېښنايي پېژندپاڼې به وېشي او دا چاره یې د ملي یووالي د حکومت ستره لاسته راوړنه ګڼله. ارګ دې چارې ته ډېر کمپاین کاوه او یو ډول یې له دې چارې سیاسي ګټه پورته کوله. د ارګ کمپاین ان تر دې ورسېد چې د برېښنايي پېژندپاڼو لپاره د بایومېټریک پروسه پیل…
د ټاکنو کمېسیون چارواکي وايي چې په دوو ورځو کې په ټول هېواد کې څه کم ۱۳ زره کسانو د رایې ورکولو لپاره نوملیکنه کړې ده. دوی دا بهیر ښه ګڼي، خو شمېرې یوه جدي اندېښنه را برسېره کوي او هغه دا چې ډېر کم خلک به په ټاکنو کې برخه واخلي.د نوملیکنې لپاره ټاکل شوی وخت دوې میاشتې دی.…
 د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو له خوا درنه جګړه شوې ده. د ځاځي میدان لسګونو ځوانانو په دې جګړه کې د افغان ځواکونو ملتیا کوله. له دواړو لورو د مرګ ژوبلې ادعا کېږي. چارواکي تاییدوي چې له افغان لوري دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي. دوی وايي چې پاکستاني لوري…
پرون په پلازمېنه کابل او د هېواد په ټولو لويو ښارونو کې د رايه ورکوونکو د نومليکنې لړۍ پيل شوه. چارواکي وايي چې دا پروسه به دوې میاشتې وخت ونیسي او له ښارونو وروسته به په ولسوالیو کې پیلېږي. هغوی چې غواړي په ټاکنو کې برخه واخلي او نوملیکنه وکړي، باید د تابعیت تذکره ولري. د ټاکنو کمېسیون وايي چې…
پر کونړ د پاکستان تازه توغنديزو برېدونو یو افغان شهید کړی دی. د کونړ چارواکي وايي چې پاکستاني پوځ یو ځل بیا پر یاد ولایت توغندي راتوغولي دي. د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي، چې یاد توغندي پر سرکاڼو ولسوالۍ را توغول شوي دي، چې له امله یې یو تن شهید شوی دی. نوموړي وویل چې یادو بریدونو…
د اسیا لپاره د چین د «بوآاو» فورم په غونډه کې پرېکړه شوې چې د چین - پاکستان اقتصادي دهلېز یا «CPEC» افغانستان ته هم غځول کېږي. لا معلومه نه ده چې په دې پروژه کې به د افغانستان ګټې څه وي، خو په کابل کې یې له دې امله هرکلی کېږي چې افغانستان په یوه داسې پروژه کې ګډون…