دریځ

عطا محمد نور د ارګ د پرېکړې پر وړاندې ولاړ دی او وايي چې استعفا یې مخکې او مشروطه کړې ده، نو ځکه خپل کار ته دوام ورکوي. نور د ارګ پر وړاندې د درېدو او مقاومت خبره کړې ده. نوموړي ویلي چې د ارگ د دغه اقدام پر وړاندې به يې غبرگون اوس د قانون په اډانه کې يوازې…
د ټاکنو کمېسیون په ځینو ولایتونو کې په لویه کچه د ټاکنو مرکزونه زیات کړي او په ځینو هغو کې یې کم کړي دي. د بېلګې په ډول په پکتیکا کې یې ۲۹، په پکتیا کې ۱۵، په ننګرهار کې ۴۱، په کندهار کې ۱۹، په لغمان کې ۱۳، په هرات کې ۱۸ او په ګڼو نورو ولایتونو کې هم…
د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار وايي، کابل اړ دی چې له اسلام اباد سره ښې اړيکې ولري او په وينا يې دی چمتو دی چې د دې اړيکو په ښه کولو کې د منځګړي رول ولوبوي. نوموړي له یو پاکستاني ټلویزیون سره په مرکه کې، په افغانستان کې د امريکا پر روانې جګړې د نيوکې تر څنګ ویلي،…
 سیاسي ګوندونه او فعالین د ټاکنو پر ځنډ اندېښمن دي. د ټاکنو په کمېسیون کې لانجې لا هم نه دي حل شوې او داسې نه ښکاري چې د راتلونکي کال په چنګاښ کې به هم د ولسي جرګې ټاکنې وشي. نه یوازې د ولسي جرګې د ټاکنو پر ځنډ اندېښنه شته، بلکې سر له اوسه ویل کیږي چې د ولسمشرۍ…
هغه اندېښنه رښتیا کېدونکې ده چې داعش به د افغانستان پر شمال تمرکز وکړي. په تازه معلوماتو کې ویل شوي چې ګڼ بهرني داعشیان په شمال کې را ټولېږي او هلته یې مرکزونه جوړ کړي دي. فرانس پرېس خبري اژانس په یوه رپوټ کې ویلي چې په جوزجان کې فرانسوي او نور اروپايي داعشیان را ټول شوي او هلته مرکزونه…
له پراخو غبرګونونو سره سره امریکا لا هم پر دې ټینګار کوي چې بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه پېژني. د امریکا له دې پرېکړې یوازې اسرائیلو هرکلی کړی، د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو دا پرېکړه غندلې، مخالفت یې کړی او له امریکا یې غوښتي چې له خپلې پرېکړې په شا شي. ملګرو ملتونو هم د دې کار…
یوناما وايي چې په روانه جګړه کې ملکي مرګ ژوبله تر پخوا زیاته شوې ده. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو هوايي بریدونه ډېر شوي دي چې ورسره جوخت د ملکي وګړو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده. د یوناما په یوه راپور کې راغلي چې د روان میلادي کال په لومړیو نهو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو په…
د امريکا د دفاع وزير جېمز مټيس اسلام اباد ته رسېدلی او له پاکستاني مشرانو سره یې خبرې کړې دي. نوموړي د پاکستان له لومړي وزير شاهد خاقان عباسي او لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره کتلي دي. په ظاهره ویل کیږي چې د دوی خبرې له طالبانو، په تېره له حقاني شبکې سره د پاکستان د ملاتړ پر ادعاوو…
ولسمشر غني د هغو څرګندونو له امله بښنه غوښتې، چې د حکومت مخالفانو ته یې د ادعا نه ثابتولو په صورت کې د ټیکري په سرولو خبره کړې وه. نوموړي وړمه ورځ ویلي وو: «هر څوک چې ادعا کوي د هېواد یو لوړپوړی، منځپوړی یا ټیټپوړی غړی له داعش سره لاس لري، جرئت دې وکړي محکمې ته دې راشي او…
د ملي یووالي حکومت ګڼ سیاسي مشران په کندهار کې را ټول شول او پر حکومت یې توندې نیوکې وکړې. غونډې ته د هېواد له ګوټ ګوټ څخه سیاستوال ورغلي وو، خو لویه برخه ګډونوال یې د ملی شورا غړي وو. په غونډه کې دغه راز د کندهار قومي مشرانو او عامو خلکو هم برخه اخیستې وه. حکومت په ظاهره…
د ځینو سیاستوالو او چارواکو په برخه کې اوس اسناد او شواهد شته چې له پردیو استخباراتو سره اړیکې لري او د هغوی د ګټو او اهدافو لپاره کار کوي. که څه هم ځینې چارواکي او سیاستوال له پخوا معلوم دي، د ځینو په اړه شک دی او ځیني بیا اوس هم په ښکاره د پردیو ګټو لپاره کار کوي.…