دریځ

پرون د ارګ د تمې او هڅو خلاف همایون همایون وتوانېد چې ځان د ولسي جرګې دویم مرستیال کړي. که څه هم ارګ له وړاندې ددې لپاره تیاری لاره چې همایون همایون څنګ ته کړي او ددې لپاره یې پراخې هڅې وکړې، خو په ولسي جرګه کې ټولو هغو وکیلانو یو بل ته لاسونه ورکړل چې د حکومت مخالف دي…
 د ټاکنو خپلواک کمېسیون په ټینګار سره وايي چې راتلونکو ټاکنو ته لویې ستونزې حل شوې او د ولسي جرګې ټاکنې به څو میاشتې وروسته وشي. له دې سره ډېری کسان اندېښمن دي چې ښايي ټاکنې یو ځل بیا وځنډيږي او یا هم تر پخوا لا زیاتې له درغلیو ډکې ټاکنې وشي چې نور سیاسي کړکېچونه به وزیږوي. که څه…
پرون درېیمه ورځ وه چې په غزني کې اعتراض کوونکو د کابل - کندهار لاره تړلې وه او له حکومته یې غوښتنه کوله چې د دوی غږ واوري. ویل کېږي؛ څلور ورځې وړاندې سیمه ییزو ملېشو چې دولتي ملاتړ لري، درې ولسي وګړي وژلي، یوه ښځه یې ټپي کړې او دوه نور کسان یې له ځان سره بېولي دي. که…
د اوږدې مودې له تورونو او چوپتیا وروسته افغان چارواکو د داعش په تړاو د روسیې او ایران پوښتنو او شکونو ته مخامخ ځواب ویلی دی. د کابل پروسې دويم کنفرانس ځینې برخې چې تر خلکو نه وې رسېدلې، اوس یې ویډیوګانې له رسنیو سره شریکې شوې دي. د کنفرانس په یوه برخه کې د روسيې، ايران او پاکستان استازو…
تمه وه چې طالبان به له ځنډ پرته او یا له لږ ځنډ وروسته د ولسمشر غني د سولې وړاندیز ته ځواب ووايي. ولسمشر د کابل پروسې په دویمه غونډه کې طالبانو ته د سولې په تړاو متفاوت وړاندیز وکړ، چې د ډېرو اړخونو له هرکلي سره مخ شو. دا وړاندیز تر پخوا ډېر مثبت دی، خو لا هم د…
ټاکل شوې چې سبا د کابل پروسې دویمه غونډه په کابل کې پیل شي. دې غونډې ته د ۲۵ هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان او د دریو نړیوالو سازمانونو استازي رابلل شوي دي، خو ویل کېږي چې ځینې را غوښتل شوي چارواکي به را نه شي او پر ځای به یې په کابل کې د دوی د سفارتونو استازي…
په لومړي ځل یو لوړپوړي امریکايي چارواکي په افغانستان کې د داعش په تړاو د روسیې تورونو ته ځواب ویلی دی. روسي چارواکي وايي چې په افغانستان کې داعش مخ پر ودې دی او په الوتکو کې له یو ځای څخه بل ځای ته لېږدول کېږي. روسي چارواکو دغه راز ویلي چې په دې تړاو یې له امریکايي چارواکو وضاحت…
ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته رسوي، په ترکمنستان کې یې کار بشپړ شوی او اوس یې په افغانستان کې کار پیل شوی دی. وسله والو طالبانو هم د دې پروژې ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د ټاپي لومړني کارونه د دوی د واکمنۍ پر مهال شوي وو. د ټاپي…
د سمنګان نوي والي عبدالطیف ابراهیمي په کار پیل وکړ او پخوانی والي عبدالکریم خدام د سولې عالي شورا مرستیال وټاکل شو. ویل کېږي، دا کار له هغه وروسته وشو چې د جمعیت او ارګ ترمنځ یو ځل بیا معامله وشوه. دغه راز د دې معاملې له مخې د ولایت مرستیال ضیاالدین ضیا چې وړاندې د ولایت له مرستیالۍ لرې…
د ملي یووالي حکومت له زیاتېدونکې سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی. په حکومت کې د ننه د ولسمشر او اجرائیه ریاست تر منځ د برېښنايي پېژندپاڼو پر سر لانجه ده. دغه راز له عطا محمد نور وروسته د سمنګان والي او مرستیال یې هم د دوی د ګوښه کېدو په تړاو د ولسمشر حکم نه مني. ورسره جمعیت اسلامي،…