دریځ

 ارګ نه مني چې په افغانستان کې د نیابتي جګړې خطر شته. که څه هم ولسمشر اشرف غني ویلي چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي، خو ارګ بیا هم نه مني چې افغانستان د امریکا او سیمې د هېوادونو تر منځ د جګړې پر ډګر اوړي. وړمه ورځ "دې هېل" ورځپاڼې هم یو رپوټ خپور کړی و چې پکې په…
ولسمشر غني ويلي، طالبان له هغه چا وسلې اخلي چې یو نیم میلیون افغانان یې شهیدان کړي. د نوموړي اشاره روسیې ته وه چې په دې وروستیو کې د طالبانو پر ملاتړ تورنه ده. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت او هغه هم په دومره لوړه کچه روسیه د طالبانو پر ملاتړ تورنوي. نوموړي په پکتیا کې خلکو…
 د وژنو او وحشت یوه نوې څپه روانه ده. څو ورځې پرله پسې وحشت او خونړي بریدونه دي. پر پوځي مرکزونو، ولسوالیو او جوماتونو خونړیو بریدونو زموږ سلګونه هېوادوال ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل. څوک دښمن وحشي او بد ګڼي، څوک د امنیتي ادارو پر کمزروۍ غږېږي، څو د غچ او ورته عمل خبرې کوي او څوک بیا…
 په غزني او پکتیا کې د وسله والو ډله ییزو بریدونو نږدې اتیا کسان وژلي او تر دوو سوو ډېر یې ټپیان کړي دي. بریدونه د افغان امنیتي ځواکونو د هغو وسایطو پر مټ شوي چې طالبانو نیولي دي. په دواړو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. پرون په افغانستان کې…
 د برېټانیا (د ټایمز) ورځپاڼې ادعا کړې چې روسیه له وسله والو طالبانو سره مالي مرسته کوي. ورځپاڼه وايي چې د دوی څېړنو موندلې چې روسي استخبارات په نامستقیم ډول له وسله والو طالبانو سره مالي مرسته کوي. ورځپاڼه وايي چې روسیه ځینو خصوصي شرکتونو ته وړیا تېل ورکوي، چې له طالبانو سره تړلي دي او د دغو تېلو پیسې…
امریکايي ځواکونه په افغانستان کې هوايي بریدونه زیاتوي. د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن ویلي چې د هوايي بریدونو یوه لویه څپه را روانه ده. نوموړي ویلي چې په روان کال کې یې درې زره هوايي بریدونه کړي دي. یوازې په سپټمبر میاشت کې ۷۵۱ بریدونه شوي دي. له همدې سره په یوه وخت په افغانستان کې چارواکي…
 پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د امریکا او سترو قدرتونو د ټکر په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دا چاره افغانستان یو ځل بیا د جګړې او سیالیو په ډګر بدلوي. نوموړي ویلي چې په دې تړاو باید افغان ولس روښانه دریځ ولري او دا دریځ باید د لویې جرګې له لارې را څرګند شي.…
پاکستاني پوځ په یو تازه ګام کې ګڼ خبریالان ډیورنډ کرښې ته بېولي او هلته یې جوړېدونکی دېوال او غځېدونکی اغزن سیم ورته ښودلی دی. پاکستاني چارواکو هڅه کړې چې په دې ګام سره له یوه اړخه ډیورنډ رسمي پوله معرفي کړي او له بله اړخه نړۍ ته وښيي چې ستونزه پر همدې کرښه ده او دوی یې د حل…
 د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا «نی» ویلي چې په ملي یووالي حکومت کې د پخوا په پرتله د بیان ازادي له لا زیاتو محدودیتونو او ژورنالېستان له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ دي. دې ادارې د ملي یووالي حکومت او د حامد کرزي د مودې پر مهال، د رسنیو د وضعیت او د بیان د ازادۍ په اړه مقایسوي…
د پاکستان او افغانستان تر منځ یو ځل بیا د همکاریو لړۍ پیلېږي. ویل شوي چې پاکستان حاضر شوی چې د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي. په همدې تړاو لومړنۍ غونډه د عمان په پلازمېنه مسقط کې جوړېږي. دغه غونډه چې د اکټوبر په ۱۶ مه جوړېږي، کابل او اسلام اباد دواړو پکې په لوړه…
پرون پر افغانستان د امریکايي یرغل ۱۶ کاله پوره شول. د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وروسته امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ او دلته یې د یو نامعلوم او ګونګ دښمن پر ضد جګړه پیل کړه. د طالبانو واکمني یې ړنګه کړه. د جرمني په بن کې یې څو ډلې ټپلې را ټولې کړې او د افغانستان لپاره یې یو…