دریځ

د برېټانیا ګارډین ورځپاڼې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر افغان ولسمشر فشار راوړی چې په قطر کې د طالبانو دفتر وتړي. ورځپاڼې ادعا کړې چې د طالبانو د قطر دفتر د تړل کېدو خبره د تېرې پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په خبرو کې هم یاده شوې ده. که څه هم په دې…
 ټاکل شوې وه، چې پرون ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره ۱۲ کاندید وزیران ور وپېژندل شي، خو دا کار ونه شو. حکومت تخنیکي ستونزې ددې کار لامل ګڼي او وايي چې د عاشورا له مراسمو وروسته به دا کار وشي. اوس ۱۵ وزارتونه د سرپرستانو له لورې اداره کیږي. د ۱۲ وزارتونو لپاره کاندید وزیران معلوم…
په دې ورځو کې د ټاکنو له کمېسیون څخه د اختلافاتو او پراخ فساد خبرونه ورکول کیږي. ویل کیږي چې د ټاکنو کمېسیون د کمېشنرانو ترمنځ پراخ اختلافات دي. دا اختلافات اوس ان رسنیو ته هم راوتلي دي او کمېشنران خپله دا خبرې کوي. داسې هم ویل شوي چې هڅه روانه ده ځیني کمېشنران له دندو لرې شي او پر…
کابل ګارنیزیون د محرم ورځو د امنیت لپاره پر پنځو سوو کسانو وسلې ویشي. ګارنیزیون ویلي چې تر اوسه پورې یې ۴۰۰ تنو ته وسلې وېشلي دي. چارواکي ټینګار کوي چې دا کسان به کومه ستونزه جوړه نه کړي او د تکیه خانو او مراسمو په سیمو کې به د خلکو امنیت نیسي.د کابل ګارنیزیون دا کار له څو اړخونو…
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه روانه ده. غوندې ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له وینا وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوږدې خبرې وکړې. د ځینو نورو هېوادونو مشرانو او استازو هم خبرې وکړي، خو نه کوم بل مشر ته د ټرمپ په اندازه وخت ورکړل شو او نه يې د هغه په شان خبرې…
د پاکستان لنډمهاله لومړي وزير شاهد خاقان عباسي د برېټانيا فايننشل ټايمز (Financial Times) ورځپاڼې سره په مرکه کې منلې ده چې په کابل کې څلور میاشتې وړاندې خونړی ټانکر برید هغو کسانو کړی چې له پاکستان څخه ورغلي وو. نوموړي ویلي: "له ماسره خو يې ډېر معلومات نشته، خو داسې ښکاري، چې درې یا څلور کسان پر پوله ور…
د ولسمشر اشرف غني د یوه حکم پر بنسټ، له څارنوالانو، قاضيانو او د وسله وال پوځ له افسرانو په سیاسي ګوندونو کې د غړیتوب او سیاسي فعالیت حق اخيستل شوی. په حکم کې ویل شوي چې په دغو برخو کې ګومارل شوي مامورین دې له سیاسي ګوندونو استعفا ورکړي، که دا کار ونه کړي، نو له اړوندو دندو دې…
د حکومت او جنګسالارانو تر منځ یو ځل بیا د معاملو او جوړجاړیو خبرونه ورکول کېږي. هغوی چې حکومتي چارواکي به یې د واک پر انحصار، قومپالنې، فساد، له داعشه پر ملاتړ او نورو ناقانونه کارونو تورنول، له حکومت سره په نوې معامله کې دي. حکومت هم هغوی ته بیا غېږه پرانیزي، چې د دوی په وینا مفسدین وو، شرکتونه…
د امریکا د نوې تګلارې له مخې هند ته په افغانستان کې لا زیات رول ورکول کېږي. په دې ډول پاکستان اندېښمن دی او فکر کوي چې په افغانستان کې د هند لا زیات رول د دوی ګټې ګواښي. د نوې تګلارې له اعلان وروسته هند له افغانستان سره د لا زیاتو مرستو او د اړیکو د لا زیات نږدېوالي…
ولسي جرګې بیا کار پیل کړی. نن یې له رخصتیو وروسته درېیمه کاري ورځ ده. دوی پر حکومت نیوکې کوي او غوښتنې لري، خو داسې ښکاري چې حکومتي چارواکي یې پر خبره غوږ هم نه ګروي. یوازې هغه پرېکړې یې مني چې حکومتي چارواکي یې غواړي، خو هغه پرېکړې یې نه مني چې حکومت یې نه غواړي. یعنې له ولسي…
شپاړس کاله وړاندې په همدې ورځ په امریکا کې د سپرلۍ څلور الوتکې د دوو برید کوونکو له خوا وتښتول شوې، چې دوې یې په نیویارک کې د سوداګرۍ نړیوال مرکز پر ودانۍ ور وجنګولې، یوه الوتکه یې له واشنګټن بهر د دفاع وزارت (پنتاګون) پر ودانۍ وجنګوله، خو څلورمه الوتکه یې د نیویارک او واشنګټن تر منځ د پنسلوانیا…