دریځ

ارګ پرون د ځوانانو د ورځې په پلمه ځیني کسان ور بللي وو چې د ولسمشر خبرو ته چکچې وکړي. ولسمشر پرون یو ځل بیا په خپلو سترو ناکامیو سترګې پټې کړې، وړې لاسته راوړنې یې لویې کړې او د تل په څېر یې تشې ژمنې وکړې. ولسمشر وویل چې د بې روزګارۍ د ختمولو لپاره یې اقدامات کړي؛ خو…
په کابل کې د سعودي سفارت قطر له وسله والو ډلو، په ځانګړي ډول د طالبانو پر ملاتړ تورن کړی دی. د سعودي عربستان شارژدافير مشاري بن مزعل الحربي دوې ورځې وړاندې ايران هم په افغانستان کې له وسله والو طالبانو پر ملاتړ تورن کړ او ويې ويل چې طالبانو ته مالي مرستې له قطره د ايران له لارې را…
په داسې حال کې چې تر نیمايي ډېره کابینه د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، ولسمشر څو وزارتونو ته بیا سرپرستان ټاکلي دي. مصطفی مستور د اقتصاد، یما یاري د فواید عامې او شهزادګل اریوبي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي دي. ویل شوي چې دوی به له ولسي جرګې د باور رایې اخیستو…
د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت مشاور مک‌ ماسټر وايي، سپینه ماڼۍ په تمه ده چې په ټوله کې د پاکستان د چلند او په ځانګړي ډول له افغان طالبانو د ملاتړ په برخه کې بدلونونه وویني. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې ډونالډ ټرمپ په ډاګه کړې چې له طالبانو او نورو ډلو هر ډول ملاتړ امریکا ته…
ولسمشر غني د کاندیدۍ پر مهال د یوې فعالې بهرنۍ پالیسۍ خبرې کولې. هغه نړۍ په څو برخو وېشلې وه او د هرې یوې لپاره به یې د ځانګړو طرحو خبره کوله. دغه راز نوموړي به دا هم ویل چې وړ، پر کارپوه او مسلکي کسان به پر دندو ګوماري چې د افغانستان ښه استازیتوب وکړي. له نږدې درې کاله…
وسله وال طالبان په دې وروستیو کې لویې لارې بندوي. دوی څو ځله د کابل – کندهار لویه لاره د ټرافیکو پر مخ تړلې ده. پرون یې یو ځل بیا په وردګو او زابل کې لاره وتړله او مسافرین ساعتونه ساعتونه بند پاتې شول. د افغانستان په شمال کې هم تل لویې لارې بندیږي. کله وسله وال طالبان په قصدي…
د روسیې او امریکا اړیکې ترینګلې کېږي؛ امریکا پر روسيې تازه بندیزونه ولګول، دغه کار ته په غبرګون کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین وايي، له دغه هېواده باید ۷۵۵ امریکايي ډيپلوماتان ووځي. د امریکا متحده ایالتونه د روسیې دا پرېکړه "خواشینوونکې" بولي او وايي، د مسکو د دې پرېکړې اغېز ارزوي او پر ځواب ورکولو غور کوي. مسکو د…
 له پاکستان څخه په تېرو دوو کلونو کې را ستانه شوي سلګونه زره افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. حکومت بیا – بیا ورسره ژمنې کوي، خو په عمل کې څه نشته. د راستنو شويو کډوالو تر ګردو لویه ستونزه د سر پناه نشتوالی دی. روغتيايي او ښوونیزو اسانتیاوو ته نه لاسرسی، د هغوی د ځمکو…
نږدې له هر افغان سره دا پوښتنې شته چې زموږ حکومت ولې د روانو ستونزو په تړاو له امریکا سره روښانه خبرې نه کوي؟ ولې له امریکا نه غواړي چې پر لاسلیک شوي امنیتي تړون عمل وکړي؟ ولې پر پاکستان د فشار لپاره له امریکا جدي غوښتنه نه کوي؟ ولې پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د هوايي بریدونو په…
په حکومت کې نوې ټاکنې شوې دي. په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی حاجي الماس زاهد د ملي چارو د انسجام په برخه کې د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی دی. دغه راز ګل اغا شېرزی د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت او محمد حميد طهماسي د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د سرپرستانو په توګه…
یوازې په تېرو درېیو ورځو کې سلګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼې سيمې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې دي، خو چارواکي وايي هر څه سم روان دي. د دولت وسله والو مخالفینو دوې ورځې مخکې د اتو ولسوالیو د سقوط هڅه وکړه، دوې ولسوالۍ یې لاندې کړې او لسګونو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله. پرون…