طالبان له کندهاره تر مزاره

22 ليندی 1396

طالبان له کندهاره تر مزاره کتاب د طالبانو د غورځنګ د منځ ته راتګ، مبارزې، حکومتولۍ، اړیکو او سقوط په اړه د سیاسي تاریخ یوه مستنده ټولګه ده چې د ښاغلي ملا عبدالسلام ضعیف له خوا په پښتو ژبه لیکل شوی او اکسوس کتاب پلورنځي چاپ او خپور کړی دی.
کتاب ۳۵۱ مخونه، یوه سریزه او څه باندې اویا عنوانه لري چې په ترتیب سره څېړل شوي دي. لیکوال د دغه کتاب موخه له څېړونکو سره د کره او معتبرو اطلاعاتو او تجربو شریکول بللي دي.
د کتاب په لومړیو کې د افغانستان د جهاد تاریخ بیان شوی، په جهاد کې د ګاونډیانو رول ارزول شوی، له هغې وروسته د طالبانو د ظهور او رامنځته کېدو په اړه معلومات وړاندې شوي له هغې وروسته هغه فعالیتونه چې د طالبانو په رژیم کې باید نه وای شوي، روښانه شوي دي. همدارنګه د دغه غورځنګ نورې کړنې او هغه موارد بیان شوي چې د طالبانو زوال ته یې لاره هواره کړه. په کتاب کې د طالبانو محدودو بهرنیو اړیکو ته هم اشاره شوې ده، دا څرګنده شوې چې څه د دوی او پاکستان د اړیکو جوړولو سبب شول، د ایراني ډيپلوماتانو د وژلو په اړه، چې چا ووژل او څوک پړ وبلل شول، وضاحت او تحلیل وړاندې شوی دی. په کتاب کې یوازې پر تاریخ بسنه نه ده شوې بلکې د سیاسي ډګر د ځینو اشخاصو پر افشا کولو یې هم اقدام کړی دی. په دې ډله اشخاصو کې د اوسنۍ کابینې او دولت ځینې مهم غړي هم شامل دي.
لیکوال په مقایسوي توګه د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ په برخه کې د اوسني حکومت په شمول د تېرو حکومتونو او مشرانو تېروتنې هم ذکر کړې دي چې ډېری وخت د سیاسي ثبات او د سیاسي پراختیا او ملي حکومت د رامنځته کېدو پر وړاندې خنډ ګرځي.
د اکسوس کتاب پلورنځي د معلوماتو له مخې، دغه کتاب پر پښتنو سربېره د هېواد د نورو ژبو د ويونکو له خوا هم له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی.
ضعيف د اسلامي امارت پر مهال په پاکستان کې سفیر و، له هغې وروسته د آی اس آی په مرسته امریکايي ځواکونو ته وسپارل شو او دا افغان سفیر په ګوانتنامو کې بندي شو. نوموړي د هغه وخت په اړه هم یو کتاب لیکلی دی او د پاکستان او ګوانتنامو د جنایتونو او شومو موخو څخه یې پرده پورته کړې ده. د ملا محمد عمر پخواني ویاند عبدالحی مطمئن په خپل کتاب «ملا محمد عمر، طالبان او افغانستان» کې د پاکستان په مرسته د ګوانتنامو زندان ته د ضعيف استول کېدل یو ستر جنایت او د پاکستان دولتي ادارې ته تاریخي شرم بللی دی.
په ټوله کې یاد کتاب د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ یوه معتبره سرچینه ده چې د کره اطلاعاتو په بډاینه کې لوستونکو، مؤرخینو، څېړونکو او سیاستوالو ته غوره مرجع معرفي کېدای شي.
مینه وال کولای شي دا کتاب په مرکز او ولایتونو کې له مشهورو کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(17 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.