The 21 Indispensable Qualities of a Leader

29 ليندی 1396

د یوه رهبر ۲۱ اړینې ځانګړنې کتاب د رهبرۍ د مشهور روزونکي او متشبث جان سي مکسوېل انګليسي اثر دی. کتاب ۱۵۵ مخونه، یوه سریزه او ۲۱ څپرکي لري.
د کتاب په لومړي څپرکي کې د شخصیت تر عنوان لاندې د رهبر دا مهمه او اړینه ځانګړنه تشریح شوې او له رهبرانو سره یې د دې برخې د بډاینې او ساتنې لپاره اړینې مشورې او تجربې شریکې کړې دي. لیکوال د دې ځانګړنې په اړه وایي چې استعداد د خدای ورکړه او شخصیت د انسان خپله هڅه لاسته راوړنه ده. په دويم څپرکي کې د منښت (کارېزما) ځانګړنه تشریح شوې ده. په دې برخه کې دا څرګنده شوې چې کومې لارې چارې وکارول شي چې یو رهبر ټولو ته د منلو وي او پلویان ورسره مل وساتي. په درېیم څپرکي کې د ژمنتیا ځانګړنه تشریح شوې ده. دا هغه ځانګړنه ده چې د رهبرۍ د مقام د برخلیک مسیر ټاکي. په څلورم څپرکي کې د رهبر د اړیکو لرلو او پاللو ځانګړنه تشریح شوې ده. لیکوال په دې برخه کې د نړۍ مهم شخصیتونه کوم چې د اړیکو په برخه کې مهم رهبران وو، معرفي کړي او د اېډیال ګرځولو توصیه یې کړې ده. د کتاب په پنځم څپرکي کې د وړتیا درلودلو ځانګړنه څرګنده شوې ده. په شپږم څپرکي کې د زړورتیا درلودلو مهمه ځانګړنه تشریح شوې ده. په اووم څپرکي کې د تمیز او تشخیص کولو ځانګړنه تشریح شوې ده. په اتم څپرکي کې د تمرکز کولو ځانګړنه تشریح شوې ده او د دې ځانګړنې د پیاوړي کولو، اغېزناک کېدلو لپاره یې اړینې مشورې شریکې کړې دي. په نهم څپرکي کې د سخاوتمندۍ ځانګړنه تشریح شوې ده. په لسم څپرکي کې د نوښت ځانګړنه بیان شوې ده. په یوولسم څپرکي کې د غوږ نیولو ځانګړنه تشریح شوې ده. په دولسم څپرکي کې د ښه احساس لرلو ځانګړنه تشریح شوې ده. په دیارلسم څپرکي کې د مثبت پالنې ځانګړنه تشریح شوې ده. په څوارلسم څپرکي کې د حل لارې موندلو ځانګړنه تشریح شوې ده. په پنځلسم څپرکي کې د ښه سلوک لرلو ځانګړنه تشریح شوې ده. په شپاړسم څپرکي کې دا ځانګړنه تشریح شوې چې یو رهبر کوم مسؤلیتونه لري او څه ته بايد لومړیتوب ورکړي. په اوولسم څپرکي کې د امنیت او سکون درلودلو ځانګړنه تشریح شوې ده. په اتلسم څپرکي کې د خپل ځان نظم او مدیریت کولو ځانګړنه تشریح شوې ده. په نولسم څپرکي کې د خدمت کولو ځانګړنه تشریح شوې ده. په شلم څپرکي کې د درک او لمس ځانګړنه تشریح شوې ده او په یوویشتم څپرکي کې د دور اندېشۍ ځانګړنه تشریح شوې ده. په ټوله کې د کتاب محوري بحث پر رهبر او رهبرۍ دی. نوموړی لیکوال په دې برخه کې ډېر آثار لري او تل هڅه کوي چې د رهبر روزلو او رهبرۍ موضوع ته نوي او تجربه شوي مطالب وړاندې کړي. نوموړی په خپل کتاب «د رهبرۍ ۲۱ منل شوي قوانین» کې لیکي چې که غواړی پرمختګ وکړی کارکوونکي وروزئ او که غواړی څو برابره وده او پرمختګ وکړی نو رهبران و روزئ. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د نوموړي لیکوال آثار مهمې او اغېزناکې سرچینې دي.
مینه وال کولای شي یاد کتاب له اکسوس کتاب پلورنځي او همدارنګه په کندهار، ننګرهار، خوست، مزار شریف او پکتیا کې له مشهور کتاب پلورنځیو څخه ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.