The concise 48 law of Power

06 مرغومی 1396

د قدرت ۴۸ قوانین، کتاب د ژوند په ټولو برخو کې د قدرت رول، عناصر او د ځواکمنتیا لارې چارې بیانوي. نوموړی انګریزي کتاب د امریکایي لیکوال رابرت ګرین له خوا په ۱۹۹۸ کال کې چاپ او بازار ته وړاندې شوی. کتاب ۱۹۵ مخونه، یوه سریزه او د ۴۸ قوانینو د تشریح محتوا لري.
د کتاب له لیکلو څخه د لیکوال څېړنیزه موخه دا ده چې ثابته کړي، په نړۍ کې ځواکمن اشخاص څنګه منځ ته راغلي او تر پایه ځواکمن او شهیر پاتې شوي دي. لیکوال د ۴۸ قوانینو په ترڅ کې د قدرت درې زره کلن تاریخ بیان کړی دی. دا قوانین عبارت دي له :
۱- له خپل مشر سره د سیالۍ هڅه مه کوئ، بلکې هغه ته د ښه احساس ورکولو هڅه وکړئ.
۲-تل مو پر خپلو دوستانو بشپړ باور مه کوئ، بلکې دا زده کړئ چې څنګه مو له دښمنانو سمه استفاده وکړی.
۳- خپلې موخې مو پټې وساتئ.
۴- لږ خبرې وکړئ ډېر عمل.
۵- له منښت او شهرت سره مل ژوند وکړئ.
۶- په هره بیه چې کيږي باید د خلکو پام در واړوی.
۷- کارډله جوړه او اهداف مو پرې ترلاسه کړئ.
۸- نور دې ته اړ کړی چې ستاسو او ستاسو همفکره پاتې شي.
۹- په تګلارو ګټونکي شی نه په خبرو او شخړو.
۱۰- له بدمرغه او بدچانسه خلکو لرې ګرځئ.
۱۱- نور خلک خپل او و يې ساتئ.
۱۲- صداقت او سخاوت غوره کړئ.
۱۳- که نورو ته اړتیا لری، دوی ته د دې همکارۍ ګټې هم ور وښیئ.
۱۴- د یوه څارګر په شان تل ځیرک اوسئ.
۱۵- دښمن مو په بشپړ ډول محوه کړئ.
۱۶- د درناوي خپلولو لپاره موقتي غیابت غوره کړئ.
۱۷- وېره خوره کړئ او خپله موخه ترلاسه کړئ.
۱۸- هېڅکله انزوا مه اختیاروئ.
۱۹- خپل سیال مو ښه وپېژنئ او هېڅکله مو د زړه حال مه ورته وایی.
۲۰- بې دلیله د یو چا پلویتوب مه کوئ.
۲۱- له سیال سره مو په ځیرکتیا مخکې ولاړ شئ.
۲۲- د تسلیمېدو له سیاست کار واخلئ او په ضعف سره قدرت ترلاسه کړئ.
۲۳- په ځواکمنتیاوو مو تمرکز وکړئ.
۲۴- د یوه درباري په شان عمل وکړئ.
۲۵-ځان ته بېل او متفاوت شخصیت ورکړئ.
۲۶- تل په پاکو لاسونو، سړو مغزو او ګرم زړه کار وکړئ. ۲۷- د خلکو د منښت لپاره د هغوی اړتیاوې وخوځوئ. ۲۸- زړور اوسئ.
۲۹- د یوه کار ټوله نقشه جوړه کړئ.
۳۰- فوق العاده کارونه ترسره کړئ.
۳۱- انتخابونه مو کنټرول او خلک همکارۍ ته اړ کړئ.
۳۲- د خلکو له موخو سره لوبه وکړئ.
۳۳- خپل کمزوري ټکي مو مشخص کړئ.
۳۴- په رویه کې مو شاهانه انداز غوره کړئ څو ورته غبرګون ولرئ.
۳۵- د وخت د مدیریت غوره تګلاره جوړه کړئ.
۳۶- هغه څه ته چې نه رسېږئ، ځان ترې بېغمه کړئ.
۳۷- غوره او متفاوته فضا خوره کړئ.
۳۸- له لېوالتیا سره مو مل فکر وکړئ.
۳۹- د کب نیولو لپاره اوبه ګډې وډې کړئ.
۴۰- له وړیا خدماتو او همکاریو ځان وساتئ.
۴۱- میراثي شخصیت مه خپلوئ، خپله اېډیال شئ.
۴۲- که پر شپون حمله وشي ټوله رمه به دړې وړې شي. ۴۳- د نورو زړونه خپل کړئ.
۴۴- بدلون غوره کړئ خو په تدریج سره.
۴۵- هېڅکله ځان بشپړ مه احساسوئ.
۴۶- د سیال ماتولو چلونه زده کړئ.
۴۷- له ټاکلې موخې وړاندې مه ځئ.
۴۸- مرموز حالت غوره کړئ.
د دغه کتاب انګریزي بڼه له اکسوس کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کولای شی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.