The Rules of Management د مدیریت قوانین

13 مرغومی 1396

د مدیریت قوانین، کتاب د ځان بسياینې په برخه کې د نړۍ مشهور او ډېر پلورل شوی کتاب دی. یاد انګرېزي کتاب دوې برخې او ۲۳۰ مخونه لري. کتاب انګرېز لیکوال ریچارډ ټېمپلر لیکلی دی. د کتاب په لومړۍ برخه کې د کارډلې (ټیم) جوړونې په اړه پراخ بحث شوی دی، د دې موضوع اهمیت، ګټې، مثبتې او څو اړخيزې اغېزې ارزول شوې دي. نوموړي د قوانینو په چوکاټ کې له کاروباریانو سره خپلې مشورې او لازمې لارښوونې شریکې کړې دي. لیکوال دا څرګندوي چې د کارډله څنګه رامنځته شي، روزنه او کارونه یې څه ډول وشي او سازمان ته یې ګټې څه دي.
د کتاب په دويمه برخه کې د ځان جوړونې او مدیریت په اړه بحث شوی دی. لیکوال په دې برخه کې هڅه کړې چې له لوستونکو سره د غوره او اېډیال شخصیتونو ځانګړنې او کړنلارې شریکې کړي. بلخوا لوستونکي ته د ټولنیزو چارو په برخه کې د برلاسۍ او چټکتیا په اړه مفصلې خبرې شوې دي. د ځان جوړونې په اړه پکې لازمې مشورې شریکې شوې دي او په ټوله کې د دواړو برخو موخو ته په کتو د لیکوال موخه دا ده څو هر شخص په یوازې توګه وکولای شي خپلو هیلو او موخو ته د دغه قوانینو په پام کې نیولو سره ورسيږي او هم دا وړتیا ومومي چې د اېډیال شخصیت ځانګړنې او کړنلارې غوره کړي.
لیکوال په دې مېتود د ژوند د نورو برخو په اړه هم کتابونه لیکلي دي او د نړۍ د ډېرو لوستل شويو کتابونو په قطار کې راغلي دي. مینه وال کولای شي د دغه کتاب انګریزي بڼه له اکسوس کتاب پلورنځي څخه په وړ بیه ترلاسه کړي. د یادونې وړ ده چې په دې اونۍ کې اکسوس ته د انګریزي ژبې ډېر ښوونیز او د آفاقي مطالعې لپاره ګټور کتابونه رارسېدلي چې د ژبې زده کړې لپاره تر ډېره اغېزناک واقع کېدای شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.