پوتین د پانګې او واک کړکېچ

27 مرغومی 1396

په دغه کتاب کې د روسیې پر سیاست او حکومت، د پوتین پر ژوندلیک، کارېزما، رهبرۍ، بهرنیو اړیکو، رسنیو او د شوروي اتحاد د پاشلتیا پر پیلامه او د نننۍ مقتدرې روسیې او په هغې کې د پوتین په رول جامع او هر اړخیز بحث شوی دی.
دا کتاب په ۲۰۱۴ کال کې د مصري ژورنالیست ډاکتر ساعي عماره له خوا په عربي ژبه لیکل شوی دی او پښتو ژبې ته د الجزیرې خبریال او ژباړن ښاغلي حمید محمدشاه را ژباړلی دی.
د کتاب پښتو بڼه ۳۱۰ مخونه، یوه سریزه او نهه څپرکي لري. د کتاب په لومړیو کې د شوروي اتحاد د وروستي زعیم میخایل ګورباچوف د تګلارو په اړه بحث شوی دی او دا لاملونه په ډاګه کوي چې شوروي اتحاد څنګه وپاشل شو او د دې پیلامه څه وه. له هغې وروسته چې کله سړه جګړه پای ته رسېږي، نننۍ روسیه را پورته کېږي، یلڅېن واک ته رسېږي او له هغې وروسته خپل ځایناستی ولادیمیر پوتین ټاکي؛ د کتاب لیکوال د دې ټاکنې دلایل بیانوي. تر دې موضوع وروسته د پوتین پر ژوند بحث شوی، هغه عناصر په ډاګه شوي چې د پوتین په شخصیت جوړونه کې یې مهم رول لوبولی دی. د ده کورنۍ، زده کړې، د تحصیلي پړاو پروني ملګري او ننني همکاران او د روسیې په سیاسي چارو کې د دوی رول ارزول شوی دی. همدارنګه د کتاب د مباحثو په اوږدو کې د روسیې د تاریخ، سیاست او حکومت په اړه مهم بحثونه شوي دي او دا په ډاګه شوې چې نننۍ روسیې ته کوم ملي او نړیوال ګواښونه متوجه دي او د پوتین تر مشرۍ لاندې حکومت له دې معادلاتو سره په کومو تکتیکونو برخورد کوي. د کتاب د لیکوال هڅه دا ده چې د روسیې په ژغورلو او بیا پیاوړي کولو کې د پوتین رول وارزوي او هم دا جوته کړي چې په روسیه کې سیاسي چارې څنګه مدیریت کېږي او سیمې او نورې نړۍ ته یې څه پایلې متوجه دي.
په دې توګه د سیاست مینه وال او د اسیایي چارو څېړونکي کولای شي له دغه کتاب څخه د یوې کره او تازه سرچینې په توګه کار واخلي. د یادونې وړ ده چې کتاب اکسوس کتاب پلورنځي چاپ کړی او پر اکسوس سربېره د کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، خوست، مزار شریف او غزني ولایتونو په مشهورو کتاب پلورنځیو کې همدا نن د تر لاسه کېدو وړ دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.