The Richest man in Babylon د بابل خان

04 سلواغه 1396

The Richest man in Babylon یا د بابل شتمن نومی کتاب د امریکایي لیکوال جورج اېس کلاسن له خوا د مالي هوښ او ځان بسياینې په موخه لیکل شوی کتاب دی. د دغه کتاب انګرېزي بڼه ۱۴۴ مخونه لري او په ټوله کې د فردي مالي چارو د پیاوړتیا په موخه شپږ قوانین څرګندوي. نوموړی لیکوال د یادې موضوع په اړه خپل قوانین په داستاني بڼه بیانوي څو وکولای شي خپل دا قوانین په اغېزناک ډول پر لوستونکو پلي کړي.
نړیوالو سروې ګانو یاد کتاب د ځان بسياینې په برخه کې یوه ډېره لوستل شوې او معتبره سرچینه ګڼلې ده او همدارنګه د دغه کتاب په ستاینه کې مشهور لیکوال او د فردي بریالیتوب روزونکي برایان ټرېسي نوموړی کتاب د اقتصادي بریالیتوب لومړۍ خښته بللې، ځکه د ده په باور تګلارې یې خورا ساده، سیده او اغېزناکې دي. نامتو سوداګر او ویناوال جیم رون وایي، د دغه کتاب د لوستو سپارښتنه راته زما لارښود ایرل شوف وکړه، ما یې تګلارې عملي کړې او په ۳۲ کلنۍ کې میلیونر شوم. همدارنګه د کتاب کره کتونکي وایي چې یاد کتاب ډېر مخکې لیکل شوی خو لا یې هم تګلارې مهمې او د پلي کېدو وړ دي.
له نېکه مرغه دا کتاب زموږ په هېواد کې پښتو ژبې ته هم ژباړل شوی دی. «د بابل خان» پښتو بڼه ۱۸۲ مخونه لري، جبار فراز ژباړلی او سروش کتاب پلورنځي چاپ کړی دی. یاد کتاب په روان کال کې دوه ځله چاپ شوی دی او د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی. مینه وال کولای شي دواړه بڼې یې له اکسوس کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

1 نظر

  • eebest8 back
    eebest8 back یکشنبه, 27 غبرګولی 1397 13:47 د نظر لنک

    "Fabulous write up. I was monitoring constantly this webpage and I am contented! Extremely useful information specifically the previous component."

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.