د ارګ ناويلې خبرې

11 سلواغه 1396

د ارګ ناویلې خبرې کتاب چاپ شو. یاد کتاب د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ملي امنیت شورا د فرهنګي چارو د پخواني مشر ښاغلي محمد اسعمیل یون د سیاسي خاطراتو تازه ټولګه ده.
کتاب نولس څپرکي، ۸۳۵ مخونه لري او د افغانستان ملي تحریک خپور کړی دی.
د کتاب پیل د ښاغلي شېرعلم امله وال پر تقریض شوی دی. نوموړي یاده ټولګه یو ژوندی تاریخ او د واقعیتونو هېنداره بللی دی. د کتاب په لومړي څپرکي کې د دغه کتاب وجودي فلسفه او د ارګ تاریخچه بیان شوې ده. په دويم څپرکي کې لیکوال دا په ډاګه کوي چې په سیاسي ژوند کې یې له سیاستوالو سره لومړنۍ پېژندګلوي څنګه وشوه او تر دې مخکې پر کومو دندو بوخت و. په درېيم او څلورم څپرکي کې د نوي اساسي قانون د جوړېدو بهیر او د لومړیو ولسمشریزو ټاکنو په اړه د ليکوال یادښتونه، خاطرې او شننې شریک شوي دي.
د کتاب د بحث ټول تمرکز پر دې دی چې په هېواد کې فاسدې کړۍ افشا شي، ښې حکومتولۍ ته لاره هواره شي او اوسنی نسل پر دې پوه کړي چې پر سیاسي برخلیک یې څوک د لوبې چانس پیدا نه کړي.
د کتاب په نورو څپرکو کې هم د لیکوال په باور مهم معلومات ځای پرځای شوي دي چې د هېواد د سیاسي تاریخ په بډاینه کې ورڅخه د یوې کره سرچینې په توګه استفاده کېدای شي.
د کتاب لیکوال د کابل پوهنتون استاد او یو فرهنګي خادم دی چې د پښتنو په ویښتابه کې يې نه پټېدونکې هلې ځلې کړې دي. استاد یون د مخکني حکومت دویم لوړپوړی چارواکی دی چې خپلې سیاسي خاطرې خپروي. تر دې مخکې د ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ د امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم خپلې خاطرې خپرې کړې او د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوې دي.
د سياسي خاطراتو ليکل په افغانستان کې یوه نوې تجربه ده چې که له نړیوالو معیارونو سره برابرې ولیکل شي نو یو ښه دود، د سیاسي تاریخ سرچینه او د دولتي چارو د روڼتیا ښه لامل به وګرځي.
مینه وال کولای شي دا او د افغانستان اړوند خپاره شوي نور کتابونه له اکسوس کتابپلورنځي څخه ترلاسه کړي. د اکسوس کتابپلورنځي د کتاب رسونې څانګه کولای شي چې دا او ستاسو د خوښې وړ نور کتابونه په کابل کې يوازې د ۳۰ افغانيو په بدل کې ستاسو تر کور او کارځای پورې در ورسوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(5 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.