شرق او غرب یوه لنډه پرتله

25 سلواغه 1396

شرق او غرب یوه لنډه پرتله نومی کتاب تازه د اکسوس کتابپلورنځي له خوا چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی. کتاب ۱۴۶ مخونه لري او پر سریزې سربېره د څه باندې څلوېښتو مطالبو فکري او تحلیلي ټولګه ده. د کتاب ټول بحث او منځپانګه د اوسنیو تمدنونو تر منځ د تقابل او تفاهم په اړه دي څو ځوان نسل ورته پام وکړي چې نړیوال نظم د چا په واک کې دی او ولې یې په خپلو ګټو راڅرخوي. بلخوا لیکوال د اسلامي ټولنو ځینې واقعیتونو ته اشاره کړې چې د دوی د ځوړتیا سبب شوي دي. په کتاب کې دې پوښتنې ته ځواب ویل شوی چې موږ (شرق) ولې د غرب له چوکاټونو بهر فکر نه شو کولی، د دوی د تمدن مهمې اغېزې کومې دي او د دې څخه د وتلو لارې به کومې وي؟
په کتاب کې، چې فلسفي اړخونه هم لري، د سیاسي مسایلو تر څنګ د نړۍ اقتصادي، فرهنګي او حقوقي مسایل او د تمدنونو اغېزې را اخیستل شوي او په غوره بڼه تحلیل شوي دي.
د یو غوره کتاب او لیکوال مهمه ځانګړنه دا ده چې لوستونکي ته د فکر کولو وړتیا ورکړي. له نېکه مرغه چې یاد کتاب هم دا ځانګړنه لري او هغو کسانو ته یې د لوستلو سپارښتنه کېږي چې د نړیوال نظم، ماډرنېزم او ټرډېشنلېزم، اسلامي تمدن د ظریفو اړخونو او د شته ننګونو په اړه د اطلاعاتو مینه وال وي.
په ټوله کې لوستونکي د دغه کتاب په لوستلو سره د نړۍ د ژوندیو تمدنونو تر منځ د تقابل او تفاهم ټکي پېژندلی شي. بلخوا اسلامي ټولنې او مسلمانان دې ته متوجه کوي چې خپل رسالت وپېژني او د خپلې اسلامي اېډیالوژۍ پالونکي واوسي.
دغه کتاب په کابل کې له اکسوس کتابپلورنځي او همدارنګه د هېواد له نورو مشهورو کتابپلورنځیو څخه ترلاسه کولای شی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.