د ځان مديريت او مشري

د ځان مديريت او مشري د هغه کتاب نوم دی چې تازه حشمت الله نوري ليکلی او وايګل چاپځي چاپ کړی دی.
د کتاب بشپړ نوم (د ځان مديريت او مشري پر فردي وړتيا د باور په مانه ده) دی چې د ځان د مديريت په تړاو پکې جالبو او په زړه پورې موضوعاتو ته اشاره شوې ده.
د مديريت په اړه ډېر کله دا خبره مطرح کېږي چې ډېر نوی او تنکی علم دی. ځينې خو لا دا هم وايي چې مديريت علم نه دی بلکې ځينې مهارتونه دي چې هنري جنبه لري او په تمرين سره کسب کېدای شي. مديريت، هر څه چې دی خو وده يې د نورو علومو په پرتله خورا چټکه ده. حشمت الله نوري، چې د اقتصاد په برخه کې ماسټري لري، په خپل دغه کتاب کې هم دې موضوع ته اشاره کړې او ويلي يې دي چې د مديريت د زاړه مفهوم پر بنسټ به ډېره تکيه پر دې وه چې څنګه د نورو له انرژۍ د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره استفاده وشي. دا چاره د دې سبب شوې وه چې مديران خپلې وړتياوې له پامه وغورځوي او يا دا چې د خپلو مهارتونو پر لوړولو پانګونې ته شا کړي. دا چاره بالاخره د دې سبب شوې وه چې ادارې او سازمانونه د پرمختګ پر ځای وروسته تګ وکړي او مديران د خپلې خوښې پايلې ترلاسه نه کړای شي.
په ماډرن منجمنټ يا بېخي نوي مديريت کې بيا نه يوازې دا چې د کارکوونکو د مهارتونو او وړتياوو پر لوړولو ټينګار شوی، دې ته هم پام ډېر شوی چې مديران بايد فردي وړتياوې هم لوړې کړي چې د مديريت دې برخې ته بيا د ځاني مديريت يا مشرۍ نوم ورکړل شوی دی.
د ځان مديريت او مشري کتاب د بحث محوري ټکی هم همدا دی چې د مديريت د موخو (اغېزو او ګټې) د تحقق لپاره پر مديرانو څه ډول پانګونه وشي. د ځاني مدیريت سخت او نرم مهارتونه پکې روښانه شوي، د ځان د مديريت عناصر، په مديريت کې د کشش يا کرېزما رول او دې ته ورته ګڼ بحثونه پکې مطرح شوي دي.
د کتاب بله ځانګړنه دا ده چې د نورو ورته کتابونو پر خلاف پکې بحثونه په خورا لنډيز سره مطرح شوي دي. کتاب ټول ۶۴ مخونه لري چې سايز يې د عادي کتابونو (A5) نيمايي دی.
د کوچنيو کتابونو ګټه او اغېز له دې کبله ډېر وي چې لوستونکي يې د لوستلو لپاره پوره وخت او انرژي موندلی شي. له بله پلوه د دغسې تخصصي کتابونو لوستل معمولاً د هغو خلکو کار وي چې په اړونده برخه کې پخوانۍ زده کړې يا مطالعه ولري. په دغسې حالاتو کې چې موضوع څومره په لنډيز سره مطرح شي، هغومره يې خوند او اغېز ډېر وي.
د ځان مديريت او مشري چې د ليکوال په شخصي لګښت چاپ شوی کتاب دی، په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي له لوري بازار ته وړاندې شوی، خو پر اکسوس سربېره د هېواد د مختلفو ولايتونو په نورو کتابپلورنځيو کې هم د ترلاسه کېدو وړ دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(2 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.