شتمن پلار نېستمن پلار

شتمن پلار نېستمن پلار د جاپاني الاصله امریکایي لیکوال او کاروباري رابرټ کیوساکي مشهور اثر دی چې له نېکه مرغه پښتو ژبې ته هم په دې وروستیو کې تکړه ژباړن میر احمد یاد را ژباړلی دی. کتاب په نیمه اې فایف اندازه کې نهه څپرکي او ۳۸۴ مخونه لري. یاد کتاب د مالي پوهې لپاره یو فکر او طرحه ده چې لیکوال یې لوستونکو ته د شتمن پلار او نېستمن پلار تر کرکټر لاندې اړونده مفکورې شریکوي. د نوموړي دا مفکوره په یوه فکري مکتب بدله شوې چې په مټ یې ډېری وګړي د سم او سیده لیدلوري خاوندان کړي دي. نوموړی د خپل ژوند تجربې شریکوي، کاروباریانو ته د اغېزناک کار کولو مهارت او هنر ور زده کوي.
همدارنګه لیکوال د پیسو ګټلو په اړه یو بېل لیدلوری لري او لوستونکو ته یې د عملي کولو سپارښتنه کوي. د نوموړي یوه مهمه خبره دا ده چې د پيسو ګټلو په اړه باید موږ وروزل شو. هر څوک چې زده ‌کړې کوي د زده کړو څخه یې موخه هوساینه او نېکمرغي ده، خو دغه موخې ته د رسېدو لپاره زموږ 6ناسم لیدلوری یو ستر خنډ دی. نوموړی په ښوونیزو نصابونو نیوکه کوي او د داسې اصلاح غوښتنه یې کوي چې د یوه غوره ژوند موخې پکې را وټوکېږي.
دا کتاب په لومړي ځل په ۱۹۹۷زېږدیز کال کې چاپ شوی او تر دې دمه د زیاتو پلورل شویو او د نړۍ ډېرو ژبو ته د ژباړل شویو کتابونو په کتار کې راځي. د امازون د شمېرو له مخې یاد کتاب څه باندې ۳۲ میلیونه ټوکه پلورل شوی او د نړۍ ۵۱ ژبو ته ژباړل شوی دی.
همدارنګه موږ ټول په دې باور یو چې د پوهې موخه د بشر نېکمرغي ده، خو تر ډېره موږ دغه نېکمرغۍ ته د سمې لارې پر ځای پر کږه لاره ځو، لیکوال موږ ته لومړی دا را ښیي چې ایا ښوونځي په دې برخه کې بریالي شوي که نه او د بري لاره څه ده؟ لږ کار وکړو که ډېر، چېرته یې وکړو، کله یې وکړو، ولې یې وکړو؟
په ټوله کې لیکوال موږ ته د شتمن فکر لرونکي پلار، فکر او لاره را ښيي او هم د نېستمن فکر لرونکي پلار فکر او لاره. د ده خپل پلار چې لوړې زده کړې یې لرلې خو مالي نبوغ یې نه درلود، د ژوند تر وروستیو پوروړی او ناخوښ و او ده په دې کتاب کې د نېستمن پلار کرکټر ورکړی دی، بل شخص چې ده د شتمن پلار نوم ورکړی هغه یو کاروباري شخص دی چې ده کار ورسره کړی او کاروبار یې ور زده کړی، ده مالي نبوغ خپل کړی که څه هم، ده تر ډېره لوړې زده کړې هم نه درلودې خو لوستونکو کسانو ته به یې د غوره ژوند لارې چارې ورښودلې.
دغه دواړه مفکورې موږ ته را په ګوته کوي چې څنګه یو شتمن او سعادتمند ژوند وکړو، په کاروبار کې پر کومو شیانو تمرکز او پانګونه وشي، څو ګټلي ارزښتونه وساتل شي.
په لومړي قدم کې د دې کتاب لوستل هر ځوان ته اړین دي، څو د ۲۱ مې پېړۍ له غوښتنو سره سم ژوند وکړی شي، په ټوله کې د دې کتاب لوستل هر کاروباري ته اړین دي، څو د هغه شته کاروبار وارزوي او د خپلې راتلونکې لپاره له وړاندې چمتو والی ولري. حتا متقاعدینو ته هم ګټورې مشورې ورکولی شي.
مینه وال کولای شي د دغه کتاب پښتو او انګرېزي بڼې د اکسوس کتابپلورنځي په ګډون د کابل ښار او د هېواد په نورو مشهورو کتابپلورنځیو کې ترلاسه کړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.