ویاړلی ژوند

ویاړلی ژوند کتاب د مشهور هندي لیکوال او روزونکي، شیو کهرا یو بل اثر دی چې په دې وروستیو کې تکړه ژباړن، عبدالله عابد له انګریزي څخه پښتو ژبې ته ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی.
کتاب یوه سریزه، یوولس څپرکي او ۱۹۲ مخونه لري. په کتاب کې د ویاړلي ژوند لارې چارې ښودل شوې دي. لیکوال تر ډېره مهمې او عبرتناکې کیسې را اخیستې دي او له موضوع سره اړوند اخلاقي پیغام هم لري. د لیکوال موخه دا ده چې ویاړلي ژوند ته موږ باید کوم اصول غوره کړو، وړ رهبر څوک دی، څنګه ښه شخصیت ولرو، په ټولنه کې فساد څنګه وده کوي، دغه فساد څنګه یوه ټولنه د زوال پر لور بیایي؟؟؟... دې ته ورته نور اړین مطالب هم لري چې په لوستلو سره یې موږ شته ارزښتونه خوندي کولی شو او په راتلونکې کې پېښېدونکو ګواښونو ته د معقولانه پرېکړو په کولو کې راسره مرسته کوي.
شیو کهرا تر دې مخکې د « ته ګټونکی یې» نومی کتاب لیکلی چې د میلیونونو لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی دی او په افغانستان کې یې پښتو بڼه هم نږدې لس زره ټوکه پلورل شوې ده. شیو کهرا په لیکوالۍ کې یو متفاوت او اغېزناک لیدلوری او تګلاره لري چې تر ډېره ممکنه او منصفانه وي. همدا وجه ده چې ډېر مخاطبین خپلوي او د ژوند چارې ورته سیده کوي. بلخوا لیکوال تر ډېره انګېزه ورکوونکی او د ټولنې اخلاقي پیاوړتیا ته کار کوي چې دا چاره د ټولنې په معنوي رغونه کې مهم رول لوبوي.
لوستونکي به د ویاړلي ژوند کتاب په لوستلو سره په ځان، کورنۍ، دفتر او ټولنه کې د ناسمو عادتونو، کړنو او خنډونو په اړه د حل فکر او وړتیا پیدا کړي.
یاد کتاب نږدې یوه میاشت کېږي چې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی او د اکسوس د شمېرو له مخې د تېرې اونۍ تر ټولو زیات پلورل شوی کتاب دی. همدارنګه مینه وال یې کولای شي د هېواد د مشهورو کتابپلورنځیو څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.