ځان ‌ژبه (Body Language)

29 وری 1397 اکسوس کتاب پلورنځی

ځان‌ ژبه کتاب د مشهور لیکوال مارک بووډن اثر دی چې په دې وروستیو کې عارف پژواک له انګرېزي څخه پښتو ته را ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی. کتاب یوه سریزه، یوه پېژندګلوي، ۱۲ څپرکي او۲۲۷ مخونه لري.
کتاب د هرې برخې ویناوالو لپاره دی؛ هغه که سیاستوال دي، که ډېپلوماټان دي، که مدافع وکیلان دي، که راډیویي او ټلوېزیوني خبریالان دي، که ښوونکي دي او که سوداګر دي.
په کتاب کې داسې لارې چارې ښودل شوې دي چې په مرسته یې هر ویناوال د خبرو کولو په وخت کې له ځان ‌ژبې په ګټه اخيستنې وېره ختمولی شي، په زړورتیا خبرې کولی شي، پيغام په سمه بیانولی شي او مخاطبانو ته د کوم کار د کولو الهام او انګېزه ورکولی شي. په کتاب کې داسې تخنیکونه ښودل شوي دي چې په مرسته یې ویناوال په سیاسي او سوداګریزو مذاکرو کې مقابل لوري ته قناعت ورکولی شي، خپلې خبرې پرې منلی شي او باور یې ترلاسه کولی شي. کتاب له مدافع وکیلانو سره مرسته کوي چې قاضي ته د خپلو دلایلو د ريښتینوالي په اړه قناعت ورکړي. له خبریالانو او نورو هر ډول وینا والو سره مرسته کوي چې په غږ کې پام ‌وړ بدلون او فصاحت راولي.
همدارنګه دا کتاب د همدې برخې له نورو کتابونو ډېر بدل دی. په نورو کتابونو کې لوستونکي په ذهني توګه دې ته تیارېږي چې وېره د مثبت فکر کولو په وسیله ختمه کړي، خو په دې کتاب کې له ځان‌ ژبې (د بدن له حرکتونو، تنفس او د غږله لوړوالي او ټیټوالي) په ګټې اخیستنې په فيزیکي توګه لوستونکي دې ته تیارېږي چې وېره له منځه یوسي، خبرې په ډاډ او زړورتیا وکړي او نورو ته د کوم کار د کولو الهام او انګېزه ورکړي.
یاد کتاب اکسوس کتابپلورنځي چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی. مینه ‌وال کولی شي چې د هېواد له مشهورو کتابپلورنځیو څخه یې په مناسبه بیه ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.