د کتاب نړيواله ورځ؛ د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير له اکسوس څخه ليدنه وکړه

نن د کتاب نړیواله ورځ ده. د کتاب نړیواله ورځ هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم ددغه ورځې نمانځل عام شوي دي. کتابتونونه او نشراتي کمپنۍ په دې ورځ خپل پلانونه او لاس ته راوړنې خلکو ته وړاندې کوي. په ۱۹۵۵ کال کې یونسکو د اپریل ۲۳مه د کتاب د نړیوالې ورځې په نامه نومولې ده. د همدې ورځې په مناسبت د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست وزیر پوهاند محمد رسول باوري له اکسوس کتاب پلورنځي څخه لیدنه وکړه. ښاغلي باوري له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې اوس په افغانستان کې د کتاب لیکلو، ژباړلو او چاپ په برخه کې پرمختګ شوی دی، چې دغه څه په خلکو کې د مطالعې مینه پیدا کوي. نوموړي په تېرو دريو کلونو کې د اکسوس کتاب پلورنځي لخوا د چاپ شویو کتابونو ستاینه وکړه او د دې لړۍ د غځېدو غوښتونکی شو. د ښاغلي باوري په خبره، مطالعه کولی شي د انسان ژوند بدل کړي او په دې برخه کې یې له لیکوالانو، ژباړونکو او د کتاب له چاپوونکو بنسټونو خپل ملاتړ اعلان کړ او د هر ډول مرستې ژمنه یې وکړه.
په کابل کې اکسوس کتابپلورنځی، چې د کتاب د چاپ او خپراوي په برخه کې مشهور نوم دی، هم په دې ورځ خپلو مشتریانو ته تر شل سلنې تخفیف په نظر کې نیولی دی. نن چې د کتاب نړیواله ورځ ده، تر دې دمه له زرو ډېرو کسانو له دغه کتابپلورنځي څخه لیدنه کړې ده او د خپلې خوښې وړ کتابونه یې پېرلي دي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.