S ریاست کتاب

05 غويی 1397 اکسوس کتاب پلورنځی

S ریاست کتاب د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکې او سي ای اې څارګرې ادارې د پټو جګړو مهمه او د لومړي لاس موادو درلودونکې ټولګه ده.
کتاب امریکايي څېړنیز ژورنالیست سټیو کول لیکلی، ټول ۷۲۸ مخونه لري او په امریکا کې پېنګوین خپرندوی مرکز خپور کړی دی. په کتاب کې ټول بحث له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د افغانستان او پاکستان په اړه د روانو سیاسي وضعیتونو پټ او استخباراتي اطلاعات شریکوي.
بلخوا لیکوال، کتاب په څلورو برخو او ۳۵ څپرکو وېشلی او هره برخه په هر اړخیزه توګه د جګړې ابعاد څېړي.
یاد لیکوال تر دې مخکې د پېریانو جګړې نومی کتاب هم لیکلی و، هغه کتاب هم د افغانستان په سیاسي وضعیت بحث کولو، په هغه کتاب کې له سړې جګړې وروسته د طالبانو تر سقوط پورې یې مهم واقعیتونه په ډاګه کول. د لیکوال د وروستي کتاب S ریاست په اړه ویل کېږي چې دا کتاب هم هغه اطلاعات دي چې عادي وګړي او بنسټونه ورته لاسرسی نه شي کولای؛ ځکه دا هغه مطالب دي چې د سي ای اې ادارې له خوا لیکوال ته ورکړل شوي دي. یاده څارګره اداره دا کار د دې لپاره کوي، څو ورته مستقیم مسوولیت متوجه نه شي، ځکه د یادې ادارې له خوا د نورو هېوادونو په چارو کې مداخله او د جګړو پر مهال د بشري حقوقو او په ټوله کې د نړیوالو میثاقونو او تړونونو نقض ترسره کېږي.
د دغه کتاب پر پښتو ژباړه جدي، ګروپي او مسلکي کار وشو او اکسوس خپرندوی مرکز په لومړي ځل پر پښتو ژبه خپور کړ. او پښتو به له انګرېزي وروسته لومړۍ ژبه وي چې دومره مهم کتاب پرې تر بلې هرې ژبې چټک او مسلکي بازار ته وړاندې کېږي. دا کتاب په ګروپي توګه و ژباړل شو او ددغه ژباړې ژباړن، لیکوالان او خبریالان دي چې تر ډېره د دغه موضوعاتو سره اشنایي لري. همدارنګه پر دغه کتاب محمد زبیر شفیقي چې یو مجرب ژورنالیست او ژباړن دی، عمومي تصحېح او بیا کتنه کړې ده.
همدارنگه د اکسوس مسوولين وايي چې ياد کتاب يې ددې اونۍ تر ټولو زيات پلورل شوی کتاب دی، چې نږدې تر دې دمه په پرچون ډول ۸۵ سلنه پلورل شوی کتاب دی.
مینوال کولای شي یاد کتاب پر کابل سربېره همدا نن په ننګرهار، خوست، پکتیا، مزار شریف، کندهار او غزني ولایتونو کې له مشهورو کتابپلورنځیو څخه ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(5 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.