The 7 Habits of Highly Effective People

دغه کتاب په انګرېزي ژبه ليکل شوی دی. ټولټال ۳۹۵ مخونه لري او په څلورو برخو کې د اغېزناکو شخصيتونو عادتونه بیانوي. کتاب په ۱۹۸۹ کال کې سټيفن کووې لیکلی او دا یې تر ټولو مشهور او په نړیواله کچه ډېر پلورل شوی کتاب دی. دغه کتاب د نړۍ ډېرو ژونديو ژبو ته هم ژباړل شوی او نړيوال شهرت يې موندلی دی.
دغه کتاب، په ټوله کې په شخصي ژوند او کاروبار کې پر بریالیتوب بحث کوي او نږدې ۳۰ کاله کېږي چې په توده مينه لوستل کېږي. په کتاب کې په کیسه‌ییزه بڼه د بریالیو اشخاصو عادتونه را اخیستل شوي دي. لیکوال وایي، د نږدې زرو اغېزناکو کسانو عادتونه يې څېړلي، بیا يې د هغوی تر منځ شريک عادتونه راټول کړي او نورو کسانو ته يې د یوې بريالۍ تجربې په توګه وړاندې کړي دي.
د دغه کتاب له وروستي چاپه، چې په ۲۰۱۳ کال کې شوی، په ډاګه کېږي چې تر دې مهاله تر ۲۵ميليونو ټوکو ډېر پلورل شوی دی.
کتاب خورا ډېرو مطرحو او منلو څېرو ستايلی او خپلو پلويانو ته یې د هغه د لوستلو سپارښتنې کړې دي. مینه وال کولای شي چې پر هارډ کتابي بڼې سربېره يې له يوټيوب څخه غږيزه بڼه هم ترلاسه کړي.
د اکسوس کتابپلورنځي د معلوماتو له مخې، یاد انګریزي کتاب د افغانستان د کتاب په بازار کې هم ډېر لوستل کېدونکی کتاب دی چې مینه وال یې په مناسبه بیه ترلاسه کولی شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.