ستر ساینسپوهان

03 غبرګولی 1397

ستر ساینسپوهان د لسو بیوګرافیکي کتابونو لړۍ ده چې ماشومانو او نویو ځوانانو ته د سترو ساینسپوهانو د ژوند، اند او تجربو په اړه مهم معلومات ورکوي. په دې لړۍ کې د جېمز واټ، البرټ انشټین، ګالیله، مارکوني، رايټ وروڼه، چارلېس داروین، ماري کیوري، الکساندر ګراهام بېل، توماس اډېسون او ایزاک نیوټن ژوندلیکونه، اختراعات، کامیابې او ناکامې تجربې شریکې شوې دي چې ماشومانو او نویو ځوانانو ته د دې سترو شخصیتونو په پېژندنه کې د اطلاعاتو رسولو تر څنګ د فکر ورکولو او شخصیت جوړولو لپاره مهم مواد او رول لري. د دې لړۍ یوه ښېګڼه دا ده چې د متن اړوند مطلب سره مل رسامي شوې بڼه هم لري او هغه ماشومان چې لا لوست نه شي کولای، کولای شي د دې رسامیو په مرسته ترې مفهوم او فکر خپل کړي.
یاد کتابونه په هندوستان کې د سن رایز خپرندوی مرکز لخوا په انګریزي ژبه لیکل شوي وو او په هېواد کې د زرغون د څېړنې او ژباړې مرکز له خوا یې ښاغلي عبدالباقي سلطاني او نور احمد شاهین مسلکي ژباړه او ډیزاین ترسره کړ او اکسوس کتابپلورنځي په ښه صحافت او لوړ کیفیت سره چاپ کړي او راتلونکې اونۍ به بازار ته وړاندې شي. مینه وال کولای شي په مناسبه بیه یې ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.