نړیوال اسناد

08 غبرګولی 1397

نړیوال اسناد کتاب چې څلور مهم نړیوال اسناد (د ملګرو ملتونو منشور، د عدالت نړیوالې محکمې اساسنامه، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه او د بشري حقونو اسلامي اعلامیه) پکې ځای پر ځای شوي، تازه د اکسوس کتابپلورنځي له خوا له نویو زیاتونو سره مل چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.
یاده ټولګه صفي الله ناصري پښتو ژبې ته را ژباړلې او ترتیب کړې چې د حقوقو او سیاسي علومو، شرعیاتو او ژورنالیزم فاکولتو د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا محصلینو ته د استناد یوه مهمه مرجع ده. کتاب ۱۷۴ مخونه لري چې موضوعات پکې د تدوین او تصویب د تاریخ پر بنسټ ترتیب شوي دي او یوه مهمه ځانګړنه یې دا ده چې د پښتو متن تر څنګ یې انګریزي بڼه هم ورسره چاپ شوې چې عموماً د نړیوالو اسنادو له ټولګو سره دا حقوقي متون د مطالعې او مقایسې په موخه ترتیب کېږي.
یاده ټولګه د عدالت نړیوالې محکمې له اساسنامې پرته دوه کاله مخکې چاپ شوې وه او په دې چاپ کې یې د تجدید تر څنګ کومه تصحیح چې اړینه وه هم ترسره شوې ده. د ژباړن په باور، دا یوه مسلکي ژباړه ده چې د ژباړن تر څنګ پرې ښاغلي استاد هجرت الله اختیار بیا کتنه کړې او د ژباړې په معیاري کولو کې یې ورسره اړینه همکاري کړې ده.
د حقوقي متونو په حساب شاید په پښتو ژبه کې دا لومړی کتاب وي چې څلور مهم نړیوال او د ډېر استناد وړ اسناد پکې راټول شوي دي.
ژباړن د عدالت نړیوالې محکمې د اساسنامې په اړه وایي چې د دې برخې ژباړه يې له پاړسي ژبې کړې او د متن مقابله او مقایسه یې په انګریزي او عربي ژبه کې شوې چې په دې توګه يې د پاړسي ژباړې فاحشې تېروتنې دفعه او رفعه کړې دي. له نېکه مرغه اوس په پښتو ژبه کې د ازادې مطالعې او د ورځې له کتابونو سره مل د مسلکي کتابونو ژباړه هم اوچته او د مسلکيتوب په لور روانه ده چې د ښې راتلونکې زېری لري.
منشور د ملګرو ملتونو د دندو او جوړښت اړوند قواعد او مقررات لري چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د عدالت نړیوالې محکمې له اساسنامې سره مل تدوین او تنفیذ شوی دی. همدارنګه د منشور له تصویب درې کاله وروسته د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تدوین او تصویب شوې او د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د اسلامي همکاریو سازمان د بشري حقونو اسلامي اعلامیه تصویب کړې او له نېکه مرغه په یادو دغو ټولو نړیوالو اسنادو کې افغانستان بشپړ غړیتوب لري او اجرا ته یې ژمن دی.
مینه وال کولای شي چې دغه کتاب په وړ بیه له اکسوس کتابپلورنځي او راتلونکې اونۍ د هېواد له مشهورو کتابپلورنځيو څخه ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.