How Successful people Grow

16 غبرګولی 1397

دغه په انګریزي لیکل شوی کتاب ټولټال ۱۳۹ مخونه لري او په پنځلسو برخو کې د بریالیو خلکو په ژوند کې د پرمختګ لارې بیانوي. کتاب په ۲۰۱۴ کال کې جان سي مکسوېل لیکلی دی. د مکسوېل لیکل شوي کتابونه په نړیواله کچه مشهور او د نیویارک ټایمز تر ټولو ډېر پلورل شوي کتابونه دي.
دغه کتاب په ټوله کې پر فردي ودې او په ژوند کې پر هر اړخیز پرمختګ بحث کوي. یاد کتاب د فردي ودې په اړه پېچلي موضوعات په ساده او اسانه توګه بیانوي، د کتاب ډېری عنوانونه په داسې بڼې سره لیکل شوي چې له لوستلو مخکې لوستونکي ته د ذهنیت په جوړولو کې مرستندوی واقع کېږی او تر پایه لوستونکی له ځان سره ساتي. د کتاب د هر څپرکي په پای کې د څپرکي خلاصه راغلې چې پوښتنې یې لوستونکی د عمل کولو ته هڅوي. کتاب په حجم کوچنی خو په منځ کې بډای دی چې له لوستونکي سره خپل ځواک ته په رسېدو او د ارزښتونو په درک کولو کې وړ مرسته کولی شي. کتاب په نړیواله کچه ډېر ستایل شوی او د لیکوال پلویانو ته یې د لوستلو سپارښتنه شوې ده. تر ډېره د ځوان نسل د فکري او عملي بډاینې په پار لیکل شوی چې موخه یې د یوه بې جوړې انسان جوړونه ده، د وخت مدیریت ته ژمنتیا، مثبت فکر کول او د هر اړخیزې ودې فورمول وړاندې کوي. که غواړی چې په خپل کار کې ماهر و اوسی نو خپل مهارتونه باید لوړ کړی، که غواړی چې سالمه کورنۍ رامنځته کړی او ویې ساتی نو اړ یی چې اغېزناکې اړیکې رامنځته کړی او که غواړی چې خپلو مالي موخو ته ورسېږی نو تاسو باید په دې پوه شی چې پیسې څنګه کارول کېږي او که غواړی چې روح مو بډایه کړی معنویت مو ځواکمن کړئ. په کتاب کې لیکوال زیاتوي چې د ودې ځانګړتیاوې تل د بدلون په حال کې دي خو د هر فرد لپاره اصول یو شان دي. نو هڅه وکړئ چې ځان پکې پیدا کړی ترڅو مو نړۍ له شتونه ونه ځورېږې.
دغه کتاب به په نږدې راتلونکي کې د اکسوس کتاب پلورنځي له خوا په پښتو ژبه چاپ شي او اوس مینه وال کولای شي چې پر انګلیسي ژبه یې د هارډ کتابي بڼه له همدغه کتابپلورنځي څخه تر لاسه کړي. د کتاب غږيزه بڼه پر يوټيوب هم موندل کېدای شي.
تر دې مخکې د نوموړي لیکوال «مشري: د رهبرۍ ۲۱ منل شوي قوانین» کتاب هم پښتو ته ژباړل شوی او د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوی همدارنګه «د رهبرۍ ۲۱ اړین معیارونه» کتاب یې هم تازه پښتو ته ژباړل شوی او له لوستونکو سره به شریک شي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.