د جاسوسۍ پېښلړ ISI, RAW او د سولې وهم کتاب

06 چنګاښ 1397 اکسوس کتاب پلورنځی

د جاسوسۍ پېښلړ ISI, RAW او د سولې وهم کتاب د هند او پاکستان د استخباراتو د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ د څارګریزو اطلاعاتو او سیالیو اړوند یو مهم او په زړه پورې اثر دی چې په هندوستان کې د روان زېږدیز کال د جون په لومړۍ په انګريزي ژبه خپور شو او ډېر ژر پښتو ژبې ته هم وژباړل شو.
یاد کتاب له انګرېزي ژبې پښتو ته تازه ژباړل شوی دی چې ۳۶۰ مخونه، اووه برخې او ۳۳ څپرکي لري. دغه کتاب امرجېټ سېنګ دولت، اسد دوراني او ادېتیا سېنها لیکلی او د اکسوس د ژباړې بورډ پښتو ته ژباړلی او ښاغلي محمد زبیر شفیقي پرې بیا کتنه کړې ده.
په کتاب کې د RAW او ISI څارګریزو شبکو پر فعالیتونو، سیالیو او د سیمې په تحولاتو یې د اغېز په اړه مهمې خبرې راغلې دي.
کتاب د درې اړخیز ډیالوګ په بڼه ترتیب شوی او د هند او پاکستان د استخباراتو ترمنځ د سیالیو، په کشمیر او افغانستان کې د دواړو هېوادونو په رول او د زبرځواکونو سره د یادو هېوادونو د معادلاتو پر ترتیب او تحلیل، مهمو او محرمو بحثونو ته اشاره شوې ده.
په کتاب کې تر هرڅه زیات د دواړو هېوادونو( هند او پاکستان) په سیالیو بحث شوی دی، د دوی دواړو ترمنځ د کشمیر مسئله او همدارنګه ترورېزم جدي موضوعات دي او له بلې خوا د افغانستان او له نورې نړۍ سره د دوی په فعالیتونو رڼا اچول شوې ده.
د کتاب د انګریزي بڼې له خپرېدو وروسته د جدي غبرګونونو په لړ کې پاکستان خپل پخوانی څارګر او د ISI مشر اسد دورانی چې د کتاب په ډیالوګ کې یو مهم کرکټر دی، ممنوع الخروج اعلان کړی او پارلمان یې له نوموړي د مربوطه کتاب په اړه د توضیحاتو غوښتنه کړې ده.
پاکستان یو ډيموکراتیک هېواد دی، خو د بیان ازادي پکې د دولتي کنټرول یو مهم عنصر دی. تر دې مخکې زه ملاله يم کتاب هم د پاکستان د کتاب په بازار کې منعه اعلان شو. د دوی دلیل دا و چې یادکتاب د ټولنې او په ټوله کې د ځوانانو د انحراف سبب کېږي، خو وړاندوېینه او تدبیر دا دی چې یاد کتابونه د افکارو د تنویر او د منطق د بډاینې مهمې وسیلې دي چې د نن ورځې پانګونه یې د سبا ورځې له تحولاتو سره د لوبې کولو، تکتیک او تهدید ورښیي.
په ټوله کې د دغه کتاب په لوستلو سره به لوستونکي دا درک کړي چې د هند او پاکستان او د کشمیر او افغانستان مسئله د سیمې په کچه څنګه مدیریت کېږي؟ په څارګریزو مباحثو کې د زړه خبرې څه دي؟ څوک د لوبې ګټونکي دي؟ افغان حکومت پر کومه روان دی؟ سیمه ییز تحولات به څه وي؟ د افغانستان بهرنۍ پالیسي او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو بهرنۍ پالیسي پر څه متمرکزه ده؟..... دې ته ځواب د کتاب محوري مباحث دي.
مینه وال کولی شي د یاد کتاب پښتو او انګریزي بڼې پر اکسوس کتابپلورنځي سربېره په خوست، ننګرهار، کندهار، مزار شریف او غزني کې له مشهورو کتابپلورنځیو ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.