REIMAGINING PAKISTAN TRANSFORMING A DYSFUNCTIONAL NUCLEAR STATE

13 چنګاښ 1397

یاد کتاب پاکستاني ډيپلوماټ او د سیمه ییزو چارو شنونکي حسین حقاني لیکلی دی. په کتاب کې د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او نظامي وضعیت له یوې نوې او متفاوتې زاویې بحث شوی. په انګریزي ژبه دغه لیکل شوی کتاب د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې په هندوستان کې د هارپرکولینس خپرندوی بنسټ له خوا تازه چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی او اوس مینه وال کولی شي د دغه کتاب یاد وېرژن له اکسوس کتابپلورنځي څخه هم ترلاسه کړي. کتاب ۳۳۶ مخونه، یوه سریزه او اته څپرکي لري.
نوموړي لیکوال تر دې مخکې هم د پاکستان په اړه مهم کتابونه لیکلي چې د نړیوالو بنسټونو او هېوادونو له خوا د یوې بې پلوه مرجع په توګه منل شوي دي. لیکوال په دغه کتاب کې هڅه کړې چې لوستونکو ته په اکاډمیکه څېړنه او شننه د پاکستان رښتینې پېژندنه وکړي، خو د پاکستان د برحاله رژیم او په ټوله کې د پوځ او استخباراتو چې د یاد رژیم مقتدره کړۍ ده، له مخالفت سره مخ دی.
لیکوال د احمد رشید ورهاخوا تر ډېره د پاکستان په مقتدره کړۍ چې د ترهګرو په نړیواله فابریکه بدله شوې، سختې نیوکې کوي او متمدن او اېډیال پاکستان ته اغېزناکې او متفاوتې حللارې وړاندې کوي چې په هغې کې د پاکستان ترڅنګ نوره سیمه او نړۍ هم په دایمي ثبات کې ژوند وکړی شي.
په ټوله کې د دغه کتاب په لوستلو سره لومړی لوستونکي دا وړتیا مومي چې اوسنی برلاسی دښمن وپېژني، د ضعف ټکي یې درک کړي. ځکه د دښمن پېژندنه مقابل لوري ته د اغېزناکې دفعې توان ورکوي او په ناپوهۍ کې یادې موخې ته نه شي رسېدای. د کتاب بله ګټه دا ده چې لیکوال یې خپلواک دی، خپلواکي د څېړنې او شننې ستونزې محوه کوي او د موضوع اعتبار لوړوي. د کتاب بله ښه ځانګړنه دا ده چې د سیاستوالو ترڅنګ د اکاډمیکو مرکزونو د استناد لپاره یوه کره سرچینه ده څو د تحولاتو په لوري ټاکلو کې رغنده رول ترسره کړي.
د همدې کتاب انګریزي بڼه په کابل کې پر اکسوس کتابپلورنځي سربېره په خوست، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هم د ترلاسه کېدو وړ ده.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.