د ادبي څېړنې اصول

20 چنګاښ 1397

د ادبي څېړنې اصول کتاب د کابل پوهنتون ویاړلي او تکړه استاد، دوکتور اجمل ښکلي لیکلی دی. دغه کتاب تقریباً په پښتو ادبیاتو کې بې مخینې کتاب دی. د تقریباً کلمه مې ځکه ورسره وکاروله چې تر دې مخکې د ادبي څېړنو یا دې ته ورته د لیکوالۍ په اړه ګوډ او مات کتابونه لیکل شوي دي، خو دا چې په بشپړه توګه د ادبي څېړنې اصول په ګوته کړي، نه دي لیکل شوي. په نورو کتابونو کې د څېړنو او لیکوالۍ په اړه لنډې مقالې راغلې دي، خو په دغه کتاب کې بیا په سیستماتیک او پر له پسې توګه د لیکوالۍ او څېړنې په اړه بحث شوی دی.
استاد اجمل ښکلي دغه کتاب د پوهنتون محصلینو ته لیکلی دی. هغه ددې کتاب په لیکلو کې د ادبي څېړنو په اړه له لیکل شوو، وروستیو ماخذونو ګټه پورته کړې ده او د نړۍ وروستي معلومات یې په دې کتاب کې ځای پر ځای کړي دي.
کتاب په دوو برخو وېشل کېږي، په لومړۍ برخه کې پر لیکوالۍ مفصل بحث شوی دی. د نورو کتابونو پر خلاف چې د لیکوالۍ په اړه به یوازې د مقالو، لیکنو، لیکنښو او دې ته ورته شیانو تعریفونه پکې وو، په دې کتاب کې د عملي لیکوالۍ د پيل په اړه خبرې شوې دي. دا چې لیکوالي څنګه پيل کړو؟ له خپلو تجربو په لیکوالۍ کې څه ډول ګټه واخلو؟ خپل نظریات څنګه له ذهن تر کاغذ ولېږدوو؟ دا هر څه په دې کتاب کې شته دي.
د کتاب دویمه برخه بیا د ادبي څېړنو په اړه ده. تر دې مخکې هم د څېړنو په اړه کتابونه لیکل شوي دي. درانه استاد زلمي هېوادمل هم په دې هکله کتاب لیکلی دی، خو هغه د ماسټرۍ دورې د محصلینو لپاره دی او لارښوونې یې په لوړه کچه دي. دوکتور ښکلي په دې کتاب کې د ادبي څېړنو په اړه د استاد هېوادمل له نظریاتو هم کار اخیستی، خو تر څنګ یې د نړۍ د نورو معتبرو څېړونکو له نظریاتو او اثارو هم استفاده کړې ده.
کتاب په ټوله کې نه یوازې د ادبیاتو پوهنځي محصلینو ته، بلکې د ټولو هغو کسانو او اماتورانو لپاره ګټور دی، چې غواړي په ادبیاتو کې لیکنې او څېړنې وکړي. دوی کولی شي د خپلو ادبي پنځونو لپاره دا کتاب د یوه معتبر لارښود په توګه وکاروي. کتاب اکسوس کتابپلورنځي په لوړ کیفیت چاپ کړی دی. ټول ټال ۱۶۰ مخونه لري، خو د لویو کتابونو موضوعات پکې راټول شوي دي. مینه وال کولی شي دا کتاب په کابل کې له اکسوس کتابپلورنځي او په ولایتونو کې له ټولو کتابپلورنځیو ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.