د طبیعي ښکلا راز کتاب

27 چنګاښ 1397

د ښکلا لټه د انسان په خټه کې نغښتې ده. انسان تل په دې لټه کې وي چې خپله ښکلی وي، د ژوند ملګری یې ښکلی وي، اولادونه یې ښکلي وي. جامې یې ښکلې وي، کوټه یې ښکلې وي. له ښکلي طبیعت خوند اخلي او په ټوله کې هرڅه چې لري باید ښکلي وي. طبیعي ښکلا هغه ګوهر او قېمتي غمی دی، چې هر څوک یې د لاسته راوړلو هڅه کوي. طبیعي ښکلا هغه ده چې انسان یې پرته له سینګار توکو کارولو، په طبیعي ډول، د خوړو، ورزش، خوب، ښه چاپېریال، ښې سلیقې، اسوده ګۍ او نورو لارو چارو په وسیله لاس ته راوړي او تر څنګ یې د روغتیا لامل هم شي. طبیعي ښکلا د مصنوعي ښکلا په څېر نه ده چې یو ساعت یا یوه ورځ دوام وکړي. طبیعي ښکلا هغه ده چې پرته له سینګار توکو مو په څېره کې له ورایه ښکاري او تر ټولو مهمه دا چې روغتیا مو ور سره تضمین وي او تر څنګ به یې د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوئ.
په دې باور اوسئ، چې ښایسته یاست. پر ښکلا باور، خپله ښکلا زېږوي. طبیعي ښکلا ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره لار د یوه متعادل غذایي رژيم درلودل دي. د یوه متعادل غذایي رژیم تر څنګ ورزش کول مو ښکلا یو پر دوه کوي.
خو نن سبا د ښاري ژوند په دې تړلي او ککړ چاپېریال کې چې ورځ تر بلې پکې ژوند کول سختېږي، نو وګړي یې باید لاس په کار شي او د خپل نوښت په وسیله ژوند ته نوی رنګ او خوند ورکړي. د دې لپاره چې طبیعي ښکلا ته ورسېږی، باید ځینې لارې چارې عملي کړئ، چې د ښکلا او خوښۍ تر څنګ مو روغتیا ته هم ګټه کوي. سلیقه درلودل د ښه ژوند یوه اړینه برخه ده. که یو انسان هر څومره ډېر بډای وي، خو د ژوند کولو سلیقه او چل یې زده نه وي، نه شي کولی له شتمنۍ سره سره له ژونده خوند واخلي. په ژوند کې ډېر واړه واړه شیان شته چې ورته پام کول مو ژوند ښایسته کوي. افلاطون په یوه ځای کې وایي: «که په نړۍ کې داسې یو څه وي چې په ژوند کولو و ارزي، هغه به ښکلا وي». په ادبیاتو کې د ښکلا لپاره دا تر ټولو ستر تعریف بلل شوی دی. د طبیعي ښکلا راز کتاب د هغو څېړنو ټولګه ده چې تر اوسه پورې په نړیواله کچه طبیعي ښکلا ته د رسېدو لپاره شوې دي. دغه کتاب حمیدالله حمیدي پښتو ته را ژباړلی دی او په کابل کې اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی. مینوال کولی شي نوموړی کتاب په کابل کې له اکسوس کتابپلورنځي او په ولایتونو کې له مشهورو کتابپلورنځيو تر لاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)