د رهبرۍ اړینې ځانګړنې

)۲۱ هغه ځانګړتیاوې چې یو غوره رهبر یې حتماً ولري(
د رهبرانو د روزونکي جان کالوین مکسوېل یو بل مهم اثر پښتو ژبې ته وژباړل شو.
د یاد کتاب د انګریزي بڼې نوم ((THE 21 INDISPENSALBE QUALITIES OF A LEADER)) دی چې له انګریزي ژبې څخه پښتو ژبې ته تکړه ژباړن، ښاغلي میر احمد یاد ژباړلی دی.
کتاب یوه سریزه لري او د ۲۱ څپرکو په چوکاټ کې یې د یوه رهبر مهمې ځانګړنې معرفي کړې دي. دا هغه ځانګړنې دي چې لیکوال یې یو غوره رهبر ته موجودیت جدي او حتمي بللی دی.
لیکوال د هر څپرکي په چوکاټ کې یوه ځانګړنه په هر اړخیزه توګه څېړلې ده څو په اسانۍ سره لوستونکو ته ګټوره تمامه شي. د هرې ځانګړنې پیل یې د پوهانو په وینا کړی، له هغه وروسته یې ځانګړنه د یوې تاریخې کیسې په چوکاټ کې تشرېح کړې. وروسته یې «دې ته تم شئ» تر عنوان لاندې د ځانګړنې د راخپلولو اصول او شرایط څرګند کړي. له هغې وروسته د « پردې فکر وکړئ» تر عنوان لاندې د مخکنیو اصولو او یا هم شرایطو په تشخیص سره فکر ته لاره پرانیستل شوې. له هغې وروسته د «رسېدو لار» تر عنوان لاندې د «ځانګړنې» مهم ټکي په ګوته شوي او له هغې وروسته د «له تجربې یې زده کړئ» تر عنوان لاندې بیا یوه لنډه او د پراخ فکر او اغېزې خوروونکې کیسه بیان شوې او په دې سره په یوه څپرکي کې یوه ځانګړنه په بشپړ ډول تشرېح کېږي.
د دغه کتاب هره ځانګړنه په همدې ترتیب، طرح او تشرېح شوې ده. او لوستونکي ته پکې ډېره ګټوره لاره ټاکل شوې ده.
زه غواړم دلته یوازې د هرې ځانګړنې عنوان شریک کړم او د بشپړ پوهاوي لپاره یې کتاب ته مراجعه اړینه ده.
کتاب یو غوره رهبر ته لومړۍ ځانګړنه کرکټر نومولې ده، دویمه یې کارېزما (منښت)، درېیمه یې ژمنتیا، څلورمه یې مفاهمه، پنځمه یې واک، شپږمه یې زړورتیا، اوومه یې بصیرت، اتمه یې تمرکز، نهمه یې سخاوت، لسمه یې نوښت، یوولسمه یې غوږ نیول، دوولسمه یې هیجان، دیارلسمه یې مثبت لیدلوری، څوارلسمه یې د ستونزې حل، پنځلسمه یې اړیکې، شپاړسمه یې مسوولیت، اوولسمه یې ډاډمنتیا، اتلسمه یې ډسپلین، نولسمه یې خدمت، شلمه یې زده کړه او یوویشتمه ځانګړنه ارمان عنوان شوې ده. چې دا هره یوه په بشپړ ډول تشریح شوې ده.
د کتاب پښتو بڼه ۱۵۱ مخونه لري او په دې وروستیو کې د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.
اکسوس تر دې مخکې د نوموړي لیکوال یو بل مهم اثر «مشري-د رهبرۍ ۲۱ منل شوي قوانین» هم چاپ کړی و چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شو.
د نوموړي لیکوال پر نورو مهمو کتابونو هم ژباړه او بیا کتنه روانه ده او تمه کېږي چې هغه هم د اکسوس کتابپلورنځي لخوا چاپ شي.
د مکسوېل د لیکوالۍ یوه ستره ښېګڼه دا ده چې هر کتاب یې تر بل متفاوت او له تکراري مطالبو خوندي وي او دا لوستونکو ته د معلوماتو په زیاتولو، فکر کولو او اغېز په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي.
هر څوک په یو نه په یو ډول رهبر دی. د ښې رهبرۍ پایلې مهمې اغېزې خوروي او دا اغېزې هله را خپلوی شو چې منل شوي قوانین یې عملي کړو او اړینې ځانګړنې یې راخپلې کړو.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.