صدام حسین په امریکايي زندان کې

صدام حسین په امریکايي زندان کې کتاب د عراق د ولسمشر صدام حسین د سیاسي خاطراتو کتاب دی چې د هغه د مدافع وکیلانو د کمېټې د مشر ښاغلي خلیل دلیمي له خوا لیکل شوی دی.
یاد کتاب ۴ سوه مخونه او اووه ویشت څپرکي لري. کتاب په عربي ژبه لیکل شوی و او پښتو ژبې ته محمد یاسین مجاهد وژباړه او اکسوس کتابپلورنځي تازه چاپ او بازار ته وړاندې کړ.
په کتاب کې د صدام حسین د ژوند په اړه تر مفصلو معلوماتو وروسته د هغه د شخصیت په اړه د عربي نړۍ څو مشهورو شخصیتونو خپل نظرونه لیکلي او له هغې وروسته د بغداد د نیولو داستان بیان شوی. ټول ابعاد یې څېړل شوي چې څنګه زمینه مساعده شوه چې په عراق یرغل وشي او کوم عناصر او اسباب وو چې په عامه افکارو کې یې متفاوت انځورونه خواره کړل. له هغې وروسته د صدام د نیولو کیسه بیانېږي، په هغې کې د کورنیو او بهرنیو هڅې او خیانتونه راسپړل کېږي. وروسته بیا د عراق د وضعیت او روانو چارو په اړه د عراق مهم رازونه له لوستونکو سره شریکېږي. تر هغې وروسته د امریکایانو کمزوري دلایل او توجیهات ننګول کېږي چې د عراق په جګړه کې څومره ناسم‎ وو او منفي پایلو یې سیمه ییز او نړیوال نظم ته د لا ډېر بحران فرصتونه په لاس ورکړل. د کتاب په وروستیو کې د صدام حسین د محاکمې په اړه بحث کېږي او د غیر عادلانه فیصلو او اقداماتو د تشخیص په اړه یې خبرې کېږي.
په ټوله کې ددې کتاب په لوستلو سره موږ لومړی د یوه سیاسي مبارز د ژوند پړاوونه پېژنو؛ په دویم قدم کې د منځني ختیځ د روانو چارو په اړه د نن او پرون د وضعیت په ماهیت پوهېدی شو او همدارنګه له دغه کتاب څخه موږ د عراق د سیاسي تاریخ په اړه اړین اطلاعات ترلاسه کولای شو.
د دغه کتاب عربي عنوان «صدام حسین من الزنزانة الامریکیه هذا ما حدث!» دی او په پښتو کې یې مناسبه ژباړه او بدیل همدا پورتنی ذکر شوی عنوان منل شوی دی. د یادونې وړ ده چې یاد کتاب د هغو کتابونو له ډلې دی چې په ایران کې یې نه ژباړې ته اراده شوې او نه یې لوستل ازاد بلل شوي.
د کتاب محتوا غني، خپلواکه او د حقیقي پېښو د انعکاس یوه مهمه ټولګه ده.
یاد کتاب په پلازمېنه کابل او ولایتونو کې له مشهورو کتابپلورنځیو څخه په مناسبه بیه ترلاسه کولای شی. مینه وال یې په کابل کې کولای شي چې د اکسوس د رسونې له خدماتي پروګرام څخه په استفادې په خپل کور او کار ځای کې ترلاسه کړي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.