«هغه ښځې چې کار کوي» نومی کتاب چاپ شو

هغه ښځې چې کار کوي کتاب د ښځو د ژوند او اقتصاد د پیاوړي کولو په موخه د فکر خپلولو او طرحو جوړولو لارښود اثر دی چې ،فعالې امریکایۍ چارواکې او سوداګرې ایوانکا ټرمپ لیکلی.
یاد کتاب تازه پښتو ژبې ته اغلې شفیقې خپلواک ژباړلی او ښاغلي حزب الله اتل یې بشپړ اېډېټ او بیاکتنه کړې ده ، نوموړی کتاب اکسوس کتابپلورنځي چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی.
کتاب یوه سریزه، شپږ څپرکي او ۲۴۰ مخونه لري.
مینوال کولای شي دغه کتاب په اکسوس کتابپلورنځي سربېره د هېواد له نورو مشهورو کتابپلورنځيو څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.