هغه ښځې چې کار کوي

17 زمری 1397 اکس

هغه ښځې چې کار کوي کتاب د امریکایي متشبثې او سیاستوالې اغلې ایوانکا ټرمپ له خوا د ښځو د کاري ژوند او اقتصاد په اړه لیکل شوی اثر دی چې پښتو ژبې ته اغلې شفیقې خپلواک ژباړلی، حزب الله اتل یې بشپړ اېډېټ او بیا کتنه کړې او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی.
کتاب ۲۴۰ مخونه، یوه سریزه او شپږ څپرکي لري. په ټوله کې د کتاب محوري بحث د ښځو او د هغوی پر کار دی چې څنګه دفتري چارې مخ ته یوسي او یا هم په سوداګرۍ کې څنګه رول ولوبوي.
لیکوالې لومړی د کتاب د نوم او منځپانګې په اړه هر اړخیز بحث کړی دی. له هغې وروسته یې د کتاب په لومړي څپرکي کې د ښځو په فکري او ذهني تیاري بحث کړی دی. وروسته یې د خپلې خوښې ژوند جوړولو په اړه د لېوالتیاوو د مشخص کېدو لاره په ډاګه کړې ده. په دویم څپرکي کې پر دې بحث شوی چې په یوه کاروبار کې باید یوه کارنده ښځه خپل ځان ثابت کړي او د دغه ثبوت لارې ښودل شوې دي. په درېیم څپرکي کې په کار کې د ښځو د نفوذ او ونډې په اړه بحث شوی دی. په څلورم څپرکي کې بیا هم کاریګرو ښځو ته د کار په ساحه کې د ښه کار ترسره کولو لپاره مشورې ورکړل شوې دي، څو په موقع او په اسانه توګه ښه کار وکړی شي. په پنځم څپرکي کې ویل شوي چې کاریګرې ښځې باید چانس د ځان په ګټه وڅرخوي. او په شپږم څپرکي کې پر دې بحث شوی چې ښځې باید د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره مشري وکړي، څو په خپل بشپړ تصمیم او ارادې سره مطلوبې پایلې ترلاسه کړي.
په ټوله کې لیکوالې خپلې کاري تجربې، د مجربو او منور فکره اشخاصو اړوند نظریې او ویناوې په کتاب کې ځای پر ځای کړې او لوستونکو ته د یوې کاروباري او مشورتي رسالې حیثیت لري.
دا کتاب تېر کال په انګریزي ژبه لیکل شوی دی او پښتو ژبه به د نړۍ د ګوتو په شمېر ژبو څخه وي چې ورته ژباړل کېږي. شفیقه خپلواک د هېواد تکړه شاعره او لیکواله ده او دا ژباړه یې لومړۍ تجربه ګڼل کېږي چې پښتو ژبې ته یې کوي. تر څنګ یې حزب الله اتل د پښتو ژبې یو دقیق او مجرب اېډېټر دی چې د کتاب په اېډېټ او بیا کتنه یې زیات زیار ایستلی او اړینه تصحیح یې کړې ده.
مینه وال کولی شي د دغه کتاب پښتو او انګریزي بڼې له اکسوس کتابپلورنځي او د هېواد له نورو مشهورو کتابپلورنځيو په مناسبه بیه ترلاسه کړي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.