مسیر ورځپاڼه

مسیر ورځپاڼه

ولسمشر غني نن د پخواني ولسمشر حامد کرزي کور ته لاړ او له نوموړي سره يې اختر مبارکي وکړه، په دغه ليدنه کې حامد کرزي له طالبانو سره د ولسمشر غني د اوربند نوښت وستايه او ټولو هيوادوالو ته يې ددغه سترې بريا مبارکي وويله.کرزي له ټولو سياستوالو او هيوادوالو وغوښتل چې د ولسمشر غني د سولې وروستيو هڅو هرکلی او ملاتړ وکړي. په پای کې ولسمشر غني د سولې په برخه کې د حامد کرزي د ملاتړ او هڅو مننه وکړه او دواړو مشرانو د يو باثباته او سوکاله افغانستان هيله وکړه.

https://www.facebook.com/Spogmai.Fm/videos/1888440767844186/

د افغانستان په شمال کې جمعیتیان او جنبشيان د حکومت پر ضد جګړه کوي. د اصلاحاتو او حکومتولۍ په چارو کې د ولسمشر پخواني سلاکار احمد ضیا مسعود په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال نن ویلي، چې د هېواد په شمال کې د حکومت پر ضد تر ډېره جمعتیان او جنبشيان جګړه کوي. دده په خبره یاد دوه ګوندونه ځان په حکومت کې نه ویني، ددوی حقوق تر پښو لاندې شوي دي نو ځکه یې د حکومت پر ضد وسله اخیستې ده او جګړه کوي. دا لومړی ځل دی، چې د جمعیت ګوند یو لوړپوړی غړی د حکومت پر ضد د جنګېدونکو کسانو په لیکو کې د خپل ګوند د وسله والو حضور مني. هغه په ښکاره توګه منلې چې وسله وال یې د حکومت پر ضد په روانو نا کراریو کې لاس لري. نوموړي همدا راز ویلي، چې په افغانستان کې د روانو ستونزو یو ستر لامل، په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلی او د ملي یووالي حکومت جوړېدل وو. مسعود زیاته کړې، د حکومت د کمزورۍ له امله په هېواد کې جګړې روانې دي او اوسنی وضعیت رامنځ ته شوی دی.

 

هغه کسان چې په ټاکنو کې ددرغلۍ هڅې کوي د قانون منګولو ته سپارل کېږي. د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي چې حکومت شفافو ټاکنو ته ژمن دی او هغه کسان چې ددغه ملي پروسې د بدنامولو، خرابولو او یا درغلۍ هڅه وکړي د قانون منګولو ته سپارل کېږي او سخته جزا ورکول کېږي. د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي نن په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، چې ددوی کارونه له همدې اوس پیل شوي دي او ګڼې داسې دوسیې ورته رسېدلې، چې په ټاکنو کې ددرغلیو او لاسوهنو د تورنو په اړه دي. نوموړي ویلي دوی دغه دوسیې په دقیقه توګه څېړي او وروسته یې پایلې له ولس سره شریکوي. هغه زیاته کړې، ګڼ داسې کسان یې نیولې چې پېژندپاڼې یې پلورلې، یا یې په ټاکنو کې په نورو بڼو لاسوهنې کولې. هغه زیاته کړې د ټاکنو په پروسه کې به ټولې هغه پېژندپاڼې او سټيکرونه څېړل کېږي چې احتمالي نوماندان یې د ټاکنو کمیسیون ته سپاري. دده په وینا هغه احتمالي نوماندان چې په دې برخه کې یې درغلۍ یا جعل کړی وي، له پروسې ایستل کېږي او عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي کېږي.

 

د ولسي جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید عملي هڅې او کار پیل شي. نوموړي ویلي دغه جګړه یوازې په خبرو نه بلکې په عملي هڅو پای ته رسول کېږي او د حکومتي چارواکو دنده ده، چې په عملي توګه له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسولو په موخه خبرې وکړي. د عرفان په خبره د سولې شورا او حکومت چارواکي دي د اوربند د غځولو لپاره له با صلاحیته طالب مشرانو سره خبرې وکړي. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې روانې جګړې د سلګونه انسانانو ژوند اخیستی دی او ددې وخت دی چې دغه جګړه پای ته ورسول شي. هغه همدا راز ټینګار کړی دی، چې اوربند باید تمدید شي، خو په خبره یې یوازې په غوښتنو اوربند نه تمدېږي بلکې باید عملي هڅې په دې برخه کې ډېرې شي.

 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د اختر په ورځو کې دې اعلان شوی اوربند مراعات کړي. د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړى دى. په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو د اختر په مناسبت په خپل پيغام کې ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړې ده. هغه زياته کړې، د تاریخي اوربند له اعلانېدو سره به په ټول هېواد کې افغان کورنۍ وکولای شي د اختر په ورځو کې په سوله ییزه ډول سره راټول شي. تادامیچي ویلي، له دواړو خواوو غواړي چې اوربند مراعات کړي، له تفکر او زغم دې کار واخلي. د امریکا سفیر جان باس هم افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړې ده. هغه هيله څرګنده کړې چې د سږ کال روژه افغانانو ته خوښي او سوکالي ورپه برخه کړي.

 

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، د جعلي پېژندپاڼو د پېر او پلور په تور یې لسګونه کسان نیولي. د لویې څارنوالۍ ویاند وايي، د جعلي تذکرو او د ټاکنیزو ټاپو د غلا په تور له دوی سره ۲۴ دوسیې ثبت شوې دي. جمشید رسولي خبریالانو ته وویل، د دغو دوسیو اړوند ۵۸ تورن کسان دوی نیولي دي. رسولي ویلي، په نیول شویو کې داسې کسان هم شته چې غوښتل یې جعلي تذکرې ثبت کړي او په ټاکنو کې ګټه ترې واخلي. د نوموړي په وینا، په تورنو کې د وګړو د ثبت ادارې کارکوونکي هم شته چې په لوی لاس یې غوښتل تذکرو کې جعل وکړي. دا پېښې تر ډېره په لغمان، ننګرهار، هرات، کندوز، کندهار، فاریاب، سرپل، پروان، خوست، پکتیا، بادغیس او کابل ولایتونو کې رامنځ ته شوې دي.

 

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اختر په مناسبت په خپل پيغام کې د اوربند د غځېدو غوښتونکی شو. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره سپوږمۍ راډیو ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د پردیو تحمیلي جګړه روانه ده. نوموړي ویلي چې دلته روانه جګړه پردۍ ده، د پردیو د ګټو لپاره ده، خو قربانیان یې افغانان دي او ددې جګړې درنه بیه افغانان پرې کوي. نوموړي له طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې د اوربند د غځولو هڅه وکړي او په دې توګه د روانې پردۍ خونړۍ جګړې د دایمي حل لپاره د سولې خبرې پیل کړي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې دلته روانه جګړه یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ ده او نظامي تګلارې دا جګړه لا اوږدوي. ښاغلي کرزي ویلي، چې څو ورځنی اوربند د ولس له تاوده هر کلي سره مخ شوی دی، نو د سولې لپاره د ولس تندې ته په کتو باید د جګړې ښکېلې خواوې اوربند وغځوي او له جګړو لاس واخلي. هغه په همدې خبرپاڼه کې ټولو افغانانو ته د اختر مبارکي ورکړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دا اختر د سولې، ورورلۍ او ابادۍ اختر وي.

 

وسله والو طالبانو د چین او پاکستان په منځګړیتوب له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی دی. پاکستانۍ ایکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوه مطلب کې د پاکستاني چارواکو له خولې لیکلي، طالبانو د پاکستان او چین په ضمانت او منځګړیتوب له افغان حکومت سره اوربند اعلان کړی دی. یاده پاکستانۍ ورځپاڼه وایي افغان ولسمشر اشرف غني غوښتي وو، چې د سولې خبرې باید د اوربند په اعلانولو سره پیل شي نو له همدې امله له اوږدو مودو راهیسې پاکستان هڅه کوله چې طالبان اوربند ته تیار کړي. سرچینه زیاتوي پاکستان د اوربند په اعلان کې دومره رول نه درلود، خو چین طالبانو ته د اوربند ضمانت کړی دی. په مطلب کې وړاندې راغلي چې پاکستان یوازې د چین او طالبانو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړې ده او اوربند د چین په ټینګار او ضمانت ترسره شوی دی. ایکسپرېس ټرېبیون لیکي، د سولې لپاره هڅې پیل شوې دي او ښایي د باور جوړولو لپاره په بل ګام کې د طالبانو ځینې بندیان هم د افغان حکومت له لوري ازاد شي.

 

اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله وايي، له هغو وزیرانو سره سلیقوي چلند د زغملو وړ نه دی، چې د ولسي جرګې له لوري يې د باور رايه اخيستې وې.
عبدالله چې پرون یې د وزیرانو شورا په غونډه کې وینا کوله، پرته له دې چې د کوم چا نوم واخلي وویل، په حکومتي بنسټونو کې د سلاکارانو نفوذ باید د ادارو د کمزوري کولو او د وزیرانو په کارونو کې د خنډ لامل نه شي.
که څه هم عبدالله په څرګند ډول د کوم وزارت په چارو کې د سلاکارانو له خوا د خنډونو د رامنځته کېدو په تړاو څه ونه ویل، خو په ظاهره یې اشاره د ولسمشر غني له خوا د اوبو او بریښنا د وزیر ګوښه کېدو ته وه.
اجرائيه رييس وويل: «که د یو محترم سلاکار صاحب د سلیقې پر بنسټ د یوې وزارتخانې په چارو کې خنډ رامنځ ته کېږي، دا باید و نه زغمل شي او موږ مسوولیت لرو چې په دې برخه کې پاملرنه وکړو».
عبدالله زیاته کړه چې د وزیرانو تقرر او منفکي د افغانستان په اساسي قانون او د ملي یووالی حکومت په سیاسي هوکړه لیک کې صراحت لري، خو په دې برخه کې هر ډول تصمیم باید د اشخاصو د پت او عزت په خوندي ساتلو سره ونیول شي.
اجرائيه ريیس عبدالله دا څرګندونې وروسته له هغه کړې دي چې ولسمشر محمداشرف غني د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړ؛ خو عبدالله یې مخالفت وکړ او ويې ویل چې عثماني به خپل کار ته دوام ورکوي.
عبدالله ويلي وو چې د عثماني د کاري برخلیک په اړه به له چین څخه د ولسمشر غني له راتګ وروسته او د ملي یووالي حکومت له روحیې سره سم تصمیم ونیول شي.
په همدې حال کې، وړمه ورځ د اوبو او برېښنا ګوښه شوي وزیر علي ‌احمد عثماني په کابل کې له یو بهرني شرکت سره د ۱۳ میلیونو امريکايي ډالرو په ارزښت د برېښنا د یوې پروژې تړون لاسلیک کړ.
د حقوقي چارو ځینې کارپوهان د عثماني دغه اقدام د ولسمشر غني له فرمان څخه سرغړونه ګڼي او وايي، چې د برېښنا لاسلیک شوی تړون قانوني بنسټ نه لري او له حقوقي پلوه بې‌ اعتباره دی.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، که خلک او سياسيون ترې وغواړي نو چمتو دی چې يو ځل بيا په افغانستان کې واک ته را وګرځي.
کرزي، چې تازه يې له المانۍ شپېګل انلاين مجلې سره مرکه کړې، په افغانستان کې د روانې لانجې د هواري پر سياسي حل هم ټينګار کړی دی.
نوموړي ويلي چې افغانان یوه نوي توافق ته اړتیا لري، ځکه په وينا يې چې د ده د حکومت په کلونو کې لويديځ هېوادونه، روسیه، چین، سعودي عربستان او ایران ټول د افغانستان همکاران وو، خو اوس دا ټول هېوادونه د یوه او بل په رقیبانو بدل شوي دي.
کرزي ويلي، دغه رقيبان هڅه کوي چې يو بل ته په افغانستان کې ضربه ورکړي او په دې توګه به افغانستان د پرديو د نيابتي جګړو پر ډګر بدل شي.
پخواني ولسمشر ويلي، امریکا په دې ښه پوهېږي چې د طالبانو خوندي پټنځایونه په پاکستان کې دي، خو بيا هم د دې پر ځای چې د يادو مرکزونو د له منځه وړلو لپاره اقدام وکړي، د پاکستان پوځ ته ميلياردونه ډالره مرستې ورکوي.
د کرزي په باور، واشنګټن له داسې چا ملاتړ کوي چې د دوی خپل پوځيان، افغان سرتېري او ملکي افغانان وژني.
کرزي شپېګل مجلې ته له امريکا سره د خپلو مخالفتونو د دليل په اړه ويلي، له امریکا سره يې شخړې د روانې جګړې د څرنګتیا پر سر دي او که د ټرمپ په مشرۍ حکومت په افغانستان کې خپلې تګلارې بدلې کړي، نو دواړه ښه متحدان جوړېدای شي.
کرزي د ۲۰۱۹ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې خپله نوماندي رد کړې او ويلي يې دي چې د افغانستان اساسي قانون د دغه کار اجازه نه ورکوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون په ۶۲ مه ماده کې را‎ځي چې هېڅوک په افغانستان کې له دوو دورو ډېر د ولسمشر په توګه نه شي ټاکل کېدای. په حکم کې زياتېږي: «دغه شرایط د ولسمشر د مرستيالانو په برخه کې هم تطبيقېږي».
شپېګل د ځينو حقوقپوهانو له قوله کرزي ته ويلي چې د ولسمشرۍ لپاره د اساسي قانون محدوديت تر دوو دورو وروسته د يوې بلې دورې په تېرېدو سره رفع کېږي او يو کس کولی شي چې د درېيم ځل لپاره هم ځان کانديد کړي.
کرزي په ځواب کې ويلي چې که بله هېڅ چاره نه وي او د هېواد سياسيون ترې وغواړي چې بيا واک ته را وګرځي، نو دی به له خدمته مخ ونه ګرځوي.
حامد کرزي له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ کال پورې د څلورو مختلفو دورو لپاره پر افغانستان واکمني وچلوله او په ۲۰۱۴ کال کې يې تر ټاکنو وروسته د لومړني ولسمشر په توګه د حکومت واګې په سوله ييز ډول نوي ولسمشر ډاکټر محمداشرف غني ته وسپارلې.