کتاب

How Successful people Grow

16 غبرګولی 1397
دغه په انګریزي لیکل شوی کتاب ټولټال ۱۳۹ مخونه لري او په پنځلسو برخو کې د بریالیو خلکو په ژوند کې د پرمختګ لارې بیانوي. کتاب په ۲۰۱۴ کال کې جان سي مکسوېل لیکلی دی. د مکسوېل لیکل شوي کتابونه په نړیواله کچه مشهور او د نیویارک ټایمز تر ټولو ډېر پلورل شوي کتابونه دي.دغه کتاب په ټوله کې پر…

نړیوال اسناد

08 غبرګولی 1397
نړیوال اسناد کتاب چې څلور مهم نړیوال اسناد (د ملګرو ملتونو منشور، د عدالت نړیوالې محکمې اساسنامه، د بشري حقونو نړیواله اعلامیه او د بشري حقونو اسلامي اعلامیه) پکې ځای پر ځای شوي، تازه د اکسوس کتابپلورنځي له خوا له نویو زیاتونو سره مل چاپ او بازار ته وړاندې شوی دی.یاده ټولګه صفي الله ناصري پښتو ژبې ته را ژباړلې…

ستر ساینسپوهان

03 غبرګولی 1397
ستر ساینسپوهان د لسو بیوګرافیکي کتابونو لړۍ ده چې ماشومانو او نویو ځوانانو ته د سترو ساینسپوهانو د ژوند، اند او تجربو په اړه مهم معلومات ورکوي. په دې لړۍ کې د جېمز واټ، البرټ انشټین، ګالیله، مارکوني، رايټ وروڼه، چارلېس داروین، ماري کیوري، الکساندر ګراهام بېل، توماس اډېسون او ایزاک نیوټن ژوندلیکونه، اختراعات، کامیابې او ناکامې تجربې شریکې شوې…
دغه کتاب په انګرېزي ژبه ليکل شوی دی. ټولټال ۳۹۵ مخونه لري او په څلورو برخو کې د اغېزناکو شخصيتونو عادتونه بیانوي. کتاب په ۱۹۸۹ کال کې سټيفن کووې لیکلی او دا یې تر ټولو مشهور او په نړیواله کچه ډېر پلورل شوی کتاب دی. دغه کتاب د نړۍ ډېرو ژونديو ژبو ته هم ژباړل شوی او نړيوال شهرت يې…
کار او دنده د انساني ژوند د بهبود او بقا لپاره مهم توکي دي. نن سبا په نړۍ کې هر انسان په دې لټه کې دی چې څنګه د یوه ښه کار یا یوې باوري او ګټورې دندې خاوند شي. ډېر کسان دي چې دنده تر لاسه کړي، خو د خپلو ځینو نیمګړتیاوو یا ستونزو له امله مهمې او ښې…

S ریاست کتاب

05 غويی 1397
S ریاست کتاب د افغانستان او پاکستان په اړه د امریکې او سي ای اې څارګرې ادارې د پټو جګړو مهمه او د لومړي لاس موادو درلودونکې ټولګه ده. کتاب امریکايي څېړنیز ژورنالیست سټیو کول لیکلی، ټول ۷۲۸ مخونه لري او په امریکا کې پېنګوین خپرندوی مرکز خپور کړی دی. په کتاب کې ټول بحث له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۶…
نن د کتاب نړیواله ورځ ده. د کتاب نړیواله ورځ هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل کېږي. په دې وروستیو کې په افغانستان کې هم ددغه ورځې نمانځل عام شوي دي. کتابتونونه او نشراتي کمپنۍ په دې ورځ خپل پلانونه او لاس ته راوړنې خلکو ته وړاندې کوي. په ۱۹۵۵ کال کې یونسکو د اپریل ۲۳مه د…
ځان‌ ژبه کتاب د مشهور لیکوال مارک بووډن اثر دی چې په دې وروستیو کې عارف پژواک له انګرېزي څخه پښتو ته را ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی. کتاب یوه سریزه، یوه پېژندګلوي، ۱۲ څپرکي او۲۲۷ مخونه لري.کتاب د هرې برخې ویناوالو لپاره دی؛ هغه که سیاستوال دي، که ډېپلوماټان دي، که مدافع وکیلان…
ویاړلی ژوند کتاب د مشهور هندي لیکوال او روزونکي، شیو کهرا یو بل اثر دی چې په دې وروستیو کې تکړه ژباړن، عبدالله عابد له انګریزي څخه پښتو ژبې ته ژباړلی او اکسوس کتابپلورنځي چاپ او بازار ته وړاندې کړی دی.کتاب یوه سریزه، یوولس څپرکي او ۱۹۲ مخونه لري. په کتاب کې د ویاړلي ژوند لارې چارې ښودل شوې دي.…
شتمن پلار نېستمن پلار د جاپاني الاصله امریکایي لیکوال او کاروباري رابرټ کیوساکي مشهور اثر دی چې له نېکه مرغه پښتو ژبې ته هم په دې وروستیو کې تکړه ژباړن میر احمد یاد را ژباړلی دی. کتاب په نیمه اې فایف اندازه کې نهه څپرکي او ۳۸۴ مخونه لري. یاد کتاب د مالي پوهې لپاره یو فکر او طرحه ده…
په پښتو ادب کې لنډه کیسه د لومړي ځل لپاره په کوزه پښتونخوا کې مشهور لیکوال سید راحت زاخیلي په ۱۹۱۸ زېږدیز کال کې د (شلېدلې پڼې) تر نامه لاندې ولیکله. له هغه وروسته د لنډې کيسې لیکلو ته ډېرو نورو کسانو هم مټې را ونغاړلې او خوږې کيسې يې وليکلې. شفاهي ادبیات چې د پښتو ادبیاتو یوه لویه برخه…