سویډن

06 ليندی 1396 حشمت الله نوري

سويډن د سويډن پادشاهۍ نړيوال نوم دی. دغه هېواد د اروپا په شمال کې د ختیځ طول البلد له ۱۱ تر ۱۹ درجو او د شمالي عرض البلد له ۵۵ تر ۶۹ درجو په منځ کې موقعیت لري.
د سويډن پراخوالی ۱۹۰۱۷۳ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۵۶ م لوی هېواد ګڼل کيږي.
د دغه هېواد شمال ته ناروې، شمال ختیځ ته یې فنلنډ، ختیځ او جنوب لویدیځ ته یې بالتیک سمندرګی او ډنمارک او دغه راز لويديځ ته يې بيا ناروې هېواد موقعيت لري.
سویډن درې ډوله هوا لري: شمالي برخې يې ډېرې سړې دي او تل په واورو پوښلې وي. د جنوبي سیمو هوا يې له بالتیک سمندرګي سره د ګاونډیتوب له امله معتدله او لنده ده. د ختیځو او لویدیځو سيمو هوا يې سړه ده، ډېر اورښت او واوره لري.
د سويډن پلازمېنه سټاکوهلم ښار دی. د دغه هېواد نفوس څه باندې ۱۰ ميليونه دی، په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې په منځنۍ کچه ۲۲ تنه ژوند کوي، د ټولو اوسيدونکو ۸۵ سلنه يې په ښاري او پاتې ۱۵ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې استوګن دي او د ژوند تمه پکې په منځني ډول ۸۳ کاله ده.
د سويډن ۹۰ سلنه خلک سويډنيان، ۲ سلنه يې فنلنډيان او پاتې نور يې بيا ناروېژيان، يونانيان، ترکان، افغانان او ایرانيان دي. د دغه هېواد رسمي ژبه سويډني ده خو سامي او فنلنډي ژبې هم پکې ويونکي لري.
سويډن ۲۱ اداري واحدونه لري. لوی ښارونه يې له ګوتنبرګ، ايسالا، لينکوپنګ، السنکبورګ، اودنګ، واستراس، مالمو او ربرو څخه عبارت دي.
د سويډن د حکومت بڼه مشروطه پادشاهي ده. دغه هېواد کې لومړنی اساسي قانون په ۱۸۶۴ زېږديز کال کې تصويب شوی خو تر دې مهاله پرې په ځلونو بيا کتنه شوې ده.
پادشاهي په سویډن کې میراثي ده. د هغه ګوند یا ګوندونو د ایتلاف مشر چې په ولسي جرګه کې ډېرې څوکۍ وګټي د سويډن د لومړي وزير په توګه ټاکل کیږي. لومړی وزير د حکومت جوړولو دنده لري.
د سویډن ولسي جرګه ۳۴۹ غړي لري چې د نفوسو په تناسب د خلکو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي.
د سویډن حقوقي نظام د رومن جرمنيک حقوقي سيسټم تر اغېزې لاندې دی.
ستره محکمه او ستره اداري محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه دي. ستره محکمه یو مشر او ۱۶ قاضیان لري. اداري محکمه بيا یو مشر او ۱۸ قاضیان لري چې ټول د قضایي بورډ په وړاندیز د نهو کلونو لپاره ټاکل کيږي.
سویډن په مرکز، ولایاتو او ښارواليو کې د چاپېریال، کډوالۍ، کارګرانو، بازارونو، کورنۍ او سوداګرۍ د محاکمو ستر جال لري چې د خلکو، بهرنیو شرکتونو او دولت خپلمنځني قضيې څېړي او پرېکړه کوي.
مرکزي ګوند، زرغون ګوند، کیڼ ګوند، د سویډن پخوانی لېبرال ګوند او منځلاری ګوند د سويډن مخکښ سياسي ګوندونه او ټولنې دي.
سویډن د نړۍ پرمختللی او هوسا هېواد دی چې په ټوله شلمه پېړۍ کې يې د سولې لپاره کار او مرسته کړې ده.
سویډن د اوسپنې د ډبرو، برېښنا او ځنګلونو لویې زېرمې لري چې د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ له پرمختیا سره يې ډېره مرسته کړې ده.
دغه هېواد د مخابراتو ډېر پرمختللي سیستمونه، د تولیداتو او خدماتو د وېش اغېزناکې تګلارې او ډېر فني او متخصص کارګران لري. د سویډن خصوصي سکتور د دغه هېواد د صنعتي تولیداتو ۹۰ سلنه برخه جوړوي. په دې تولیداتو کې ۵۰ سلنه تخنيکي وسايل شامل دي. د کال ۲۰۰۳ په سپټمبر کې د سویډن خلکو په یوه ټولپوښتنه کې پرېکړه وکړه چې د اروپايي اتحاديې د پولي واحد (يورو) پر ځای بېرته خپلې ملي پیسې چلښت ته وړاندې کړي.
د سویډن د کرنې سکتور له ټول پرمختګ سره سره کرنه د دغه هېواد د ناخالص کورني تولید په جوړښت کې يوازې يو سلنه ونډه لري او د سويډن يو سلنه خلکو ته یې د کار زمينه برابره کړې ده.
د سویډن د مالي موسساتو د ښه دسپلین او ګټور کار له امله د دغه هېواد د تادیاتو بېلانس له ۲۰۰۱ تر ۲۰۰۷ کال پورې مثبت و. دې پرمختګونو د وخت حکومت ته دا چانس په لاس ورکړ چې ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابره او په اقتصاد کې د دولت دریځ پیاوړی کړي. حکومت همدا راز د دولت له بودجې سره د مرستې په پار د ټولنیزو وړیا خدمتونو کچه را ټيټه کړه.
د سويډن د کلني ناخالص عايد ارزښت ۳۹۶ ميليارده ډالره دی. دغه ارزښت کال تر بله يو سلنه وده کوي. په دغه هېواد کې د سړي سر کلني عايد کچه په منځني ډول۵۱۶۰۰ ډالره ده او خلک يې د ژوندانه له غوره امکاناتو برخمن دي.
د سويډن د کورني ناخالص توليد په جوړښت کې يو سلنه ونډه د کرنې، ۳۰ سلنه د صنعت او پاتې ۶۹ سلنه بيا د عامه خدمتونو ده.
دغه هېواد ۵،۵ ميليونه د کار بشري ځواک لري، چې له دې ډلې اته سنله وزګار دي.
د سويډن کلنی عايد ۲۸۶ ميليارده ډالره او لګښتونه يې بيا ۲۹۴ ميليارده ډالره دي.
تخنيکي وسايل، پرزه جات، برېښنایي توکي، مخابراتي وسايل، کاغذ، اوسپنه او پولاد، خوراکي توکي، ټوکران، بوټونه، کیمیاوي مواد، د چاپ ماشینونه، سمنټ، لوښي وسلې او مهمات هغه څه دي چې د سويډن له صنعت څخه لاس ته راځي.
د دغه هېواد ۵.۸ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. ۶۸ سلنه يې ځنګلونو، درې سلنه يې څړځایونو او پاتې نوره یې بيا غرونو، سيندونو، استوګنيزو سيمو، د کار او توليد ځايونو نيولې ده.
د کرنې سکټور د سويډن يوازې يو سلنه خلکو ته د کار زمينه برابره کړې ده او د دغه هېواد د ټول ناخالص کورني توليد يو سلنه برخه له دې سکټوره تامينيږي.
لرګي، غنم، اوربشې، حبوبات، زیتون، جغندر، کچالو، مېوې، سابه، لبنیات او واښه د سويډن د کرنې او مالدارۍ سکټور تر ټولو مهم محصولات ګڼل کیږي.
د سويډن د صادراتو کلنی ارزښت ۱۸۵ ميليارده ډالره خو د وارداتو ارزښت يې بيا ۱۵۸ ميليارده ډالره دی.
د امریکا متحد ايالتونه، جرمني، هالنډ، فرانسه او بلجیم د دغه هېواد لوی او مهم سوداګريز شريکان دي.
د سويډن د پيسو واحد سويډني کرون دی. د دغه هېواد مالي کال د عيسوي کلونو له پيل کېدو سره پيل کيږي او له پای ته رسېدو سره يې پای ته رسيږي.
دغه هېواد د ۱۱۶۶۳ کيلومترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۱۳۵ سوداګريزې بېړۍ او ۲۳۱ هوايي ډګرونه لري. پر دې سربېره د سويډن په ترانسپورټي سيسټم کې ۵ ميليونه کوچني موټر، لارۍ، بسونه او نور نقليه وسایط هم فعاليت کوي.
د سويډن د ټليفون کوډ ۰۰۴۶ او د انټرنېټ هغه يې بيا اېس ډي دی. په دغه هېواد کې د نهو ميليونو په شاوخوا کې خلک مخابراتي، په ځانګړي ډول انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
په سویډن کې انځوریزو، غږیزو او چاپی رسنیو د شمېر او کیفیت له پلوه ډېره وده کړې ده. دغه هېواد ۹۴ ولایتي او ۱۲ مرکزي ورځپاڼې او ۳۷۵ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ مجلې لري. په سويډن کې هر کال نږدې ۱۳۵۰۰ علمي، هنري او ادبي کتابونه چاپ او خپريږي.
په سویډن کې مېرمنې د دودونو او قانون له مخې له نارینو سره برابر حقونه لري او مېرمنې په درس، کار، حکومت، سیاست، اقتصاد، ورزش او ټولنه کې پراخ حضور لري.
د سویډن ۹۹ سلنه خلک په لیک او لوست پوهيږي او تر منځنۍ یا لوړې کچې پورې زده کړې لري. په دغه هېواد کې زده کړه له ۷ - ۱۶ کلنۍ پورې جبري دي او حکومت په دې موده کې د هغو ماشومانو ټول لګښتونه ورکوي چې کورنۍ يې لږ مالي عوايد لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو څېړنو په کتاب کې د سویډن نوم او پېژندګلوي نه شته، خو په ناروې کې د افغانستان د سفارت وېبپاڼه کې ويل شوي، چې افغانستان او سویډن له ۲۰۰۳ کال راهيسې سیاسي اړیکې لري.
سويډن د ۲۰۰۷ زېږديز کال په ډسمبر مياشت کې په کابل کې سفارت پرانيست.
ياده دې وي، چې د سويډن کمېټې په نوم د دغه هېواد يوه خيريه موسسه له ۱۹۸۰ کال را په دېخوا د روغتيا، ښونې او روزنې په برخو کې له افغانانو مرستې کوي.
له کابله تر سټاکوهلمه د هوا له لارې ۴۵۹۱ کيلو متره واټن پروت دی او د دواړو ښارونو تر منځ د وخت توپير دوه نيم ساعته دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.