ترکیه

13 ليندی 1396 حشمت الله نوري

د ترکيې رسمي نوم د ترکیې جمهوریت دی.
دغه هېواد د اسیا د لویې وچې په لویدیځه او د اروپا په جنوب ختیځه برخه کې د تور سمندرګي، مديترانې سمندرګي او د ایجن سیند په منځ کې د ختیځ طول البلد د ۲۶ او ۴۵ درجو او د شمالي عرض البلد د ۴۲ او ۳۵ درجو په منځ کې موقعیت لري.
پراخوالی یې ۳۰۲۵۳۵ میله مربع دی او له دې پلوه د نړۍ اووم لوی هېواد ګڼل کيږي.
د ترکيې شمال ته تور سمندرګی او بلغاریا، شمال ختیځ ته یې جورجیا، شمال لویدیځ ته یې یونان، جنوب ختیځ ته یې ایران، جنوب ته یې عراق او سوریه، ختیځ ته یې ارمنیا او لويديځ ته یې د اېجن سيند موقعيت لري.
ترکیه داسې یو هېواد دی چې ډېره برخه یې په اسیا او لږه برخه يې بيا په اروپا کې پرته ده. د ترکیې اسیایي او اروپایې برخې د مرمري اوبو په واسطه یوه له بلې جلا شوې دي.
ترکیه د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له کبله څو ډوله هوا لري. د جنوبي سواحلو هوا يې د مدیترانې له سمندرګي سره د ګاونډیتوب له کبله په دوبي کې توده او په ژمي کې بيا معتدله وي. د ختیځو غرنیو برخو هوا يې په ژمي کې سړه او په دوبي کې معتدله وي. هلته هر کال ډېره واوره اورېږي. د ترکیې د شمالي او شمال لویدیځو سیمو هوا د تور سمندرګي د اغېزو له کبله ډېره په زړه پورې او د منځنیو برخو هوا يې بيا وچه ده.
د ترکيې پلازمېنه د انقرې ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر څه کم ۸۰ ميليونو ته رسيږي. په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۱۰۶ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۷۲ سلنه يې په ښاري او پاتې يې بيا په کليوالو سيمو کې مېشت دي.
د ترکيې لويه برخه يا ۷۱ سلنه خلک ترکان، ۱۹ سلنه يې کردان او پاتې نور يې بيا عربان، افغانان، ايرانيان او د ځينو اروپايي هېوادونو اوسيدونکي دي.
په دغه هېواد کې ۹۹،۸ سلنه خلک مسلمانان دي خو ځينې خلک يې مسيحيان او يهودان هم دي.
د ترکيې رسمي ژبه ترکي ده، خو ګڼ شمېر خلک يې په کردي ژبه هم خبرې کوي.
ترکيه ۸۱ ولايتونه لري، مهم ښارونه يې له استانبول، انقرې، اېزمير، بورسا، ادانا، قونيې، انتاليا، سانکايا، ارض، روم او مېرسين څخه عبارت دي.
د ترکيې د حکومت بڼه پارلماني ولسواکي ده. د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۱۹۸۲ زېږديز کال د نومبر په اوومه نېټه نافذ شوی چې تر دې مهاله څلور ځلې اصلاح شوی هم دی.
د ترکیې ولسمشر پخوا د ولسي جرګې له خوا د اوو کلونو لپاره ټاکل کېده خو د ۲۰۰۷ زېږديز کال په اکټوبر کې خلکو په یوه ټولپوښتنه کې رایه ورکړه چې ولسمشر دې د ولسي جرګې پر ځای د خلکو له خوا وټاکل شي.
ترکيه پر ولسمشر سربېره لومړی وزير هم لري، د دغه هېواد لومړی وزير د هغه ګوند یا ګوندونو د اېتلاف له منځه ټاکل کيږي چې په ولسي جرګه کې ډېرې څوکۍ خپلې کړي.
د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د کابینې وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسمشر له خوا ټاکل کیږي او له ولسي جرګې د اعتماد رایه اخلي.
د ترکیې ولسي جرګه ۵۵۰ غړي لري چې ټول د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کیږي.
د ترکیې حقوقي نظام پر هغو قوانینو او اصولو ولاړ دی چې قضایي مسوولینو د بېلابېلو اروپایي هېوادونو د قوانینو له مخې جوړ کړي دي.
د اساسي قانون او استیناف محکمې د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه بلل کیږي، د ترکیې د اساسي قانون محکمه ۱۷ قاضیان لري چې ولسمشر یې له هغه لېست څخه غوره کوي چې د بېلا بېلو ادارو له لوري په ګډه جوړیږي. د استیناف محکمه ۱۵ برخې او ۳۸ سیمه ییزې او مرکزي مدني او جنایي څانګې لري چې ۲۵۰ لوی او ۴۴۰ عادي قاضیان پکې پر دندو بوخت دي.
ولسواک کیڼ ګوند، ولسواک ګوند، د عدالت او پرمختګ ګوند، د خلکو جمهوریت غوښتونکی ګوند او داسې نور د ترکيې مهم سياسي ګوندونه دي.
ترکیه د ازاد بازار یو فعال اقتصادي سیسټم لري. د ترکیې ۲۵ سلنه خلک اوس هم په دودیزه کرنه بوخت دي او ځان ته معیشت برابروي. سره له دې چې د بنسټیزو صنایعو، بانکونو، ترانسپورت او مخابراتو په برخو کې ډېر غټ شرکتونه اوس هم په دولت پورې اړه لري خو بیا هم دولت هڅه کوي چې د اقتصاد په بېلا بېلو سکټورونو کې دولتي پانګونه، بوختیا او مسوولیت خصوصي سکټور ته ولېږدوي او د هېواد د منځنۍ طبقې سلنه ورځ په ورځ پیاوړې او لوړه کړي.
د ټوکرانو او جامو تولید د ترکیې د ټولو صنعتي کارګرانو ۳۳ سلنه برخه جوړوي. دا تولیدات په نړیوالو مارکېټونو کې له سختې سیالۍ سره مخامخ دي. د ونډو هغه سیستم چې په نړۍ کې د ټوکرانو او جامو سوداګري تنظیموي د ترکیې د تولیداتو لپاره ډېر محدودیتونه جوړ کړي دي. ترکانو له همدې امله هڅه کړې چې خپل صنعتي تولیدات نورو برخو ته هم وغځوي او په ټوکرانو او جامو خپله اتکا کمه کړي. دې هڅو سمه نتیجه ورکړه او د نقلیه وسایطو، ساختماني ماشینونو او برېښنایي وسایلو تولید د ترکيې د صنعتي تولیداتو او صادراتو په سلنه کې مثبت بدلونونه راوستل.
ترکیې له پخوا هیله درلوده چې د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي. اروپایې ټولنې د دغه امتیاز ورکولو لپاره ترکیې ته د ډېرو سیاسي اقتصادي او حقوقي اصلاحاتو یو اوږد لېست وړاندې کړی دی چې د ټولو عملي کول ستونزمن ښکاري.
د ترکيې د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت ۱.۱۷ ټرېلیونو ډالرو ته رسېږي. دغه ارزښت کال تر بله ۳،۸ سلنه وده کوي.
د ناخالص کورني تولید په سکټوري جوړښت کې يې کرنه ۱۰ سلنه، صنعت ۲۷ سلنه او خدمات ۶۳ سلنه ونډه لري.
د کار ځواک یې ۲۷ ميلیونو کسانو ته رسېږي چې له دې ډلې نهه سلنه وزګار دي او ۱۵ سلنه کورنۍ يې بيا د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
په ترکيه کې د سړي سر کلني عايد کچه ۱۱۰۱۴ ډالره ده.
د دغه هېواد د کلنيو عوايدو اندازه ۱۹۰ ميلياردو ډالرو او لګښتونه يې ۲۰۷ ميلياردو ډالرو ته رسيږي.
ترکيه د اوسپنې او پولادو، ډبرو سکرو، مسو او تېلو غني زېرمې لري.
د دغه هېواد ۲۷ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده، ۲۰ سلنه ځمکه يې ځنګلونو، ۱۴ سلنه يې څړځایونو او پاتې نوره يې غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
د ترکيې ۲۶ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي. لرګي، تنباکو، غنم، اوربشې، جوار، حبوبات، جغندر، پنبه، کچالو، زیتون، لمرګلی، مېوې، سابه، لبنیات، هګۍ، غوښه او واښه د ترکیې د کرنې او مالدارۍ تر ټولو مهم محصولات دي.
د ترکيې لوی سوداګريز شريکان جرمني، ایټالیا، روسیه، فرانسه، ایران، چین او امریکا دي. پولي واحد يې ترکي لېره ده. مالي کلونه يې د عيسوي کلونو له پيل سره پيل کيږي او د عيسوي کلونو له ختمېدو سره پای ته رسېږي.
دغه هېواد د ۱۲۰۰۸ کيلو مترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ لري. پر دې سربېره يې په ترانسپورټي سيسټم کې ۱۳ ميليونه عرادې کوچني موټر، لارۍ، بسونه، ټانکرونه او نور نقليه وسايط هم فعاليت کوي.
ترکيه ۱۰۲ لويې، ۲۸۱ کارګو بېړۍ او ۹۸ هوايي ډګرونه لري.
ترکیه د نړۍ له شلو پرمختللو، هوسا او بسیا هېوادونو يو دی چې په تېرو څو کلونو کې یې ډېر پرمختک کړی او راتلونکې یې روښانه ښکاري.
د ترکیې ۹۵ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او تر منځنۍ یا لوړې کچې پورې زده کړې لري. په دغه هېواد کې زده کړې له ۶ کلنۍ تر ۱۳ کلنۍ پورې جبري بڼه لري.
ترکیه د اسلامي نړۍ ستر فرهنګي مرکز دی. د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) څپلۍ او امسا د استانبول په موزیم کې ساتل کیږي. د ترکیې ځينې جوماتونه په نړيواله کچه بې ساري دي چې هر کال په سلګونو زرو ننداره چيان د ځان پر لور ور کاږي.
د افغانستان او ترکيې اړیکې د اریایانو د مهاجرت کلونو ته رسېږي. ترکان د امو سیند له شا وخوا سیمو شمال او لوېدیځ لور ته تللي دي.
په ډېرو پخوانیو پېړیو کې افغانانو او ترکانو یو بل ته په درنه سترګه کتل او ډېرو افغاني پوهانو ترکیه خپل دويم کور ګاڼه.
په اتلسمه پېرۍ کې د عثماني واکمن سلطان مصطفی او افغان ټولواک احمدشاه ابدالي تر منځ دوستانه پیغامونه تبادله شوي دي، خو په رسمي توګه په انقره کې د افغانستان سفارت د کال ۱۹۲۱ د جون په ۲۱ مه پرانيستل شوی دی. په دې مراسمو کې مصطفی کمال اتاترک د خپلواک افغانستان بیرغ د مېلمنو او افغان سفیر سلطان احمد خان په مخکې ورپاوه او لږ وروسته ترکي سفارت هم په کابل کې پرانيستل شو.
پاتې دې نه وي چې دواړو هېوادونو د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې ساتلې او یو له بل سره یې مرستې او همکارۍ کړې دي.
له افغانستان څخه تر ترکیې پورې د هوا له لارې فاصله ۲۹۴۱ کيلو مترو ته رسيږي. د کابل او انقرې تر منځ د وخت توپير يو نيم ساعت ته رسيږي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(1 رایه)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.