سویس

20 ليندی 1396 حشمت الله نوري

د سويس رسمي نوم د سويس کنفدراسيون دی چې د اروپا په لویدیځه برخه کې د ختیځ طوال بلد له ۶ تر ۱۰ درجو او د شمالي عرض البلد له ۴۶ تر ۴۸ درجو په منځ کې پروت دی.
پراخوالی یې ۱۵۸۷۶ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۳۶ لوی هېواد ګڼل کيږي.
د سويس شمال ته جرمني او فرانسه، جنوب او جنوب ختیځ ته یې ایټالیا، ختیځ ته یې اتریش او لویديځ ته یې فرانسه موقعيت لري.
د سویس هوا د سمندر له سطحې د جګوالي او له اوبو څخه د لرې والي په سبب سړه او ژر ژر بدلېدونکې ده. د دغه هېواد د هغو سیمو هوا چې د غرونو په لمنو کې پرتې دې ښه او په زړه پورې ده. په عمومي توګه د سویس هوا وچه ده خو د شمال لویدیځو سیمو هوا يې بيا د سمندري بادونو له امله معتدله او د جنوبي سیمو هوا یې مدیترانه یې ده.
د سويس پلازمېنه د برن ښار دی. دغه هېواد څه باندې اته ميليونه وګړي لري او په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۱۹۶ کسان ژوند کوي. د ټولو وګړو ۷۴ سلنه برخه يې په ښاري او ۲۶ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي.
د سويس ۶۵ سلنه اوسيدونکي له اره سپين جرمنيان، ۱۸ سلنه يې فرانسويان، ۱۰ سلنه يې ايټالويان او پاتې يې د مختلفو نژادونو درلودونکي دي.
له مذهبي پلوه د دغه هېواد ۳۸ سلنه خلک کاتوليکان، ۲۶ سلنه يې پروتستانت، ۶ سلنه يې ارتودوکس، ۶ سلنه یې مسلمانان او پاتې يې بې عقيدي دي.
د سويس ۶۵ سلنه خلک په جرمني، ۲۲ سلنه يې په فرانسوي او پاتې يې د ايټالوي په شمول په مختلفو نورو ژبو خبرې کوي. ليکبڼه يې لاتيني ده.
دغه هېواد له ۲۶ اداري واحدونو رامنځته شوی دی، مهم او لوی ښارونه يې له زوريخ، جنيوا، باسل، لوزان او سټ کالن څخه عبارت دي.
د سويس د حکومت بڼه فدرالي جمهوري ده. د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون په ۱۸۷۴ زېږديز کال کې جوړ شوی چې په ۱۸۷۴، ۱۹۹۹، ۲۰۰۰ او ۲۰۱۲ کلونو کې پکې ځينې تعديلونه او اصلاحات راوستل شوي دي.
په سويس کې هر کال د ولسمشرۍ ټاکنې کيږي. په دغه هېواد کې ولسمشر او د هغه مرستیال د فدرالي ملي شورا د غړو له منځه د یو کال لپاره ټاکل کیږي.
د سویس فدرالي شورا یا د وزیرانو کابینه هم د فدرالي ملي شورا له خوا د ولسمشر په څېر ټاکل کيږي، يوازې په دومره توپير چې د کابينې د غړو کاري موده څلور کلنه ده.
د سویس فدرالي ملي شورا دوې جرګې لري: لومړۍ دولتي شورا چې ۴۶ غړي لري او د دغه هېواد ۲۰ اداري برخې پکې دوه - دوه استازي او پاتې ۶ اداري واحدونه بيا پکې يوازې يو – يو استازی لري. د دې شورا د غړو کاري موده څلور کاله ده.
دويمه بيا د سويس ملي شورا ده چې ۲۰۰ غړي لري او ټول غړي يې د خلکو له خوا د نفوس په تناسب د څلورو کلونو لپاره ټاکل کيږي.
په سویس کې رايه ورکول د عمومي حق په توګه په رسميت پېژندل شوی خو د رايې ورکولو لپاره د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړول شرط دی.
د سویس حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی.
فدرالي ستره محکمه چې یو مشر، ۳۸ قاضیان او په پنځو برخو کې ۳۱ څانګې لري، د سويس تر ټولو ستر قضایي ارګان دی.
د دې محکمې قاضیان د فدرالي ملي شورا له خوا د ګوندونو له غړو د سیمو او ژبو په پام کې نیولو سره د شپږ کلنو کاري دورو لپاره ټاکل کیږي.
زرغون لېبرال ګوند، د خلکو مسیحي ولسواک ګوند، راډیکال ولسواک ګوند او ټولنپال ولسواک ګوند د سويس مخکښ سياسي ګوندونه دي.
سویس د ازاد بازار داسې پرمختللی او ماډرن اقتصادي سيسټم لري چې په ټوله اروپا کې ساری نه لري. په سویس کې د وزګارتیا کچه ايله درې سلنه ده. دغه هېواد نږدې پنځه ميليونه کاري بشري ځواک لري چې ټول يې په لوړو زده کړو سمبال دي.
په سويس کې د خدماتو سکټور خورا وده کړې ده، د تمویلي او بانکي خدماتو خوندیتوب په لوړه کچه دی او صنعتي تولیدات يې هم له ښه کيفيت څخه برخمن دي. د سویس سمو اقتصادی او سیاسي تګلارو، بېساري بنسټیزو جوړښتونو، اداري او حقوقي اسانتیاوو، ښه ترانسپورټي سيسټم، ښو بانکي خدماتو او لږو مالیاتو ګڼ شمېر پانګه وال دې ته هڅولي چې په دغه هېواد کې لويې پانګونې وکړي.
سویس په تېرو ۲۰ کلونو کې هڅه کړې چې خپلې اقتصادي تګلارې د اروپايي ټولنې له معيارونو سره برابرې وساتي، خو د خپلې سوداګرۍ لپاره یې ځینې څارندويه اجراءات خوندي ساتلي دي.
د سویس دولت او خصوصي سکتور دواړه هڅه کوي چې د اروپا له نورو هېوادونو سره په ګډه د تولیداتو رقابتي دریځ دومره پیاوړی وساتي چې په نړۍ کې نوي بازارونه ومومي او صادرات يې کال تر بله ډېر شي. د سویس ۵۰ سلنه صنعتي تولیدات د يورو زون هېوادونو ته صادريږي.
د دغه هېواد د ناخالص کورني توليد کلنی ارزښت ۳۷۵ ميلياردو ډالرو ته رسيږي چې دغه ارزښت کال تر بله دوه سلنه لوړيږي.
په سويس کې د سړي سر کلني عايد کچه ۷۸۲۴۵ ډالره ده. د ناخالص کورني توليد په سکټوري جوړښت کې يې دوه سلنه ونډه د کرنې، ۲۷ سلنه د صنعت او پاتې يې د خدمتونو ده.
د سويس د حکومتي عوايدو کلنۍ کچه ۲۱۸ ميليارده ډالره ده، په داسې حال کې چې لګښتونه يې بيا يوازې ۲۰۸ ميليارده ډالره دي.
اوبيزه برېښنا، برېښنایي توکي، د ټوکرانو او جاکټونو د اوبدلو ماشینونه، د اورګاډو او اوسپنې د پټليو پرزه جات، کیمیاوي توکي، خوراکي مواد، درمل، سپکې او درنې وسلې د سويس مهم صنعتي توليدات دي.
د دغه هېواد نهه سلنه ځکمه د کرکيلې وړ ده، ۲۹ سلنه يې څړځایونو، ۳۲ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره يې بيا غرونو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
د سویس درې سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد يو سلنه ناخالص کورنی تولید يې له همدي سکټور څخه لاس ته ورځې.
لرګي، تنباکو، غنم، اوربشې، واښه، کچالو، مېوې، سابه، لبنیات، غوښه او هګۍ د سویس د کرنې او څارویو تر ټولو مهم محصولات ګڼل کیږي.
سویس د ښکلي غرني جوړښت او زرغون طبيعت په درلودلو سره په نړۍ کې وتلی نوم لري. شنو ځنګلونو، له اوبو ډکو سیندونو، شنو درو، تاریخي لرغونتیا، تاریخي ودانيو، هوټلونو، تفریح ځایونو او ګڼو نورو مواردو سويس د سيلانيانو پر مهم مرکز بدل کړی دی. هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په سلګونو زرو سيلانيان سويس ته ورځي چې له کبله يې د دغه هېواد د ناخالص کورني توليد کچه د پام وړ لوړه شوې ده.
په سویس کې سیلانیانو ته د وړاندې کېدونکو خدمتونو ارزښت دومره لوړ دی چې د هوټلونو پرسونل يې په منظم ډول په ښوونځيو او پوهنتونونو کې روزل کيږي.
سويس، که څه هم د کاني زېرمو له پلوه ډېر بډای هېواد نه دی خو له دې سره سره هم د اوسپنې او مالګې غني کانونه لري.
د دغه هېواد د صادراتو کلنی ارزښت ۲۳۰ ميلياردو ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې بيا ۲۰۰ ميليارده ډالره دی.
جرمني، د امریکا متحد ايالتونه، ایټالیا، فرانسه، اتریش، برېټانیا او چين د سويس مهم سوداګريز شريکان دی. د دغه هېواد پولي واحد سويسي فرانک دی، مالي کلونه يې له عيسوي کال سره برابر دي، د ۴۸۷۶ کيلومترو مربعو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۲۸ کارګو بېړۍ او ۶۳ هوايي ډګرونه لري. پر دې ټولو سربېره د سويس په ترانسپورټي سيسټم کې پنځه ميليونه کوچني موټر، لارۍ، بسونه او نور نقليه وسایط هم فعاليت کوي.
د سویس د رسنیو عامه شرکت اووه سراسري ټلوېزيوني او ۱۸ راډیويي چينلونه لري. پر دې سربېره په دغه هېواد کې ۳۰ خصوصي راډيو ټلوېزيونونه هم فعاليت کوي. په سويس کې ۸۵ ورځپاڼې او ۱۶۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ مجلې هم خپرېږي.
سویس د نړۍ په کچه خورا خوندي او هوسا هېواد دی. په دغه هېواد کې له ۶ تر ۱۴ کلنۍ پورې زده کړې جبرې دي. د سويس ۹۹ سلنه هغه خلک چې عمرونه يې له ۱۵ کلونو پورته دي لوړې زده کړې لري.
په ۱۹۲۸ زېږديز کال کې اعلیحضرت غازي امان الله خان سویس ته په لنډ سفر لاړ چې د هغه هېواد د ولسمشر او خلکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. په دې سفر کې د افغانستان او سويس تر منځ د سیاسي اړیکو او دوستۍ تړون لاسلیک شو.
د دې تړون تر لاسليکېدو وروسته که څه هم په افغانستان کې د غازي امان الله خان واکمني ختمه شوه خو د افغانستان او سويس اړيکې د اوږدې مودې لپاره تودې وې. سويس د تاريخ په اوږدو کې په مختلفو برخو کې د افغانستان لاسنيوی کړی دی.
له افغانستانه تر سویس پورې د هوا له لارې ۵۱۲۰ کيلومتره واټن پروت دی. د کابل او برن تر منځ د وخت توپير هم دوه نيمو ساعتونو ته رسېږي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.