سلوینیا

04 مرغومی 1396 حشمت الله نوري

د سلوينيا رسمي نوم د سلوینیا جمهوریت دی چې پخوا د سلوينيا د سوسيالېستي جمهوريت په نوم يادېده.
دغه هېواد د اروپا په جنوبي برخه کې د اتريش او کروشیا تر منځ د شمالي عرض البلد د ۴۷ او ۴۵ او د ختیځ طول البلد د ۱۷ او ۲۰ درجو په منځ کې موقعيت لري.
پراخوالی يې ۷۷۹۷ میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۵۵ مه درجه لوی هېواد ګڼل کيږي.
د سلوينيا شمال ته اتریش، شمال ختیځ ته یي هنګري، جنوب او ختیځ ته یې کروشیا او لویديځ ته یې اېټالیا موقعيت لري.
د سلوینیا هوا په عمومي توګه مدیترانه یي او معتدله ده. په دغه هېواد کې د دوبي پرمهال د تودوخې کچه د سانتيګراد ۲۱ درجو ته او په ژمي کې بيا صفر درجې ته رسيږي.
د سلوینیا د لویدیځو برخو هوا له ادریاتیک سمندرګي سره د ګاونډیتوب له امله لنده ده او ډېر اورښت لري.
د دغه هېواد پلازمېنه لوبلیانا ښار دی. نفوس يې ټولټال ۲،۶ ميليونو ته رسيږي. په هر کيلومتر مربع سيمه کې يې ۹۹ تنه ژوند کوي. ۴۹ سلنه اوسيدونکي يې په ښاري او پاتې ۵۱ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې مېشت دي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه د ۷۷ او ۸۱ کلونو تر منځ ده.
د سلوينيا ۸۳ سلنه اوسېدونکي سلوانيان او پاتې نور يې بيا بلجيميان، چکيان، ډنمارکيان، مجار او هالنډيان دي.
د ټولو اوسېدونکو ۵۷ سلنه يې له مذهبي پلوه کاتوليکان، ۳ سلنه يې ارتودوکس او پاتې يې مسلمانان او د مختلفو نورو دينونو پيروان دي.
د دغه هېواد لويه برخه يا ۹۱ سلنه خلک په سلواني، ۹ سلنه یې په صربي، کروشيايي او اېټالوي ژبو خبرې کوي. په سلوينيا کې پر سلواني ژبې سربېره مجاري او اېټالوي ژبې هم رسمي دي.
سلوینیا ۲۰۰ ښاروالۍ او ۱۱ کليوالي اداري واحدونه لري.
مهم ښارونه يي ماریبور، سیلج، کرانج، کاپور، نووامستو او کامنک نوميږي.
د دغه هېواد د حکومت بڼه پارلماني ولسواکي ده. د سلوینیا اساسي قانون وړاندې له دې چې دغه هېواد خپلواکي تر لاسه کړي، په ۱۹۷۴ زېږديز کال کې برابر شوي و چې د ۱۹۹۱ کال د ډسمبر په ۲۳ مه له لږ تعدیلاتو وروسته نافذ شو. د سلوينيا پر اساسي قانون تر دې مهاله څو ځله بيا کتنه شوې ده.
د سلوینیا ولسمشر د پنځو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کیږي او دوې دورې ولسمشري کولای شي.
لومړی وزير يې بيا د هغه ګوند يا د ګوندونو د ايتلاف مشر وي چې د سلوينيا په ولسي جرګه کې يې ډېرې څوکۍ ګټلې وي.
د سلوینیا کابینه ۱۶ وزیران لري چې د لومړي وزیر په وړانديز د ولسي جرګې له لوري ټاکل کيږي.
د سلوینیا پارلمان دوې جرګې لري:
لومړۍ يې ولسي جرګه چې ۹۰ غړي لري، ۸۸ يې د خلکو له خوا، دوه د اېټالوي او مجاري لږه‎کیو له خوا د څلورو کلونو لپاره ټاکل کيږي.
دويمه، ملي شورا چې ۴۰ غړي لري چې د صنعکارانو، دولتي کارکوونکو، بزګرانو، پانګه والو او متخصصینو له لوري ټاکل کيږي او پنځه کاله کار کوي. په سلوینیا کې د رایې ورکولو حق عمومي دی خو په دې شرط چې رايه ورکوونکي بايد د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړ کړي. کارګر تنکي ځوانان په ۱۶ کلنۍ کې هم رايه ورکولی شي.
د سلوینیا حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې یو مشر او ۳۷ قاضیان لري. د سترې محکمې تشکيل يې په اوو څانګو وېشل شوی دی.
د دې محکمې مشر، مرستیال او قاضیان د قضائیه شورا په غوښتنه د سلوینیا د ولسي جرګې له خوا ټاکل کیږي.
سلوينيا کې د سترې محکمې تر څنګ د اساسي قانون محکمه او ګڼې ځانګړې محکمې شته چې د کار ډول او د صلاحيت سيمې يې سره توپير لري.
د سلوینیا د متقاعدینو ولسواک ګوند، د سلوینیا د خلکو ګوند او د نوې سلوینیا ولسواک ګوند د سلوينيا مخکښ سياسي ګوندونه دي.
دغه هېواد د ۱۹۹۱ کال د جون په ۲۵ مه له پخوانۍ یوګوسلاویا څخه خپلواکي اخيستې چې همدا ورځ پکې اوسمهال د ملي رخصتۍ په توګه نمانځل کيږي.
په سلوینیا کې د صنایعو تاریخچه د ۱۸ مې پېړۍ لومړنیو کلونو ته رسيږي.
د ۱۹ مې پېړۍ په دويمه نیمایي کې سلوینیا د اوسپنې او پولادو لويې کارخانې او د کوچنيو ماشینونو د جوړولو صنعت درلود. د لومړنیو او دويمو نړیوالو جګړو له امله د سلوینیا اقتصادي جوړښتونو ته درانده زیانونه واوښتل او د سیمې خلک له راز راز کړاوونو سره مخامخ شول. له هغه وروسته د سلوینیا اقتصاد د یوګوسلاویا د فدرالي جهموریت له اقتصاد سره ګډ شو او د رهبري کېدونکي اقتصاد اساسات پکې تطبیق شول.
کله چې په ۱۹۹۱ کال کې د یوګوسلاویا جمهوریت ړنګ شو او څو خپلواک دولتونه رامنځته شول، د سلوینیا دولت هم د نورو هېوادونو په څېر له اقتصادي ستونزو مخامخ شو خو حکومت يې له درایت څخه کار واخيست او په ستونزو ورو ورو لاسبری شو.
اوس اوس سلوینیا د بریالیو اقتصادي بنسټونو، تکړه او فني کارګرانو او ښه جغرافیایي اقتصادي موقعیت د درلودلو له امله په منځنۍ اروپا کې تر ټولو ډېر د سړي سر کلنی عايد لري.
سلوینیا په ۲۰۰۴ کال کې د اروپایي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ او د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ په لومړۍ یې یورو د خپل پولي واحد په توګه چلښت ته وړاندې کړه.
سلوینیا د منځنۍ او سوېل ختیځې اروپا لومړنی هېواد دی چې په تېرو پنځلسو کلونو کې یې له یوه اقتصادي نظام څخه بل نظام ته د لېږد اوږده لاره په بریاليتوب سره ووهله. د ۲۰۰۴ کال په مارچ میاشت کې سلوینیا هغه دریځ ته ورسېد چې نور نو پوروړی هېواد نه و او په نړیوال بانک کې یې زېرمه جوړه کړه.
د سلوینیا حکومت ډېره هڅه کوي چې د پخوا په شان خپله بودجه متعادله وساتي، کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته ډېرې قانوني او اداري اسانتیاوې رامنځته کړي.
د دغه هېواد د ناخالص کورني توليد کچه ۵۸ ميليارده ډالره ده چې هر کال يو سلنه وده کوي.
د سړي سر کلني عاید کچه يي ۲۱۰۶۱ ډالرو ته رسيږي.
د ناخالص کورني تولید په سکتوري جوړښت کې يې ۳ سلنه ونډه د کرنې، ۲۸ سلنه د صنعت او پاتې نوره بيا د عامه خدمتونو ده.
د سلوينيا د کار ځواک یو ميلیون تنو ته رسيږي چې يوازې ۱۰ سلنه يې وزګار دي او دوه سلنه کورنۍ يې بيا د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
د دغه هېواد کلنۍ بودجه ۲۰ ميليارده ډالره ده خو لګښتونه يې بيا ۲‍۱ ميلياردو ډالرو ته رسيږي.
اوسپنه، پولاد او نور رنګه فلزات، المونیمي تختې، جست، ټوکران، وړین تار، برېښنایي وسايل، کمکي موټر او د موټرو پرزه جات، د برېښنا د تولید توربینونه، لرګي او لرګین توکي، کیمیاوي مواد، د کان کيندنې وسایل او سپکې وسلې د سلوينيا مهم صنعتي توليدات دي.
د دغه هېواد ۹ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. ۱۳ سلنه خاوره يې څړځایونو، ۵۴ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره يې بيا غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالي سیمو نیولې ده.
د سلوینیا ۳ سلنه خلک په کرکيله بوخت دي. لرګي، اوربشې، تنباکو، جوار، غنم، کچالو، ګني، چغندر، لوبیا، واښه، سابه، مېوې، غوښه، لبنیات او هګۍ د سلوینیا د کرنې او څارویو د سکټور مهم محصولات دي.
په سلوینیا کې د ګرځندوی صنعت هم ښه وده کړې ده. د سکي لپاره په واورو پټ دنګ غرونه، ښايسته غرني استوګنځي، د روغتیايي اوبو ډنډونه او د ادریاتیک سمندرګي لمرين سواحل هغه جاذبې دي چې ډېر بهرني سیلانیان دغه هېواد ته ور کاږي. په سلوینیا کې ۱۳۳ پنځه ستوريز هوټلونه فعال دي چې هر کال نږدې ۱.۵ ميلیونه سیلانیان نږدې ۱.۲ ميليارده ډالره پکې لګوي.
د دغه هېواد د صادراتو کلنی ارزښت ۳۰ ميليارده ډالره دی په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې بيا ۲۹ ميلياردو ډالرو ته رسيږي.
جرمني، ايټالیا، اتریش، کروشیا، فرانسه او روسیه د سلوينيا لوی او مهم سوداګريز شريکان دي.
په دغه هېواد کې مالي کلونه له ميلادي کلونو سره يو ځای پيل کيږي او له ميلادي کلونو سره يو ځای پای ته رسيږي.
دغه هېواد د ۱۲۲۸ کيلو مترو په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ، ۱۶ هوايي ډګرونه، ۱،۲ ميليونه کوچني موټر، لارۍ، بسونه او نور نقليه وسايط لري.
د دغه هېواد عامه راډیو ټلویزیون ۳۵ سراسري، سیمه ییز او سوداګریز ټلویزیونونه، درې سراسري او څلور سیمه ییزې راډیوګانې لري.
سلوینیا د نړۍ کوچنی خو پرمختللی هېواد دی. د سولې او پرمختګ انستيتیوت د سروې له مخې دغه هېواد تر ډنمارک، ناروې او سنګاپور وروسته د نړۍ تر ټولو امن او ارام هېواد دی.
د سلوینیا له ۱۵ کلونو څخه پورته ۹۹.۸ سلنه خلک په لیک او لوست پوهیږي او منځنۍ یا لوړې زده کړې لري.
په دغه هېواد کې له ۶ کلنو تر ۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته زده کړې وړيا او اجباري دي.
سره له دې چې په سلوینیا کې د فرهنګي او تعلیمي چارو د ښه پرمختګ لپاره ګڼ شمېر ټولنې کار کوي خو دغه چارې تر ډېره دولت پر مخ بیايي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کتاب کې د سلوینیا پېژندګلوي نشته او داسې ښکاري چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې نه وې او نه شته.
له کابل څخه تر سلوینیا پورې د هوا له لارې ۴۶۰۷ کيلو متره واټن پروت دی.
د دواړو هېوادونو تر منځ د وخت توپير دوه نيم ساعته دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.