ارجنټاین

11 مرغومی 1396 حشمت الله نوري

د ارجنټاين رسمي نوم د ارجنټاين جمهوريت دی چې د جنوبي امریکا په جنوبي برخه کې د جنوبي اتلس سمندر په غاړه د چیلي او یوروګوای په ګاونډ کې د جنوبي عرض البلد د ۵۵.۲۴ درجو او د لویدیځ طول البلد د ۷۳.۵۳ درجو په منځ کې موقعیت لري.
د ارجنټاين پراخوالی (۱۰۶۹۳۸۵) میله مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ اتم لوی هېواد ګڼل کيږي. خو د امريکا په لويه وچه کې بيا د پراخوالي له پلوه تر متحدو ايالتونو، کاناډا او برازيل وروسته بل سيال نه لري.
د دغه هېواد شمال ته پاراګوای او برازيل، ختيځ ته يې هم برازيل، جنوب ته يې اتلس سمندر او لويديځ ته يې بيا د چيلي هېواد موقعيت لري.
د ارجنټاين هوا په شمال کې استوا کرښې او په جنوب کې قطب ته د نږدېوالي له کبله ډېر توپیر لري. په عمومي توګه جنوري مياشت په ارجنټاين کې د کال تر ټولو توده مياشت وي، په داسې حال کې چې په جون او جولای مياشتو کې بيا د تودوخې کچه په بې ساري ډول را ټيټېږي.
د ارجنټاين پلازمېنه د بونېس ايرس ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر ۴۳،۸ ميليونو تنو ته رسيږي. په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۱۵۴ تنه ژوند کوي. د ټول نفوس ۹۲ سلنه يې په ښاري او پاتې اته سلنه يې بيا په کليوالو سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځني ډول ۷۸ کاله ده.
د ارجنټاين لویه برخه وګړي د سپين نژاد درلودونکي دي په داسې حال کې چې يوازې درې سلنه خلک يې بيا د نورو نژادونو خاوندان دي.
د دغه هېواد ۹۲ سلنه خلک له مذهبي پلوه رومن کاتوليکان او پاتې نور يې بيا بې عقيدې دي.
د ارجنټاين رسمي ژبه هسپانوي ده، خو يوه برخه خلک يې په انګليسي، جرمني او فرانسوي ژبو هم خبرې کوي.
ليک يې لاتين دی.
دغه هېواد ۲۳ ولایتونه او یو کورواکه ښار لري.
مندوزا، روزاریو، کوردوبا، نیوکن، سالټا، سانتافي او ماردل پلاټا يې د لويو ښارونو نومونه دي.
د ارجنټاين د حکومت بڼه جمهوري ده. په دغه هېواد کې لومړنی اساسي قانون د ۱۸۵۳ کال د مې په لومړۍ نېټه نافذ شوی دی.
دا قانون د امریکا متحدو ایالتونو اساسي قانون ته ورته دی او پر بنسټ يې دولتي واک په دریو (اجرائیه، مقننه او قضائیه) برخو وېشل شوی دی. د ارجنټاین پر دغه اساسي قانون د ۱۹۹۴ کال په اګسټ مياشت کې بيا کتنه وشوه او ځينې مواد يې اصلاح يا تعديل شول.
د ارجنټاین ولسمشر د لومړي وزیر دنده هم په مخ بیايي. د دغه هېواد ولسمشر او د هغه مرستیال په یو وخت کې د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي او دوې دورې کار کولای شي. د ارجنټاین ولسمشر د ټولو پوځونو اعلی قوماندان دی، د کابینې وزیران ټاکي، د هېواد د بهرني سیاست ممثل دی، په بهر کې سیاسي استازي ټاکي، د نورو هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه مني، له هغوی سره تړونونه لاسلیکوي او یا د وزیرانو له لوري لاسلیک شوي تړونونه توشېح کوي.
د ارجنټاين پارلمان دوې جرګې لري: لومړۍ د مشرانو جرګه چې ۷۲ غړي لري او ټول د خلکو په خوښه د شپږو کلونو لپاره ټاکل کیږي. د ارجنټاين د مشرانو جرګې درېيمه برخه غړي، هر دوه کاله وروسته د ټاکنو په پايله کې بدليږي. دويمه ولسي جرګه چې ۳۵۷ غړي لري او د خلکو له لوري د څلور کلنې کاري دورې لپاره ټاکل کيږي. د ارجنټاين د ولسي جرګې نيمايي غړي هر دوه کاله وروسته بدليږي.
په ارجنټاين کې رایه ورکول د يو عمومي حق په توګه په رسميت پېژندل شوی خو له دې حق څخه د برخمن کېدو لپاره د ۱۸ کلنۍ عمر بشپړول اړين بلل شوي دي.
د ارجنټاين حقوقي نظام پر هغو قوانینو ولاړ دی چې د امریکا د متحدو ایالتونو او لویدیځې اروپا د قوانینو له مخې جوړ شوي دي. ستره محمکه د ارجنټاين تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې یو مشر، مرستیال او اووه قاضیان یې د نهو کلونو لپاره د ولسمشر په وړاندیز د مشرانو جرګې له خوا ټاکل کیږي. په ارجنټاين کې محکمې په دوو برخو وېشل شوې دي: جزایي او حقوقي.
ارجنټاين په ټولو ولایتونو کې د جزایي او حقوقي محکمو ستر جال لري چې د خلکو، دولت او شرکتونو لانجې هواروي.
د پراخ پرمختګ جبهه، مدني ائتلاف، راډیکاله مدني ټولنه، د عدالت خوښوونکو ګوند او سوسیالېست ګوند د ارجنټاين مخکښ سياسي ګوندونه دي.
ارجنټاين ډېر مسلکي او په کار پوه کارکوونکي، پرېمانه طبیعي شتمنۍ، صادراتي کرنیز سکټور او پرمختللي صنعتي تولیدات لري. ارجنټاين چې له سلو کلونو راهیسې د نړۍ له شتمنو هېوادونو څخه دی، د شلمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې له پرمختګ سره سره هر وخت اقتصادي ستونزې درلودې.
د ارجنټاين اقتصاد په ۱۹۹۸ کال کې د اوس په پرتله ۱۸ سلنه وړوکی و او ۶۰ سلنه خلکو يې د فقر تر سرې کرښې لاندې ژوند کاوه.
د ارجنټاين د مشرانو د ډېر زیار له امله، له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۸ کلونو پورې د دغه هېواد اقتصاد ښه شو او هر کال يې په منځني ډول اته سلنه وده وکړه. په دې موده کې سیاسي او اقتصادي ثبات پیاوړی شو، د پیزو بیه ښه شوه او انفلاسیون د پنځه سلنې په شاوخوا کې ټیټ وساتل شو. دې پرمختګونو د ارجنټاين پر دولت د پانګه والو باور پیاوړی کړ او پرمختګ ګړندی شو.
په ۲۰۱۱ کال کې دولت د اقتصادي سمون لپاره په مالیاتي تګلارو بيا کتنه وکړه په ۲۰۱۲ کال کې دولت پرېکړه وکړه چې مداخله وکړي او د اقتصاد د ښه کولو لپاره ګامونه واخلي. دولت د تېلو شرکت ملي کړ چې په هسپانویانو پورې یې اړه لرله. په وارداتو بندیزونه ولګېدل، بهر ته د اسعارو وړل محدود شول او مالي کنټرول پیاوړی شو.
ارجنټاين په ۲۰۱۴ کال کې په خپلو ټولو اقتصادي تګلارو نوې کتنه پیل کړه. د پیزو ارزښت يې ۲۰ سلنه ټیټ کړ او هڅه وشوه چې په خپلو مالي، تمویلي، بانکي او ګمرکي چارو کې داسې بدلونونه راولي چې د ارجنټاین او نړیوالو موسسو تر منځ همغږي پیاوړې کړي.
د ارجنټاين د ناخالص کورني تولید ارزښت ۷۹۰ ميليارده ډالره دی چې دا ارزښت کال تر بله درې سلنه وده کوي.
په دغه هېواد کې د سړي سر کلني عايد کچه ۱۲۴۲۵ امريکايي ډالره دی.
د ناخالص کورني توليد په سکټوري جوړښت کې يې ۱۰ سلنه ونډه د کرنې، ۳۰ سلنه يې د صنعت او پاتې ۶۰ سلنه ونډه بيا د خدمتونو ده.
ارجنټاين د کار ۱۸ ميليونه بشري ځواک لري چې له دې ډلې يوازې ۶ سلنه وزګار دي. خو له دې ټولو سره سره د دغه هېواد ۲۰ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
د ارجنټاين په بودجه کې ۱۳۰ ميليارده ډالره عوايد او ۱۵۰ ميليارده ډالره لګښتونه شامل دي.
د ارجنټاين صنایعو ته د تېرې پېړۍ په څلوېښتمو او پنځوسمو لسیزو کې ډېر کار شوی او د صنایعو اوسني بنسټونه په حقیقت کې همغه وخت اېښودل شوي دي.
اوس اوس د ارجنټاين د ډېرو صنعتي تولیداتو بیې د ورته وارداتي توکو په پرتله لوړې دي چې دا د دغه هېواد د صنایعو سکتور پر وړاندې مهم خنډ دی.
د ارجنټاين مهم صنعتي تولیدات له اوسپنې او پولادو، نقلیه وسایطو، د اورګاډي پټلو، حرارتي برېښنا، برېښنایي توکو، ټوکرانو، تنباکو او سګرېټو څخه عبارت دي.
د ارجنټاين ۱۴ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده، ۲۱ سلنه ځمکه يې څړځایونو، ۱۴ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره يې بيا بېدیاوو، غرونو، غونډیو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې سیمو نیولې ده. د ارجنټاين ۵ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد ۱۰ سلنه کورنی ناخالص تولید يې له همدې سکټور څخه لاس ته راځي. ارجنټاين په نړۍ کې د کرنیزو محصولاتو پنځم ستر صادروونکی هېواد دی چې کرنیز توکي يې د صادراتو ۵۵ سلنه برخه جوړوي.
د ارجنټاين د صادراتو کلنی ارزښت ۸۸ ميليارده ډالره او د وارداتو ارزښت يې بيا ۷۵ ميليارده ډالره دی.
برازیل، چيلي او د امریکا متحد ايالتونه د ارجنټاين لوی او مهم سوداګريز شريکان دي.
دغه هېواد د ۳۴۰۹۱ کيلو مترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ لري. پولي واحد يې ارجنټايني پيزو دی. مالي کلونه يې له عيسوي کلونو سره يو ځای پيل کيږي او له مالي کلونو سره يو ځای پای ته رسيږي.
په ارجنټاين کې ۱۴ ميليونه خلک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
د ارجنټاين د راډیو او ټلوېزیون شرکت درې سراسري او ۱۶ ولایتي شبکې او د رسنیو خصوصي برخه يې ۲۶ ټلوېزیونونه او ۲۲۰ راډیوګانې لري.
پر دې سربېره په ارجنټاين کې ۱۸۰ ورځپانې او ۳۵۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ هم چاپيږي.
د ارجنټاين ۹۸ سلنه خلک نارینه او ښځې په لیک او لوست پوهیږي او منځنۍ، مسلکي یا لوړې زده کړې لري. په دغه هېواد کې زده کړې له پنځه کلنۍ بيا تر ۱۷ کلنۍ پورې اجباري دي.
د ارجنټاين او افغانستان تر منځ لومړنۍ سیاسي اړیکې د دواړو په خوښه په ۱۹۶۰ کال کې د نا استوګنو سفارتونو په کچه پيل شوې، خو له ۱۹۸۹ کال څخه بيا تر اوسه د افغانستان او ارجنټاين تر منځ رسمي سياسي اړيکې نه دي ټينګې شوې.
د کابل او بونېس ایرس تر منځ د وخت توپیر ۷:۳۰ ساعته دي

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.