ايا سياسي شننې د هر چا کار دی؟

25 مرغومی 1396 لیکوال: لمر افغان

د رسنیو په ګرم بازار کې د شهرت تږي او بې مسوولیته خبرې کوونکي ښه پرېمانه شول. دلته چې تر ډېره دندې، بوختیاوې او مسوولیتونه د تخصص پر بنسټ نه، بلکې د شخصي سلیقې او خپلې خوښې له مخې وېشل کېږي، نو هر څه ګډوډ شوي دي. په تېره بیا د رسنیو په برخه کې دا مسئله ډېره را مخ ته کېږي. زموږ په ټولنه کې ژورنالېزم که څه هم اوږد تاریخ لري، خو اوسنی ګرم بازار یې بې مخینې دی. ژورنالېستان مو هم ځینې مسلکي دي او ځینې د خپلې خوښې او شوق له مخې د ژورنالېزم ډګر ته راوتي دي. خو تر دې خطرناکه خبر دا ده، چې په دې هېواد کې د سیاسي شننو او ګردیو مېزونو برخه خورا ګرمه ده.
هر څوک که وغواړي پر یوه مسئله په ټلوېزیونونو کې بحثونه کوي او هره بې مسوولیته څرګندونه یې چې زړه وغوښتل له خولې یې وباسي. دا خبره نه شو ردولی، چې ګواکي موږ دې له یو سره په کار پوه او مسلکي سیاستپوهان او سیاسي شنونکي نه لرو، موږ په دې برخه کې وړ او په کار پوه خلک لرو. خو د دوی د چوپتیا یا بوختیاوو له امله هر څوک د ټلوېزیون مخې ته راځي او پر یوه موضوع بحث کوي.
د بیان ازادي ده، هر څوک د نظر څرګندولو حق لري، خو دا بهیر هم اخر یوه کرښه لري. دا چې د خلکو اذهان خرابېږي، دوی ته اندېښنې ډېرېږي، یو شنونکی خپلې شخصي عقدې د کامرې مخې ته تشوي، دا خو د هېواد په زیان دي. حقایق باید وویل شي، حق خبره باید وشي، خو دا خبره باید د داسې چا له خولې را ووځي چې حق ته ژمن وي. شخصي عقده و نه لري، شخصي غوښتنې و نه لري، د پردیو د خولې خبره و نه کړي او د خپلې هرې څرګندونې په حق کې مسوول وي.
زه خپله یوه خاطره لیکم، همداسې یوه ورځ د سیاسي شنونکو په یوه مجلس کې ناست وم. هغه وخت کې یو سیاسي شنونکي، چې زده کړې یې د ترانسپورت په برخه کې کړې دي او بحث يې پر امنيتي مسايلو کاوه يوه خبره وکړه. د دغه کس نوم ځکه نه اخلم، چې اوس په حکومت کې دنده لري او هسې نه بېړۍ یې غرقه شي. شنونکي په لوی مجلس کې په ډېر جرئت ادعا وکړه، چې داعش د حکومت پروژه ده. سره له دې چې دا خبره سمه نه ده، خو هغه وخت یې ټول هک حیران کړل. د ټولو له خولو (وای) ووتل. له سیاسي شنونکي یې پوښتنه وکړه. پلانی صیب دا ته څه وایې؟! ده بیا هم په پوره ډاډ وویل، زه له خلکو سره ناسته ولاړه لرم، زه باور لرم، دا یوازې له افغانستانه د جنګیالیو د ايستلو پلان دی، دوی غواړي طالبان ورباندې ووېروي او د سیمې د هېوادونو مرستې ورباندې ټولې کړي. د ده څرګندونې عجيبې وې، خو خبره يې ټولو ومنله. په ډېری مجلسونو کې همدا خبره کېده. دا نو ۲۰۱۵ ز کال و. خو اوس همدا جناب په رسنیو کې داعش د سیمې د استخباراتو پروژه بولي او د هغه مجلس کسان ځکه څه نه ورته وايي چې ملګری دی پرېږده یې.
په ټوله کې د سیاسي شننو او بې مسوولیته څرګندونو په برخه کې نه یوازې چې رسنۍ بې پروايي کوي، حکومت هم بې پروا دی. خیر که حکومت بې پروا دی، هغه کس چې کله د مایک تر شا کېني باید دې ته پام وکړي، چې زه څه وایم. زما خبرې په یوه کور کې سوداګر اوري، چې میلیونونو ډالر یې په دې هېواد کې پانګونه کړې ده. زما څرګندونې هغه مور اورې، چې زوی یې په هلمند کې د هېواد لپاره جګړه کوي. زما څرګندونې هغه خور اورې، چې ورور یې له کوره په زده کړو پسې وتلی او مسافر دی. زما خبرې بالاخره هغه پلار اوري، چې تمه لري سبا بازار ته ولاړ شي او د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
اوس که موږ د خپلو شخصي عقدو د پرانیستلو او د خپلو شخصي غوښتنو د پوره کولو لپاره هر څه او هر ډول څرګندونې کوو، دا له دې ملت او هېواد سره ظلم دی. اوس که هر په سر کل او سترګو ړوند خپلې شخصي خبرې ولس ته کوي، نو دا ولس به هم په سترګو ړوند او غوږو کوڼ شي، تمه به یې پرې شي او د راتلونکې لپاره به هیله مندي نه وي ورسره.
د سیاسي شنونکو لپاره هېڅ ډول معیار دلته په پام کې نه دی نیول شوی. یو کس به په حکومت کې د ننه وي، خو بیا به هم په رسنیو کې د حکومت پر ضد څرګندونې کوي. د ملي ګټو ضد څرګندونو ته په رسنیو کې اجازه ورکول کېږي. داسې کسان چې په نظامي برخو کې فعاله دي، دندې لري او د قانون له مخې په سیاسي بحثونو کې د حضور اجازه نه لري، خو دوی بحثونه کوي. دلته باید د بحثونو او سیاسي شنونو اصلي هدف روښانه شي. مسلکي بحثونو ته دې مسلکي کسان را وبلل شي، د ښاریانو غږ اورېدلو ته ښاریان کولی شي، راشي او د کاري مداخلو او غیر مسوولانه څرګندونو مخه دې ونیول شي.
زما یو استاد و، ښوونځي کې یې بیالوژي تدریسوله، د کلي د وخت کیسه ده. خو اوس ټلوېزیونونو کې ناست دی او سیاسي بحثونه کوي. تکراري خبرې، داسې خبرې چې د هر چا له خولې مو اورېدلې دي، خو د ده له خولې یې بیا اورو نو هېڅ خوند نه کوي. دی چې کله په لویو مسایلو کې لاس و وهي، نو ما ته یې د بیالوژي تدریس را یاد شي. زړه کې و وایم، چې بیالوژي دې سمه تدریسولی نه شوه او سیاسي شننو کې ځان اپلاتون درته ښکاري.
دا موټی د خروار نمونه ده. په ډېری برخو کې دغه ډول غیر مسوولانه څرګندونې روانې دي. ډېری سیاسي شنونکي یوازې موقف ته د رسېدو لپاره هر څه وايي، خو د خلکو اندېښنو ته پام نه کوي. سبا دوی موقف ته ورسېږي، خوله پټه وساتي او ولس له یو عالم اندېښنو سره پرېږدي. همدا څو ورځې مخکې یو فوق العاده منفي سیاسي شنونکی د یوه وزارت سلاکار وټاکل شو او خپل ټول پخواني پوسټونه یې له ټولنیزو شبکو پاک کړل. ان هغه خلکو چې دی یې هغه وخت خپل همفکره باله اوس یې پلویتوب کوي او د دندې مبارکي ورکوي.
زه د یوه افغان په توګه له هغو خلکو نفرت لرم، چې غیر مسوولانه څرګندونې کوي او ما ته په دې هېواد کې د ژوند شېبې تریخوي.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.