کاسټاریکا

21 کب 1396 حشمت الله نوري

کاسټاریکا د امریکا په جنوبي برخه کې د لویدیځ طول البلد د ۸۳ او۸۶ او د شمال عرض البلد د ۸ او ۱۱ درجو په منځ کې موقعیت لري چې د پراخوالي له پلوه د نړۍ ۱۳۰م لوی هېواد دی. د کاسټاریکا شمال ته نیکاراګوا، جنوب ته یې ارام سمندر، ختيځ ته یې کارابین سمندرګی اولویديځ ته یې هم ارام سمندرګی موقعيت لري. د دغه هېواد هوا ګرمه او مرطوبه ده. کاسټاریکا د کال دوه موسمونه لري: لومړی یې وچ موسم دی چې په ډسمبر میاشت کې پیل کېږي او په اپرېل کې پای ته رسېږي. دويم موسم یې بیا باراني دی چې د مې میاشتې څخه پیل کېږي او د نومبر میاشتې تر وروستیو پورې دوام کوي. د دغه هېواد پلازمېنه د سان خوزه ښار دی، د وګړو شمېر یې پنځو ميلیونو تنو ته رسېږي چې په هر کیلو متر مربع خاوره کې يې ۹۵ تنه ژوند کوي. ۷۷ سلنه وګړي یې په ښارونو او پاتې ۲۳ سلنه یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي.
۸۳ سلنه وګړي یې سپین پوستي، ۲ سلنه یې تور پوستي او پاتې نور یې چینایان او د همدې سیمي پخواني اوسېدونکي دي. په همدې ډول د دغه هېواد ۷۶ سلنه وګړي کاتولیکان، ۱ سلنه یې پروتستانت او پاتې نور یې د مختلفو دينونو پيروان دي. دغه هېواد په ۷ لویو اداري واحدونو وېشل شوی دی. لوی ښارونه یې پورتولیمون، سان فرانسيسکو، لایبریا، پاراسیو، پونتارینوس، سان اسادرو او الاجیولا دي. د کاسټاریکا د حکومت بڼه ولسواک جمهوریت دی، لومړنی اساسي قانون یې په ۱۸۲۵ زېږدیز کال او وروستنی اساسي قانون یې د ۱۹۴۹ زېږدیز کال د نومبر په ۷ مه نافذ شوی چې څو ځلې تعدیلات هم پکې راغلي دي. د دغه هېواد د اساسي قانون د وروستي تعدیل له مخې کاسټاریکا داسې هېواد دی چې بېلابېلې نژادي ډلې پکې اوسي او د ټولو کلتور د درناوي وړ دی. د دغه هېواد ولسمشر او د هغه مرستیال په یوه وخت د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي، خو د کابینې وزیران د ولسمشر له لوري ټاکل کېږي. د یاد هېواد د قانون جوړولو جرګه ۵۷ غړي لري چې د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره غوره کېږي. په دې هېواد کې رایه ورکول عمومي او اجباري دي او د رایې ورکولو قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.
د کاسټاریکا حقوقي نظام د هسپانیې پر مدني قوانینو ولاړ دی. ستره محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان دی چې ۲۲ قاضیان یې په څلورو برخو؛ اساسي قانون، استېناف، تمیز، او ټاکنو کې د ۸ کلونو لپاره د قضایي جرګې له لوري ټاکل کېږي.
د خلکو د عمل ګوند، د کاسټاریکا د نوي کولو ګوند، د ملي ګډون ګوند، د ملي خپلواکۍ ګوند، وطنپال متحد ګوند او د بزګرانو ګوند یې له مشهورو ګوندونو څخه دي. کاسټاریکا د ۱۸۲۱ زېږدیز کال د سپټمبر په ۱۵ مه له هسپانیې څخه خپلواکي ترلاسه کړه. کاسټاریکا د ګڼو نړیوالو ټولنو د غړیتوب تر څنګ د ۱۹۴۵ زېږدیز کال د نومبر په دویمه د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړی دی.
د نړۍ له وروستي مالي بحران څخه مخکې کاسټاریکا په زړه پورې اقتصادي وده درلوده. په دغو کلونو کې په کاسټاریکا کې د ټولنیز امنیت بریالی نظام جوړ شو او سیاسي ثبات او د لوړو او مسلکي زده کړو د فارغینو شته والي ډېر بهرني پانګه وال په دغه هېواد کې پانګونې او کاروبار ته وهڅول.
په تېرو شلو کلونو کې په کاسټاریکا کې کورنۍ او بهرنۍ پانګونه ځکه لوړه شوه چې سیاسي ثبات یې پیاوړی، مسلکي مدیران او کارګران یې ډېر او د آزادې سوداګرۍ بازارونه پکې فعال شول. کاسټاریکا په جنوبي امریکا کې د بهرنۍ پانګونې له پلوه لومړی هېواد دی.
د اقتصاد د بنسټیزو جوړښتونو کموالی د برېښنا او تېلو لوړې بیې، اداري فساد، د دولت د بېلا بېلو دایرو تر منځ د همغږۍ نشتوالی، درانه بهرني پورونه، د کورنيو عوایدو کمښت او د بودجې کسر هغه ستونزې دي چې د پوهانو په باور کاسټاریکا به په راتلونکې کې ورسره لاس او ګرېوان وي. د کاسټاریکا ناخالص کورني تولیدات تر ۷۱ ميلياردو ډالرو پورې رسېږي چې د کورني ناخالص تولید وده یې هم په کلني ډول درې سلنه اټکل شوې ده. سړي سر کلني عواید یې هم په کال تر ۱۲۰۳۲ډالرو پورې رسېږي او د نړۍ د لومړۍ درجې عوایدو لرونکو هېوادونو په کتار کې راځي. د کاسټاریکا کاري بشري ځواک ۲.۲۶ ميلیونو تنو ته رسېږي چې له دې ډلې اته سلنه وزګار دي خو له ۲۰ تر ۲۵ سلنه کورنۍ يې بيا د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.
د لرګیو پرې کول، د خوراکي موادو پروسس، کیمیاوي سره، کرنیز درمل، پلاستیکي وسايل، ساختماني مواد، ټوکران، جامې، کاغذي کارټنونه، برېښنایي او مخابراتي وسایل، استهلاکي توکي او طبي سامان الات د دغه هېواد د صنعت لویه برخه جوړوي.
د کاسټاریکا یوازې ۱۲ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده، ۲۶ سلنه ځمکه يې څړځایونو، ۵۱ سلنه یې ځنګلونو او پاتې نوره یې غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
د کاسټاریکا کرنیز سیسټم ډېر پرمختللی دی، د کرنیزو ناروغیو درمل او ښه کیمیاوي سره جوړوي. په کاسټاریکا کې کرنیزې ځمکې په کوچنیو ټوټو وېشل شوې او په ټول هېواد کې خورې پرتې دي. ۱۴ سلنه وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چې د دغه هېواد د کورنیو ناخالصو تولیداتو ۶ سلنه برخه جوړوي.
لرګي، پنبه، تنباکو، حبوبات، جوار، وریجې، ګني، قهوه، کچالو، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد له مهمو پیداوارو څخه شمېرل کېږي.
اوسپنه، سره زر، سپین زر، تېل، ګوګړ او مس بيا هغه توکي دي چې کاسټاريکا يې غني زېرمې لري. د کاسټاریکا ټول صادرات تر ۱۲ ميلياردو ډالرو او واردات یې بیا تر ۱۸ ميلياردو ډالرو پورې رسېږي چې د صادراتو په پرتله یې د وارداتو کچه لوړه ده. لوی تجارتي شریکان یې د امریکا متحده ایالتونه، مکسیکو او چین دي.
د کاسټاریکا پولي واحد کاسټاریکا کولون دی، مالي کال یې عیسوي دی. د اورګاډي پټلۍ یې ۲۷۸ کیلو مترو ته رسېږي، ۱۶۱ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې یوازې ۴۷ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد ۲،۵ ميلیونه وګړي انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
کاسټاریکا د امریکا له کوچنیو خو هوسا او پرمختللو هېوادونو څخه دی او بشپړ سیاسي ثبات لري. ۹۸ سلنه خلک یې په لیک او لوست پوهېږي، زده کړې پکې له پنځه کلنۍ بيا تر ۱۴ کلنۍ پورې وړيا او اجباري دي.
ويل کېږي مخکې تر دې چې لومړني اروپایان د کاسټاریکا اوسنۍ خاورې ته ورسېږي، د بروکا وړوکی قوم هلته مېشت و. نامتو هسپانوي سمندري سیلاني کرسټېف کولمب د نړۍ نوې لویې وچې ته د خپل وروستني سفر په ترڅ کې د کاسټاریکا د اوسنۍ خاورې ساحلي څنډې او هغه بومي خلک ولیدل چې د سرو زرو ګوتې او غاړکۍ به یې درلودل، ځکه یې دا ځای د اروپایانو د کار او ژوند لپاره مناسب وباله. کولمب په دې سیمه د کاسټاریکا نوم کېښود. چې په دې شتمن ساحل کې هغه وخت کابو ۲۵۰۰۰ خلکو ژوند کاوه.
په ۱۵۲۲ زېږدیز کال کې د کېل په نوم بل اروپایي، شتمن بومي اوسېدونکي مسيحیت دین ته ور وبلل. د دوی شتمنۍ لکه سره او سپين زر يې ترې واخیستل او ځینې یې د مرېیانو په توګه پر سمندري سوداګرو وپلورل. ځینو بومي خلکو دا حالت تحمل کړ، خو ډېرو د خپلې استوګنې کلي پرېښودل او ځنګلونو ته ولاړل. په ۱۹۵۳ لمریز کال کې اروپایانو په کاسټاریکا کې خپل لومړني استوګنځي جوړ کړل، خو د سیمې د بومي اوسېدونکو مقاومت او سمندري غله هغه عوامل وو؛ چې اروپایان یې هلته په پاتې کېدو کې ټکني کړل. په ۱۹۶۳ زېږدیز کال کې اروپایانو په اوسنۍ کاسټاریکا کې منځنۍ لوړې ځمکې وټاکلې چې هوا یې سړه وه او ښه حاصل یې ورکاوه.
په ۱۸۲۳ زېږدیز کال کې کاسټاریکا له مکسیکو سره خپل یووالی لغوه او د منځنۍ امریکا متحد ولایتونه يې جوړ کړل. په ۱۸۳۸ زېږدیز کال کې دا فدراسیون هم ړنګ شو او کاسټاریکا جلا جمهوری دولت اعلان کړ.
له ۱۸۷۰ تر ۱۸۸۲ زېږدیز کال پورې جنرال توماس په کاسټاریکا واکمني وکړه، ده د کاسټاریکا د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېرې هڅې وکړې او د بورې جوړولو چارې یې ګړندۍ کړې. توماس په ۱۸۷۱ زېږدیز کال کې د کاسټاریکا نوی اساسي قانون تصویب کړ چې تر ۱۹۴۹ کال پورې نافذ و.
په ۲۰۰۳ کال کې د کاسټاریکا ښوونکو او د انرژۍ او مخابراتو د برخو کارکوونکو د دولت د هغه پلان پر ضد په پراخو لاریونونو لاس پورې کړ چې غوښتل یې دا برخې خصوصي سکټور ته په واک کې ورکړي.
په ۲۰۰۴ کال کې د چیلي درې ډیپلوماټان په کاسټاریکا کې ووژل شول په ۲۰۰۵ کې یو سمندري توپان د بېلېز، هندوراس، پانامې او کاسټاریکا ساحلي سیمو ته درانه زیانونه واړول.
له افغانستان څخه تر کاسټاریکا پورې د هوا له لارې فاصله ۱۴۳۱۳ کلیومترو ته رسيږي د کابل او سان خوزه زماني توپیر لس نيم ساعته دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په کتاب کې د کاسټاریکا پېژندګلوي نشته او دا هېوادونه هېڅ راز اړیکې نه لري.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.