مکسیکو

20 وری 1397 حشمت الله نوري

مکسیکو د شمالي امریکا په جنوب کې د شمالي عرض البلدونو د ۱۵ او ۳۱ درجو او د لويدیځو طول البلدونو د ۸۳ او ۱۱۹ درجو تر منځ موقعيت لري. د دغه هېواد پراخوالی ۷۵۵۵۹۲ کیلو متره مربع دی چې د پراخوالي له پلوه د نړۍ څوارلسم لوی هېواد دی. شمال ته یې د امریکا متحد ایالتونه، سوېل ته یې ارام سمندر، سوېل ختیځ ته یې ګواتیمالا، ختیځ ته یې د مکسیکو خلیج او د کارابین سمندرګی او لوېدیځ ته یې ارام سمندر او د کليفورنیا خلیج پروت دی. مکسیکو د ارام سمندر، مکسیکو خلیج او د کارابین سمندر د اوبو په منځ کې پروت دی، نو له همدې امله د مې او اګست د میاشتو تر منځ پکې تاوده بادونه له ختیځ څخه د لوېدیځ پر لور الوزي. همدا راز د مکسیکو د نیمایي خاورې هوا وچه ده او د دې سیمو دوبی تود، خو ژمی یې بیا سوړ وي. د مکسیکو د وګړو شمېر ۱۲۳ ميلیونو کسانو ته رسېږي او پلازمېنه یې د مکسیکو سیټي ښار دی. د نفوسو ګڼوالی يې په هر کیلو متر مربع کې ۶۲ کسانو ته رسېږي. ۸۰ سلنه وګړي یې په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۲۰ سلنه نور بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ یوازې د دوو ماشومانو د زيږولو اجازه لري. ۶۲ سلنه وګړي یې بومي سور پوستي، ۲۸ سلنه یې تورپوستي او پاتې نور یې بیا د نورو نژادونو څخه دي. ۸۲ سلنه وګړي یې پروتستانت، ۸ سلنه یې مسلمانان او پاتې نور یې د مسیحي او مختلفو ادیانو پیروان دي. لیکدود یې لاتین دی. د اداري وېش په اساس مکسیکو ۳۱ ولایتونه او یوه فدرالي ولسوالي لري. اتزاپالاپا، ګوادلاجارا، پیوبلا، ټیجوبا، سیواډ، جوراز، نیزو لېګویټل او ګوسټاومادیرو یې له لویو ښارونو څخه دي. د حکومت ډول یې فدرالي جمهوریت دی، همدارنګه د دغه هېواد نوی اساسي قانون د ۱۹۱۷ کال د فبرورۍ په پنځمه نافذ شوی او په ۱۹۹۸ او ۲۰۱۴ کلونو کې نوې کتنې پرې شوې دي. د مکسیکو ولسمشر د خلکو په خوښه د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او یوازې د یوې دورې حکومت کولو حق لري. ولایتي حکومتونه یې د هغو چارواکو له خوا اداره کېږي چې د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د قوانینو د جوړولو په ګډون ډېر واکونه لري. دا چارواکي او د ولایتي جرګو غړي ټول د خلکو له لوري ټاکل کېږي. د دغه هېواد ملي کانګرېس دوې جرګې لري: مشرانو جرګه چې ۱۲۸ غړي یې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي او شپږ کاله کار کوي. دویمه، فدرالي ولسي جرګه ده چې ۵۰۰ غړي لري، دا هم د خلکو له خوا د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په مکسیکو کې د رایو ورکولو قانوني عمر ۱۸ کاله دی او رایه ورکول عمومي او اجباري دي. د زرغون چاپېریال ګوند، د ملي عمل ګوند، اداري انقلابي ګوند، د خلکو غورځنګ، کارګرګوند او نوی ائتلاف ګوند په مکسیکو کې له مشهورو ګوندونو څخه ګڼل کېږي. دغه هېواد د ۱۸۱۰ کال د سپټمبر په ۱۶ مه له هسپانیې څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه، خو دغه خپلواکي یې بیا د ۱۸۲۱ کال د سپټمبر په ۲۳ مه د هسپانیې له خوا په رسمیت وپېژندل شوه. مکسیکو د ۱۹۴۵ کال د نومبر په ۷ مه د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
له نن څخه یووېشت کاله وړاندې د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون په لاسلیک سره د مکسیکو تولیدي اقتصاد او صادرات دومره پیاوړي شول چې اوس یې داخلي ناخالص تولیدات تر ۲.۱۴ ټرېلیونو ډالرو اوړي. مکسیکو دا مهال له امریکا سره هر کال د ۵۵۰ ميلياردو ډالرو په اندازه راکړه ورکړه لري چې دغه هېواد د امریکايي مالونو دویم لوی مارکېټ بلل کېږي.
مکسیکو دا مهال د نړۍ له ۴۶ هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ تړونونه لري او ۹۰ سلنه راکړه ورکړه یې هم له همدې هېوادونو سره ده. د سړي سر کلني عوایدو کچه یې ۱۰۰۲۱ ډالرو ته رسېږي. همدا راز د دغه هېواد کاري ځواک ۵۲ میلیونه تنه اټکل شوی، خو د بېکارۍ کچه یې یوازې ۴ سلنه ده.
اوسپنه، پولاد، تېل، ګاز، د کاني موادو استخراج او پروسس، ماشین الات، نقلیه وسایط، منځنۍ او کوچنۍ فابریکې، راز راز ماشینونه، برېښنایي او مخابراتي وسایل، خوراکي توکي، ټوکران او جامې، استهلاکي توکي، کېمیاوي مواد، تنباکو، فلزات، سيمنټ او نور ساختماني توکي د دغه هېواد په اقتصاد کې د پام وړ رول لري. د مکسیکو ۱۳ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده، خو ۴۱ سلنه څړځایونو، ۳۳ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او همدا راز د استوګنې سیمو نیولې ده. لرګي، پنبه، تنباکو، قهوه، جوار، غنم، وریجې، سویا، اوربشې، مېوې، سابه او واښه د مکسیکو له مهمو کرنيزو پیداوارو څخه دي.
د مکسیکو د صادراتو ټوله بیه ۳۹۳ ميلياردو ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې بیا ۴۰۰ ميلياردو ډالرو ته رسېږي.
د پیسو واحد یې د مکسیکو پیسه دی. په دغه هېواد کې د اورګاډي د پټليو اوږدوالی تر ۱۵۳۸۹ کیلومترو پورې رسېږي. ۱۷۱۴ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې یې ۲۴۳ په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي. د دغه هېواد ۱۰ ميلیونه وګړي انټرنېټ ته لاسرسی لري.
تر ۲۰۰۰ کال پورې په دغه هېواد کې ټولې ټلوېزیوني خپرونې د دولت په انحصار کې وې، خو اوس د دولتي رسنیو په ګډون په دغه هېواد کې ۱۶۰۰ راډیوګانې او ۷۳۰ ټلوېزیونونه فعالیت کوي.
د مکسیکو د اوسنیو ډېری اوسېدونکو پلرونه او نیکونه، هغه سور پوستي وو چې په مخکنیو پېړیو کې له اسیا څخه د بيرېنګ تنګي له لارې د امریکا لویې وچې ته تللي. د مکسیکو د اوسنۍ خاورې لومړنیو بومي اوسېدونکو له نن څخه ۲۰۰۰ کاله مخکې په خپل ټاټوبې کې داسې مدنیت جوړ کړی و چې د مصر د فرعونانو له مدنیت سره څه نا څه ورته و‎، په دې مدنیت کې د مایا او یوګاتان د اوسېدونکو ونډه د یادونې وړ ده.
په ۱۸۱۰ کال کې ځینو هغو هسپانویانو چې پلرونه یې دلته زيږېدلي وو، په مکسیکو باندې د واکمنۍ د پای ته رسېدو، د خلکو د حقونو د برابرۍ او د ځمکو د عادلانه وېش په تمه د هېواد د خپلواکۍ اعلامیه خپره کړه. دا غورځنګ یو کال وروسته د هسپانوي پوځیانو له خوا وځپل شو او ګڼ مشران یې اعدام شول؛ خو پاڅون غلی نه شو او خلکو په ۱۸۲۱ کال کې د مورالېس پاون په مشرۍ بیا په هسپانوي پوځیانو ځمکه سره کړه او ډېرې وینې تویې شوې. دا غورځنګ لس کاله وروسته ډېر پیاوړی شو، جنرال اګوسټين اتورېډ ځان د مکسیکو سترواکمن وباله او یو کال وروسته یې خپلواکي اعلان کړه.
په ۱۹۳۴ کال کې کارډیناس ولسمشر شو، ده د ځمکو اصلاحات ګړندي کړل او د اورګاډي پټلۍ یې په ټول هېواد کې وغځولې. کارډیناس د خپل هېواد د اقتصادي پرمختګ په بهیر کې د ملي هوډ ښه ننداره وړاندې کړه او د مکسیکو په اقتصاد یې د بهرنیو کمپنیو واکمني پای ته ورسوله. له دې وروسته په مکسیکو کې اقتصادي وده ډېره ګړندۍ شوه. ښاري ژوند پراخه شو او له امریکا سره د خپلو پولو د ټاکلو د سوله ییز حل تړون لاسلیک شو. په دویمه نړیواله جګړه کې مکسیکو د امریکا ننګه وکړه او د امریکا د صنایعو له پاره یې اومه مواد برابرول. په ۱۹۸۶ کال کې زلزلې د مکسیکو اقتصاد ته ډېر زیانونه واړول او نږدې شل زره کسان یې ووژل. په همدغه کال کې په سیمه کې د تېلو د بیو کموالي د مکسیکو اقتصاد هم تر ډېره زیانمن کړ.
په ۱۹۹۰کال کې د مکسیکو انقلابي ګوند چې ۶۹ کاله یې په دغه هېواد واکمني کړې وه، ځای هغه اپوزېسیون ته پرېښود چې ځینې پخواني جنګیالي هم پکې وو. نوي حکومت د کرنې، صنایعو او خدماتو د پراختیا لپاره چټک ګامونه اوچت کړل، خو د وزګارتیا کچه لاهم ډېره لوړه وه او خلک هم له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان وو.
په ۱۹۹۲ کال کې د مکسیکو، امریکا او کاناډا حکومتونو د شمالي امریکا د ازاد تجارت تړون لاسلیک کړ چې د ۱۹۹۴ کال په جنوري کې نافذ شو، دغه تړون د مکسیکو له اقتصادي ودې سره مرسته وکړه او ځینې پخوانیو ستونزو ته یې د پای ټکی کېښود.
د افغانستان او مکسیکو ډیپلوماتانو د ۱۹۶۱ کال د جون په ۲۸ مه هوکړه وکړه چې په خپلو کې د نا استوګنو سفیرانو په کچه اړیکې جوړې کړي. په هغه وخت کې پرېکړه شوې وه چې په واشنګټن کې به افغان سفارت په مکسیکو کې نااستوګن سفارت وي او په ډیلي کې د مکسیکو سفیر به خپل باورلیک کابل ته واړندې کوي. له دې وروسته دواړو هېوادنو هڅه کوله چې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي، پیغامونه او اطلاعات تبادله کړي او په فرهنګي، سوداګریزو او اقتصادي برخو کې همکاريو ته ورسېږي، خو په افغانستان کې د ثور کودتا او نورو کشمکشونو د دغو هڅو مخه ونیوله او دواړه هېوادونه لرې پاتې شول.
له افغانستان څخه تر مکسیکو پورې د هوا له لارې فاصله ۱۳۵۳۱ کیلومترو ته رسېږي.
د کابل او مکسیکو سيټي تر منځ د وخت توپیر نهه نیم ساعته دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.