ډامنیکا

27 وری 1397 حشمت الله نوري

ډامنيکا د جنوبي امریکا په شمال کې د کارابین او شمالي اتلس سمندر تر منځ د لویدیځو طول البلدونو د ۱۶ او ۱۷ او د شمالي عرض البلدونو د ۶۱ او ۶۲ درجو تر منځ موقعیت لري. دغه هېواد ۷۵۱ کيلو متره مربع پراخوالی لري چې له دې پلوه د نړۍ ۱۸۹ يم هېواد ګڼل کېږي. د ډامنيکا ټاپو د اوبو په منځ کې پروت دی او په وچه کې له بل هېواد سره پوله نه لري. انتیګوا، باربوډا، سنټ او نویس ډامنيکا ته نږدې پراته هېوادونه دي. ډامنيکا غرنی ټاپو دی او اورغورځووکی جوړښت لري. دغه هېواد څلور لنډ سیندونه لري چې د ډېرو اورښتونو له امله تل له اوبو ډک بهېږي. دا چې دغه هېواد له اوبو سره ډېر نږدې پروت دی، توده او مرطوبه سمندري هوا او ډېر اورښت لري.
د ډامنيکا پلازمېنه د روسو ښار دی. د وګړو ټول شمېر یې ۸۰ زرو کسانو ته رسېږي. د نفوس ګڼوالی یې په هر کيلو متر مربع کې ۹۸ تنو ته رسېږي. د دغه هېواد ۷۰ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۳۰ سلنه نور یې بیا په کلیوالي سیمو کې استوګن دي. د یاد هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ یوازې د دوو ماشومانو د لرلو اجازه لري. ۸۶ سلنه وګړي یې تورپوستي، ۹ سلنه یې سپین پوستي او پاتې نور یې بیا سره بومیان دي. له مذهبي پلوه يې د وګړو ۶۱ سلنه رومن کاتوليک، ۲۰ سلنه پروتستانت، ۳ سلنه يې نور مسيحيان او پاتې يې ناپېژاندي دي.
د ډامنيکا په تړاو تر ټولو جالبه او عجيبه خبره دا ده چې په دغه هېواد کې هېڅ دين يا مذهب رسميت نه لري.
د دغه هېواد وګړي په انګليسي او فرانسوي ژبو خبرې کوي خو يوازې انګليسي پکې په رسميت پېژندل شوې ده. ليک يې لاتين دی.
ډامنيکا لس اداري واحدونه لري؛ پورټ سموټ، سېنټ جوزيف، ماريکوټ، بريګوا، سالبوري او ماهوت يې لوی ښارونه دي.
دغه هېواد د کامن وېلټ يا مشترک المنافع ډلې غړيتوب هم لري. لومړنی اساسي قانون يې په کال ۱۹۶۷ کې هغه وخت نافذ شو چې لا يې خپلواکي نه وه اخيستې؛ خو وروستنی اساسي قانون يې بيا د ۱۹۷۸ کال د نومبر په درېیمه نافذ شوی او تر دې مهاله څو څو ځله پرې بيا کتنه شوې ده.
د ډامنيکا ولسمشر د لومړي وزیر او اپوزېسیون د مشر په وړاندیز د ولسي جرګې له خوا ټاکل کېږي او پنځه کاله کار کوي. د ډامنيکا لومړی وزیر د ولسمشر او د کابینې وزیران بيا د دواړو په خوښه ټاکل کېږي.
د ډامنيکا ولسي جرګه ۳۲ غړي لري چې ۲۱ يې د خلکو، نهه يې د جرګې له خوا په انتقالي توګه او دوه نور يې بيا د ولسي جرګې د پخوانيو مامورينو له خوا ټاکل کېږي او پنځه کاله کار کوي. په ډامنيکا کې د رايې ورکولو لپاره قانوني عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی او رايه ورکول پکې د عمومي حق په توګه په رسميت پېژندل شوي دي.
د ډامنيکا حقوقي نظام پر برېټانوي قوانینو ولاړ دی او د ختیځ کارابین ستره محکمه يې تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې دوې څانګې او درې قاضيان لري. د دې محکمې د شپږګونو قاضيانو له منځه يو تل په ډامنيکا کې مېشت وي او د دغه هېواد قضايي چارې څاري.
د ډامنيکا د خپلواکۍ ګوند، د ډامنيکا کارګر ګوند او د کارګرانو متحد ګوند د ډامنيکا مخکښ سياسي ګوندونه دي.
د کرنې سکټور، په تېره بیا کېلې او نورې مېوې له وروستیو څو کلونو راهیسې د ډامنيکا په اقتصاد کې ستر رول لوبوي چې له اقلیمي شرایطو او د نړیوال اقتصاد له پرمختیاوو سره نږدې اړیکې لري.
په تېرو شلو کلونو کې ډامنيکا هڅه کړې چې بهرنیو سیلانیانو ته د سفر، استوګنې، تفرېح او هوساینې ښه امکانات برابر کړي، څو له دې درکه هم خپل عوايد لوړ کړي. لوړې زده کړې، په تېره بیا طبي زده کړې د ډامنيکا د اقتصاد بله ځانګړتیا بلل کېږي چې د پرمختګ په حال کې دي او د ښې راتلونکې زېري ورکوي.
په کال ۲۰۰۳ کې د ډامنيکا دولت لوړه وکړه چې په خپل اقتصادي جوړښت کې بنسټیز بدلونونه راولي، خصوصي سکټور ته د کار او پانګونې لپاره فزیکي او رواني امنیت او اداري، حقوقي او قانوني اسانتیاوي برابرې کړي. پر مالیاتي تګلارو يې بيا کتنه وکړه، د بيو د لوړېدو مخه يې ونيوله، د کېلو دولتي شرکتونه يې وپلورل او د مالي بحرانونو د مخنیوي لپاره يې د پيسو د نړيوال صندوق سپارښتنې عملي کړې.
د ډامنيکا د ناخالص کورني تولید ارزښت ۷۶۴ ميلیونه ډالره دی. د ناخالص کورني توليد په سکټوري جوړښت کې يې ۱۵ سلنه ونډه د کرنې او پاتې نوره د خدماتو ده. په دغه هېواد کې د سړي سر کلني عايد کچه ۷۳۶۲ ډالرو ته رسېږي. په ډامنيکا کې د کار د بشري ځواک شمېر ۳۰ زرو تنو ته رسېږي چې له دې ډلې ۲۳ سلنه وزګار دي.
د دغه هېواد په بودجه کې هر کال ۱۴۷ ميليونه ډالره عوايد او ۱۸۵ ميليونه ډالره لګښتونه شاملېږي.
لرګي، موبل او فرنیچر، د ځینو کاني موادو را ايستل او پروسس، خوارکي توکي، سابه، بېسکېټ، چاکلېټ، صابون، د غاښو کریم، جامې، بوټونه، استهلاکي توکي، کارتنونه او سمنټي خښتې د ډامنيکا مهم صنعتي توليدات دي.
د دغه هېواد ۳۲ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده، ۳ سلنه ځمکه يې څړځایونو، ۶۰ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره يې بيا غرونو، غونډیو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د ډامنیکا ۴۰ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۵ سلنه ناخالص کورنی تولید يې له دغه سکټور څخه لاس ته راځي. د ډامنيکا خاوره له اورغورځوونکو موادو څخه جوړه شوې او د کرنې لپاره بډایه بلل کېږي. لرګي، غنم، اوربشې، ګلان، زینتي بوټي، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ مهم محصولات دي.
ډامنيکا د ودانیو د ډبرو، ګچ، تېلو، ګاز، سرو او سپينو زرو کاني زېرمې هم لري.
د صادراتو ټوله بیه يې ۳۹ ميلیونو ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د وارداتو کچه يې بيا خورا ډېره او ۱۸۸ ميليونه ډالره ده.
جاميکا، انتيګوا، باربوډا، جاپان، چين، متحد ايالتونه او نويس يې مخکښ سوداګريز شريکان دي.
د ډامنيکا پولي واحد د ختیځ کارابین ډالر دی. مالي کلونه یې د جولای له لومړۍ نېټې څخه پيل کېږي او د بل کال د جون تر ۳۰مې پورې دوام کوي.
دغه هېواد د اورګاډي پټلۍ نه لري، خو ۴۳ سوداګريزې بېړۍ يې چلېږي.
د ټلیفون کوډ یې ۰۰۱۷۶۷ دی. د انټرنېت ګډونوال یې ۴۴ زرو کسانو ته رسېږي.
ډامنیکا په امریکا کې یو پرمختلونکی هېواد دی او هڅه کوي چې د کرنې او سیلانیانو د عوایدو په مرسته اقتصادي پرمختګ وهڅوي او ډېرو خلکو ته کار ومومي.
د ډامنیکا ۹۶ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ، مسلکي یا لوړې زده کړې لري. په ډامنیکا کې له پنځه کلنۍ تر ۱۶ کلنۍ پورې زده کړې وړيا او اجباري دي.
ډامنيکا منظم وسله وال پوځ نه لری او د امنیت د ټينګښت مسووليت يې د پولیسو پر غاړه دی چې سرحدي ټولګي هم لري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو د دفتر په کتاب کې د ډامنيکا پېژندګلوي نشته او دواړه هېوادونه هېڅ اړیکې نه لري.
له افغانستانه تر ډامنيکا پورې د هوا له لارې ۱۲۳۴۲ کيلو متره واټن پروت دی. د کابل او روسو تر منځ د وخت توپير اته نيمو ساعتونو ته رسېږي.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.