ګيانا

04 غويی 1397 حشمت الله نوري

د ګيانا جمهوریت د جنوبي امریکا په شمالي برخه کې د شمالي اتلس سمندرګي په لوېدیځه خوا کې د لوېدیځو طول البلدونو د ۶۱ او ۵۶ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱.۵ او ۸.۵ درجو تر منځ موقعیت لري.
پراخوالی یې ۸۲۵۷۳ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۸۵ یم لوی هېواد دی. شمال او شمال لوېدیځ ته یې اتلس سمندرګی، جنوب ته یې برازیل، ختیځ ته یې سورینام او لوېدیځ ته یې وېنزویلا موقیعت لري.
د دغه هېواد جنوبي برخې د استوا کرښې ته د نږدېوالي له امله توده او لنده هوا لري، په داسې حال کې چې د شمالي برخو هوا یې د کارابین د اغېزو له امله معتدله سمندري ده.
په ګيانا کې اورښت هر کال دوه موسمونه لري. لومړی یې له مې میاشتې څخه تر اګسټ پورې او دویم هغه یې له نومبر څخه تر جنوري میاشتې پورې ‎دوام کوي. د ګيانا پلازمېنه جورج ټاون ښار دی. د وګړو شمېر یې ۸۰۰ سوه زرو کسانو ته رسېږي چې په هر کیلو متر مربع کې یې څلور تنه ژوند کوي. ۲۹ سلنه وګړي یې په ښارونو کې استوګن دي او پاتې ۷۱ سلنه یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ یوازې د دوو ماشومانو د زيږولو حق لري. ۴۳ سلنه وګړي یې ختیځ هندیان، ۳۰ سلنه یې تورپوستي، ۹ سلنه یې بوميان او پاتې نور یې د بېلابېلو نژادونو له ډلې څخه دي. همدا راز ۳۰ سلنه وګړي یې پروتستانت، ۲۸ سلنه یې هندو، ۱۷ سلنه یې مسیحیان، ۹ سلنه یې مسلمانان او پاتې نور یې د مختلفو دینونو پیروان دي.
لندن، امسټردام، اناریګینا، بارټېبيکا، سکېلډون، روسیګنول او ماهډیا یې مهم ښارونه دي. د ګيانا نوی اساسي قانون د ۱۹۸۰ کال د اکټوبر په ۶ مه نافذ شوی. د ګيانا ولسمشر د هغه ګوند له خوا ټاکل کېږي چې په ولسي جرګه کې ډېرې څوکۍ ولري او پنځه کاله کار کوي.
د ګيانا لومړی وزیر د ولسمشر او د کابینې نور وزیران د لومړي وزیر په وړاندیز د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او ولسي جرګې ته مسوولیت لري. د دغه هېواد ولسي جرګه ۶۵ غړي لري چې د خلکو له خوا د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. همدا راز په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله دی او رایه ورکول عمومي او اجباري دی.
د یاد هېواد حقوقي نظام پر هغو قوانینو ولاړ دی چې د برېټانیا او هالنډي رومي قوانینو له مخې جوړ شوي دي. ستره محکمه د دغه هېواد لوړ قضایي ارګان دی چې دوې برخې لري: د استیناف محکمه؛ یو مشر او درې قاضیان او عالي محکمه یو مشر او ۱۰ قاضیان لري.
د ملي یووالي لپاره د ملګرتیا ګوند، د بدلون لپاره ائتلاف ګوند، عدالت د ټولو لپاره ګوند، د خلکو پرمختګ غوښتونکی ګوند او متحد ځواک ګوند د ګيانا له مهمو او لویو ګوندونو څخه دي. دغه هېواد د ګڼو ټولنو تر څنګ په ۱۹۶۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم تر لاسه کړ.
د ګيانا اقتصاد په تېرو پنځلسو کلونو کې منظمه وده کړې، کرنه او صنایع د دغه هېواد د پرمختګ اصلي لاملونه بلل کېږي. بوره، سره زر، المونیم، لرګي او وریجې یې مهم صنعتي پیداوار دي چې د ناخالصو کورنیو تولیداتو ۶۰ سلنه جوړوي.
د نړۍ وروستي مالي بحران د ګيانا د دولت او خصوصي سکټور له ډېرو هڅو سره، سره د دغه هېواد په اقتصادي پرمختګ اغېزه کړې. په ۲۰۱۴ کال کې په نړۍ کې د سرو زرو د بیو لوړېدو داسې وېره پیداکړه چې په څو راتلونکو کلونو کې به دا هېواد د ډېرې پانګونې توان ونه لري.
د ګيانا د اقتصاد اوسنۍ ستونزې دا دي: د اقتصادي بنسټیزو جوړښتونو کموالی، د فني او مسلکي کارکوونکو کموالی، بهرني پورونه او د سترو پروژو د تمویل لپاره د پانګې کموالی. تمه ده چې دا ستونزې به په څو راتلونکو کلونو کې خصوصي سکټور ته د کانونو په سپارلو او د صادراتو په مرسته حل شي.
د ګيانا د ناخالص کورني تولید کچه ۵.۵۱ ميلياردو ډالرو ته رسېږي. همدا راز د سړي سر کلنی عاید یې ۴۴۹۲ ډالرو ته رسېږي. د کار ځواک یې درې سوو زرو کسانو ته رسېږي، ۱۱ سلنه وګړي یې وزګار او ۳۵ سلنه کورنۍ یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د دغه هېواد ټوله بودجه ۷۳۲ میلیونه ډالره او د لګښتونو کچه یې ۸۷۴ ميليونو ډالرو ته رسېږي.
المونیم، د لرګیو پرې کول او پروسس، د سرو زرو پروسس، خوراکي توکي، ټوکران، استهلاکي توکي، ګوګړ، کیمیاوي توکي، دارو درمل او سره د ګيانا له مهمو صنعتي تولیداتو څخه ګڼل کېږي.
۳ سلنه ځمکه یې د کرکيلې وړ ده، ۷ سلنه یې څړځایونو، ۷۷ سلنه يې ځنګلونو او پاتې نوره ځمکه یې غرونو، غونډیو سیندونو، د کار او تولید ځایونو، ښارونو او داستوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
لرګي، ګني، قهوه، وریجې، حبوبات، غنم، غلې دانې کیلې او نورې مېوې، سابه، لبنیات، غوښه او هګۍ د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ مهم محصولات دي. د صادراتو ټوله بیه یې ۱.۳ ميلياردو ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې بیا دوو ميلياردو ډالرو ته رسېږي. کاناډا، امریکا، برېټانیا، توبوکو او چین يې ستر تجارتي شریکان دي.
۱۸۷ کیلومتره د اورګاډي پټلۍ لري، ۱۱۷ هوایي ډګرونه لري له دې جملې یې ۱۱ په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي. ۲۷۰۰۰۰ وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د ګيانا د خپرونو ملي شرکت یو ټلوېزیون او دوه اې ام راډیوګانې لري چې په ټول هېواد کې لیدل کېږي او اورېدل کېږي.
د دغه هېواد د رسنیو خصوصي برخه بیا دوه ټلوېزیونونه او ۵ راډیوګانې لري. د دې ترڅنګ په یاد هېواد کې درې ورځپاڼې او ۸۲ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ شته. هرکال په منځنۍ توګه ۳۷۰ عنوانه نوي لیکلي یا ژباړلي علمي، ادبي، هنري، ټولنیز کتابونه پکې خپرېږي.
۸۸ سلنه وګړي یې په لیک او لوست پوهېږي، منځنۍ یا لوړې زده کړې لري. په ګيانا کې زده کړې له ۶ کلنۍ تر ۱۴ کلنۍ پورې وړیا او الزامي دي.
د تاریخي څېړنو له مخې اراواک د ګيانا خاورې تر ټولو پخواني اوسېدونکي پېژندل کېږي. ویل کېږي چې دوی د ګيانا په لنده بل هوا کې په ډېر کړاو سره په لسګونو زره جرېبه کرنیزې ځمکې جوړې کړې وې. د ۱۴ مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۵ مې پېړۍ په لومړیو کلونو کې يوه بله ډله خلک دغه هېواد ته راغلل او اراواک یې نورو ځایونو ته وشړل او ورو ورو په ټوله ارته سیمه لاسبري شول.
اراواک داسې کوچیان وو چې له ۱۵ تر ۲۰ کسانو به يې په یوه کېږدۍ کې ژوند کاوه او د ښکار غوښې او کبان به یې خوړل. هغه وخت چې لومړني اروپایان د ګيانا اوسنۍ خاورې ته ورسېدل، د ګيانا د بومي اوسېدونکو شمېر کم و، د ۲۰ مې پېړۍ په دویمه نیمایي کې په ګيانا کې د خلکو د مترقي ګوند په شان داسې سیاسي ګوندونه جوړشول چې د هېواد د خپلواکۍ هڅې یې پیل کړې. د ګيانا د خلکو د مترقي ګوند مشر چدي جاکان په ۱۹۵۳ کال کې د لنډې مودې لپاره د لومړي وزارت مقام ته ورسېد.
د ګيانا د خلکو د خپلواکۍ غوښتنې هلې ځلې په ۱۹۶۶ کې پایلې ته ورسېدې او برېټانویانو دا هېواد په رسمیت وپېژانده. دا وخت د ګيانا د خلکو د ملي کنګرې استازی برنهام د هېواد لومړی وزیر و، په داسې حال کې چې د هېواد واکمن ګورنر جنرال د برېټانیا د ملکې له خوا ټاکل کېږي. لومړي وزیر برنهام د بورې او لرګیو فابریکې او ډېرې پراخې ځمکې ملي کړې. د ګيانا دولتي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یې ګامونه اوچت کړل. په ۱۹۷۰ کال کې د ګيانا نوی اساسي قانون نافذ شو، د دغه قانون له مخې جمهوري نظام ټینګ او پخواني لومړي وزیر برنهام د لومړني ولسمشر په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.
په ۲۰۰۰ کال کې د برازیل ولسمشر هوګو چاوېز د دواړو هېوادونو په ګډو سرحدي سمندري اوبو کې د اسکوبو د ټاپو د مالکیت خبره بیا را پورته او له ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.
د ګيانا د ۲۰۰۱ کال په ټاکنو کې د خلکو د مترقي ګوند او د سوسیالېستانو د غورځنګ ائتلاف د خلکو رایې وګټلې او ګډ استازی (بهارات) یې د هېواد ولسمشر وټاکه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو مرکز په کتاب کې د ګيانا پېژندګلوي نشته او دغه دواړه هېوادونه هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر ګيانا پورې د هوا له لارې فاصله ۱۲۹۶۶ کیلومترو ته رسېږي. همدا راز د کابل او جورج ټاون تر منځ د وخت توپیر اته نیم ساعته دی.

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.