هاندوراس

10 غويی 1397 حشمت الله نوري

هاندوراس د منځنۍ امریکا په شمالي برخه کې د لوېدیځو طول البلدونو د ۴۳ او ۸۹ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱۳ او ۱۶ درجو تر منځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۴۳۱۱۲ کیلو متره مربع دی چې له دې پلوه د نړۍ ۱۰۳ یم لوی هېواد دی.
شمال ته یې کارابین سمندرګی او ګواتیمالا، جنوب ته یې السلوادور او ارام سمندر، ختیځ ته یې نیکاراګوا او لوېدیځ ته یې ګواتیمالا موقیعت لري.
هاندوراس د ارام سمندر او کارابین سمندرګي تر منځ پروت دی، نو له همدې امله یې هوا مرطوبه او توده ده. د دغه هېواد شمالي سواحل ډېر تاوده دي او کال دوولس میاشتې اورښت لري. خو ختیځې او جنوبي ساحلي سیمې یې توده او مرطوبه هوا لري، د غرنیو سیمو هوا یې بیا معتدله ده.
هاندوراس د منځنۍ امریکا له غرنیو هېوادونو څخه ګڼل کېږي. جغرافیه پوهان وایي چې د دغه هېواد ۷۰ سنله خاوره غرنۍ او په ځنګلونو پوښلې ده، خو په سواحلو کې بیا داسې پراخې اوارې ځمکې لري چې د منځنۍ امریکا د ګنیو او کېلو له سترو کروندو څخه شمېرل کېږي. پلازمېنه یې تیګوسیګالپا ښار دی. د وګړو شمېر یې نهو میلیونو کسانو ته رسېږي. د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع کې ۷۸ تنه اټکل شوی دی. ۵۵ سلنه وګړي یې په ښارونو کې استوګن دي او پاتې ۴۵ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ د دریو ماشومانو د زيږولو اجازه لري. ۹۰ سلنه وګړي یې د بومیانو او اروپایانو له ګډ نسل څخه دي، ۷ سلنه وګړي یې بومیان، ۲ سلنه نور یې تور پوستي او پاتې نور یې سپین پوستي دي. ۹۷ سلنه وګړي یې کاتولیکان او ۳ سلنه نور یې پروتستانت دي. رسمي ژبه یې هسپانوي ده او لیکدود یې لاتین دی. سان پدروسولا، چولوما، لاسیبا، ال پروګریسو، ګومایاګوا اولالیما یې له لویو ښارونو څخه دي.
د هاندوراس وروستی اساسي قانون د ۱۹۸۲ کال د جنوري په شلمه نافذ شوی، په دغه قانون په ۱۹۹۵ کال کې نوې کتنې شوې او وروستني تعدیلات یې یو چا ته اجازه ورکوي چې دوه ځلې ولسمشر شي.
د هاندوراس ولسمشر او مرستیال یې په یوه وخت د خلکو په خوښه د څلورو کلونو لپاره ټاکل کېږي او دوه ځلې کار کولای شي. د دغه هېواد ملي کانګرېس ۱۲۸ غړي لري چې د هغه ګوندونو له خوا پېژندل کېږي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندان لري او څلور کاله کار کوي. همدا راز په دغه هېواد کې د رایه ورکولو سن ۱۸ کاله دی او رایه ورکول عمومي او جبري دي.
د هاندوراس حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی، د عدالت ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې مشر او ۱۵ قاضیان یې د اوو کلونو لپاره د ملي کانګرېس له خوا ټاکل کېږي.
مسیحي ولسواک ګوند، د ولسواک متحد کېدلو ګوند، لېبرال ګوند، د هاندوراس ملي ګوند او د اداري فساد ضد ګوند یې له مهمو او مشهورو ګوندونو څخه دي. د ۱۸۲۱ کال د سپټمبر په ۱۵ مه یې له هسپانیې څخه خپلواکي ترلاسه کړه او هر کال د سپټمبر ۱۵ مه د خپلواکۍ د ملي ورځې په نوم نمانځي. دغه هېواد د ګڼ شمېر نورو بنسټونو تر څنګ د ۱۹۴۵ کال د ډسمبر په ۱۷ مه د ملګرو ملتونو غړیتوب هم تر لاسه کړ.
هاندوراس د مرکزي امریکا دویم بېوزله هېواد دی. په دغه هېواد کې د وزګارتیا کچه ډېره لوړه ده او ملي عواید یې ډېر ټیټ دي. ۶۰ سلنه وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
کېلې او قهوه د هاندوراس مهم صادراتي توکي دي، خو دولت هڅه کوي چې په دغه صادراتو اتکا کمه او نوي اقلام ومومي. د دغو هڅو په پایله کې اوس دغه هېواد جامې او د نقلیه وسایطو برېښنايي سامانونه بهر ته صادروي.
په هاندوراس کې بانکي خدماتو د منځنۍ امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون د مرستو له امله ښه وده کړې. دغو بانکونو د هاندوراس د سوداګرۍ سکټور له پراختیا او پرمختیا سره ډېره مرسته کړې. د دغه هېواد ۱۵ سلنه بانکونه په امریکایي پانګوالو پورې اړه لري.
هاندوراس د ۲۰۱۴ کال په فبروري کې له (IMF) سره یو داسې درې کلن تړون لاسلیک کړ چې په خپلو مالي، مالیاتي، ګمرکي او بودجوي برخو کې د ای ام اف متخصصینو په مرسته مثبت بدلونونه راولي. د همدغه کال په نومبر کې هاندوراس له السلوادور او ګواتیمالا سره د ګډ اقتصادي کار تړون لاسلیک کړ. دا درې هېوادونه ګډ شمالي مثلث بلل کېږي. د دغه تړون له مخې درې واړه هېوادونه هڅه کوي چې ډېر مالي مسوولیتونه پر غاړه واخلي، په خپلو محاکمو او عدلي نظام کې قانونیت پیاوړی کړي، د اقتصادي ودې بنسټیزې پروژې جوړې کړي او په راتلونکو څو کلونو کې په خپلو ښوونیزو سیسټمونو کې اساسي بدلونونه راولي. د هاندوراس غیر خالص کورني تولیدات ۳۹ ميليارده ډالره اټکل شوي دي. همدا رنګه د سړي سر کلني عاید کچه یې ۲۶۲۳ ډالرو ته رسېږي. کاري ځواک یې ۳.۵۸ ميلیونه تنو ته رسېږي. ۴ سلنه وګړي یې وزګار دي او ۶۰ سلنه نور یې بیا د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ‎ژوند کوي.
د لرګیو پرې کول او پروسس، د ځینو غیر فلزي کاني موادو استخراج او پروسس، خوراکي توکي، په لاس جوړ شوي ټوکران او جامې، بوټونه او نور استهلاکي توکي، کیمیاوي توکي یې له مهمو صنعتي تولیداتو څخه شمېرل کېږي. د دغه هېواد ۱۳ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده، ۱۵ سلنه ځمکه یې څړځایونو، ۴۵ سلنه ځنکلونو او پاتې نوره غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. ۳۹ سلنه وګړي یې د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او دغه هېواد ۱۴ سلنه غیر خالص کورني تولیدات له دغه سکټور څخه ترلاسه کوي.
د هاندوراس ډېر خلک او د هېواد ډېری اقتصادي فعالیتونه د کارابین سمندرګي په ساحلي سیمو کې پراته دي، په دغو سیمو کې د ګنیو او کېلو داسې پراخه کروندې شته چې په ټوله منځنۍ امریکا کې ساری نه لري. لرګي، تنباکو، وریجې، قهوه، میوې او سابه د دغه هېواد مهم کرنیز پیداوار دي.
سره زر، سپین زر، مس، سرب، اوسپنه، د ډبرو سکاره، ګچ مالګه او د ودانیو ډبرې د دغه هېواد مهم کانونه دي. د صادراتو ټوله بیه یې اته ميليارده ډالرو، خو د وارداتو ټوله بیه يې بیا ۱۱ ميلياردو ډالرو ته رسېږي. د اورګاډي پټلۍ یې ۶۹۹ کیلومترو ته رسېږي، همدا راز ۱۰۳ هوایي ډګرونه لري، چې ۱۳ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۵۰۴ او
د انټرنېټ کوډ یې اېچ ان دی. تر یو لک پورې وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د هاندوراس دولت یوه راډیو لري چې پر اې اېم څپو خپرېږي، خو خصوصي برخه یې ۱۱ ټلوېزیونونه او ۳۰۰ راډیوګانې لري. تر څنګ یې په دغه هېواد کې اووه ورځپاڼې او ۸۵ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ شته. هر کال په دغه هېواد کې ۲۲۵ عنوانه نوي کتابونه خپرېږي او هر سړی یې په منځنۍ توګه اووه کیلو ګرامه کاغذ د لیکلو، لوستلو او خپرولو لپاره لګوي.
هاندوراس د لاتینې امریکا له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. ۸۹ سلنه خلک یې په لیک او لوست پوهېږي، منځنۍ یا لوړې زده کړې لري. په دغه هېواد کې له ۶ تر ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره زده کړې وړیا او اجباري دي.
مخکې له دې چې هسپانویان د کرسټېف کولمب په مشرۍ امریکا ته ورسېږي، مایان او لېنګا قومونه په اوسني هاندوراس کې مېشت وو. د کوپان لرغونی ښار چې مایانو جوړ کړی او تر نهمې پېړۍ پورې یې ډېر برم درلود، د دغه هېواد په لوېدیځه برخه کې پروت دی. د مایان قوم سترواکي چې کوپان یې مرکز و، په نهمه پېړۍ کې ړنګه شوې ده.
مؤرخین لیکي، چې امریکو وسپوتچي هغه لومړنی اروپایي و چې د هاندوراس اوسنۍ خاورې ته رسېدلی. له نوموړي څخه ډېر وروسته د اسپانوي سمندري پوځیانو قوماندان، پدرو د هاندوراس ټوله خاوره ونیوله او هغه يې د سیمې د بومي خلکو له کلک او نه هېرېدونکي مقاومت سره، سره د ګواتیمالا له مستعمرې سره یو ځای کړه. د دې جګړې مشري د هاندوراس د مبارزینو د مشر لیمپرا پر غاړه وه. په ۱۸۲۱ کال کې د هسپانیې کورنۍ وضعه کړکېچنه شوه، هاندوراس خپلواکي اعلان کړه او د لنډې مودې لپاره د مکسیکو له سترواکۍ سره یو ځای شو. د هاندوراس د هغه وخت مشران دوه کاله وروسته له مکسیکو څخه بېل او هېواد یې د منځنۍ امریکا له فدراسیون سره یو ځای کړ. دا فدراسیون په ۱۸۳۸ کال کې ړنګ شو او غړي یې خپلواک هېوادونه شول چې هاندوراس هم په همدغه کال کې خپلواکه دولت اعلان کړ.
په ۱۹۹۷ کال کې په هاندوراس کې د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې او د لېبرال ګوند مشر کارلوس فلورس ولسمشر شو. د ۱۹۹۸ کال په سپټمبر کې یوه سمندري توپان د منځنۍ امریکا هېوادونو ته ۵.۸ ميليارده ډالره زیانونه ورسول او ۲۴۰۰۰ کسان یې ووژل. په دغه توپان کې د هاندوراس ۵۶۰۰ وګړي مړه شول او د کورونو، کروندو او فارمونو د ورانېدو له امله ۸۵۰ ميلیونه ډالره زیانونه ور ورسېدل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په کتاب کې د هاندوراس پېژندګلوي نشته او دغه دواړه هېوادونه هېڅ راز اړیکي نه لري. له افغانستانه تر هاندوراس پورې د هوا له لارې فاصله ۱۳۹۱۱ کیلومتره مربعو ته رسېږي او د دواړو هېوادونو تر منځ د وخت توپیر لس نیم ساعته دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.