السلوادور

17 غويی 1397 حشمت الله نوري

السلوادور د منځنۍ امریکا په لوېدیځه برخه کې د لوېدیځو طول البلدونو د ۸۷ او ۹۰ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱۳ او ۱۴ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۸۰۹۲ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۵۳ ام لوی هېواد دی. شمال ته یې هاندوراس، جنوب ته یې ارام سمندر، ختیځ ته یې هاندوراس او لوېدیځ ته یې ګواتیمالا موقعيت لري. دا چې السلوادور د سمندر له سطحې څخه لږ لوړوالی لري، هوا یې معتدله او لنده بل لرونکې ده او د کال په ټولو موسمونو کې ډېر اورښت لري.
السلوادور د منځنۍ امریکا تر ټولو کوچنی هېواد دی، اور غورځوونکي غرونه پکې له ختیځ څخه لوېدیځ لور ته پراته دي. پلازمېنه یې سان سلوادور ښار دی. د وګړو شمېر یې ۶.۴ میلیونو کسانو ته رسېږي. د نفوسو ګڼوالی یې په یو کیلو متر مربع کې ۲۹۲ کسانو ته رسېږي. ۶۵ سلنه وګړي يې په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۳۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ د ۲ ماشومانو د زيږولو اجازه لري. ۸۶ سلنه وګړي یې ګډ( سپین او سور) پوستي، ۱۲ سلنه یې سپین پوستي او پاتې نور یې بومیان دي. ۵۷ سلنه وګړي یې رومن کاتولیکان، ۲۱ سلنه یې پروتستانت او پاتې نور یې مسیحیان او د نورو عقیدو پیروان دي. سویاپانګو، سانتا انا، سان میګول، سانتاتیګلا، اپوپا، دیګلاد او سون سوناتا یې لوی او مهم ښارونه دي. د السلوادور وروستی اساسي قانون د ۱۹۸۳ کال د ډسمبر په ۲۳مه نافذ شو، خو په ۲۰۰۳ کال کې پکې ځینې بدلونونه راغلل. د السلوادور ولسمشر او د هغه مرستیال په یوه وخت کې د خلکو له خوا ټاکل کېږي او یوه دوره کار کولی شي. همدا راز د دغه هېواد د کابینې وزیران د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي او پنځه کاله کار کوي. د قانون جوړولو جرګه یې ۸۴ غړي لري چې ټول د خلکو له خوا د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو قانوني سن ۱۸ کاله دی او رایه ورکول پکې عمومي دي.
د السلوادور حقوقي نظام په رومي او مدني قوانینو ولاړ دی. ستره محکمه د هېواد لوړ قضایي ارګان دی چې ۱۵ قاضیان یې په مدني، جزایي، اداري او حقوقي برخو کې کار کوي. دا قاضیان د قضا د عالي شورا په وړاندیز د قانون د تطبیق جرګې له خوا په کار ګومارل کېږي او ۹ کاله کار کوي. ولسواک بدلون ګوند، د امېد ګوند او د ملي یووالي ګوند یې له مهمو او مشهورو ګوندونو څخه دي. د ۱۸۲۱ کال د سپټمبر په ۱۵مه یې له هسپانیې څخه خپلواکي ترلاسه کړه او اوس هر کال د سپټمبر ۱۵مه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي. دغه راز دغه هېواد د ګڼو نورو سازمانونو تر څنګ د ۱۹۴۵ کال د اکټوبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
السلوادور د منځنۍ امریکا یو وړوکی او مخ پر ودې هېواد دی چې د سړي سر کلني عواید یې د چیلي، ارجنټاین او برازیل د عوایدو نیمایي ته رسېږي.
د السلوادور دولت او د اقتصاد ماهرین له څو کلونو راپه دېخوا هڅه کوي چې د خپلو صادراتو لپاره نوي مارکېټونه پرانېزي. په ۲۰۰۱ کال کې السلوادور امریکايي ډالر د ملي پیسو په توګه ومنل. همدا راز دا هېواد په خپلو پولي تګلارو ډېر کنټرول نه لري، خو هڅه کوي چې په مالي او پولي تګلارو باندې د مناسب ډسپلین د تطبیق لپاره ګړندي ګامونه اوچت کړي.
په ۲۰۰۹ کال کې د السلوادور کورني ناخالص تولیدات د هغه مالي بحران له امله چې له امریکا څخه پیل شو، ټيټ شول. له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۳ کلونو پورې د دغه هېواد اقتصاد هر کال په منځنۍ توګه ۲ سلنه وده کړې ده.
په ۲۰۱۳ کال کې دغه هېواد د ښو اقتصادي تګلارو او پرمختګونو له امله ۲۷۷ میلیونه ډالره جایزه ترلاسه کړه. اوسمهال د دغه هېواد د غیر خالص کورني تولید کچه ۴۴ ميلیاردو ډالرو او د سړي سر کلني عاید کچه ۴۷۷۶ ډالرو ته رسېږي. کاري ځواک یې ۳ ميلیونو کسانو ته رسېږي. د وزګارتیا کچه یې بیا ۶ سلنه ده. ۳۶ سلنه وګړي یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د نفتو استخراج، چاڼ او پروسس، کیمیاوي مواد، کیمیاوی سره، دارو درمل او د طبي لابراتوارونو سامانونه، د سینګار توکي، ټوکران، موبل او فرنيچر، سپک ماشینونه، د غیر فلزي کاني موادو پروسس او کاغذ یې مهم صنعتي تولیدات دي.
همدا راز د السلوادور ۳۲ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، ۳۰ سلنه یې څړځایونو، ۵ سلنه یې ځنګلونو او پاتې نوره یې غرونو، غونډیو، ښارونو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
قهوه، پنبه، جوار، وریجې، چغندر، ګني، تنباکو، ناریال، مېوې، سابه، هګۍ، لبنیات او لرګي د دغه هېواد په مهمو کرنیزو تولیداتو کې شمېرل کېږي. سره زر، سپین زر، مالګه، د ودانیو ډبرې یې مهم کانونه دي. د صادراتو ټوله کچه یې ۵ ميلیاردو ډالرو او د وارداتو ټوله کچه یې بیا ۹ ميلیاردو ډالرو ته رسېږي. د امریکا متحده ایالتونه، ګواتیمالا، هاندوراس، نیکاراګوا، مکسیکو جرمني او چین یې مهم سوداګریز شریکان دي. پولي واحد یې امریکایي ډالر دی، د اورګاډي پټلۍ یې ۲۸۳ کلیومتر ده، ۶۸ هوايي ډګرونه لري چې له دې ډلې یې ۵ په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۵۰۳ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې اس وي دی. د دغه هېواد یو میلیون وګړي انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري.
د السلوادور د رسنیو دولتي شرکت یوه راډیو او یو ټلوېزیون او خصوصي برخه یې بیا شپږ ټلوېزیونونه او ۱۰۰ راډیو ګانې لري. ‎د دې تر څنګ ۶ ورځپاڼې او ۵۰ اونيزې، میاشتنۍ، مهالنۍ لري. هر کال په دغه هېواد کې په منځنۍ توګه ۸۰۰ عنوانه نوي لیکلي یا ژباړلي علمي، ادبي، هنري او ټولنیز کتابونه خپرېږي او هرسړی په کال کې ۷ کلیوګرامه کاغذ د لیکلو لوستلو او خپرولو لپاره لګوي. السلوادور د هغه راپور له مخې چې د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې خپور شو، د نړۍ هغه اتم هېواد پېژندل شوی چې خلک یې ډېر خوشحاله او هوسا ژوند لري.
د السلوادور ۸۵ سلنه نارینه او ۸۷ سلنه ښځې په لیک او لوست پوهېږي، منځنۍ یا لوړې زده کړې لري. په السلوادور کې له ۷ کلنۍ نه تر ۱۵ کلنۍ پورې زده کړې نیمه وړیا او اجباري دي.
له ۱۶ مې زيږدیزې پېړۍ څخه مخکې د اوسني السلوادور خاوره د میا او چیبچا قومونو استوګنځي و، پېدرو چې د هسپانیې د سمندري پوځونو له مشرانو څخه و، د اوسنۍ مکسیکو ازتګ قوم ته ماتې ورکړه او د السلوادور بنسټ یې کېښود او هغه یې له ګواتیمالا سره چې د مکسیکو د نائب السلطنت یوه برخه بلل کېده یو ځای کړ.
السلوادور په ۱۸۲۱ کال کې له هسپانیې څخه بېل او شو ځان یې د منځنۍ امریکا خپلواک فدراسیون ونوماوه. په ۱۸۲۷ کال کې په منځنۍ امریکا کې د سلطنت د پلویانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ جګړه ونښته، د جګړې په پای کې د منځنۍ امریکا فدراسیون د ړنګېدو په درشل ودرېد. په دې موده کې د منځنۍ امریکا ولسمشر جنرال فرانسېسکو مورازن هڅه وکړه چې د ډېرو ګډوډیو او د دغه فدرالي دولت د تجزیې مخه ونیسي، خو هڅې یې بریالۍ نه شوې او السلوادور خپله خپلواکي اعلان کړه.
برېټانویانو د منځنۍ امریکا د کورنیو جګړو او دولت له کمزورتیا څخه ګټه واخیسته او د منځنۍ امریکا په دوو سیمو کې یې پوځي اډې جوړې کړې. په ۱۹ مه پېړۍ کې امریکایان دې سیمې ته ننوتل او برېټانویان یې په شا وتمبول. په ۱۹۲۹ کال کې د السلوادور اقتصادي وضیعت خراب شو، د هېواد کمونېست ګوند او نورو ترقي غوښتونکو ډلو له دې حالت څخه ګټه پورته کړه او د حکومت پر ضد پراخه لاریونونه او پاڅونونه پیل شول.
په السلوادور کې د ۱۹۷۰ نه تر ۱۹۷۳ کلونو پورې د خلکو غورځنګونه او د کارګري ټولنو فعالیتونه پیاوړي شول، د دغو خوځښتونو له امله د السلوادور په ټوله خاوره کې چریکي جګړې پیل او د هېواد سیاسي ثبات او اقتصادي وده له سختو ستونزو سره مخ شوه. په ۱۹۷۷ کال کې په السلوادور کې ولسمشریزې ټاکنې وشوې چې جنرال کارلوس امبرتو رومرو وګټلې، خو خلکو دا پایلې ونه منلې او داسې اخ و ډب پېښ شو چې څه باندې ۷۰۰۰ کسان پکې ووژل شول. په ۱۹۸۱ کال کې امریکا چې د السلوادور روانو پېښو وېرولې وه، پرېکړه وکړه چې د السلوادور د سیاسي ستونزو د حل لپاره مټې ونغاړي او عملي اقدام وکړي. د السلوادور د ۱۹۸۴ په ټاکنو کې ناپيلیون دوارته د امریکا په مرسته د خلکو رایې وګټلې او ولسمشر شو. دې ټاکنو د السلوادور د پخوانیو کورنیو جګړو او حکومتي ضد پاڅونونو په اور تېل وشیندل او ستونزې خونړۍ شوې.
په السلوادور کې د ۱۹۸۶ کال د اکټوبر زورورې زلزلې د دغه هېواد جګړه ییزې ډلې اوربند ته کېنولې او لنډ مهاله سوله وشوه، خو اوربند ژر مات او جګړه بیا پیل شوه. خو دولت د ۱۹۹۳ کال د مارچ په شلمه داسې پرېکړه قانوني کړه چې د کورنۍ جګړې ټولو پخوانیو وسله والو مخالفینو ته عفوه وشوه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په کتاب کې د السلوادور پېژندګلوي نشته او دا دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکي نه لري.
له افغانستان نه تر السلوادور پورې د هوا له لارې فاصله ۱۴۱۰۷ کیلومترو ته رسېږي. د کابل او سان سلوادور تر منځ وخت توپیر لس نیم ساعته دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.