جمیکا

24 غويی 1397 حشمت الله نوري

جمیکا په کارابین سمندرګي کې د لویدیځو طول البلدونو د ۷۶ او ۷۸ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱۷ او ۱۸ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۴۲۲۷ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۶۸ ام لوی هېواد ګڼل کېږي. دغه هېواد له څلورو خواوو څخه د کارابین اوبو کلابند کړی، نو له همدې امله له هېڅ هېواد سره کډه پوله نه لري او د سمندري پولو اوږدوالی یې ۱۰۲۲ کیلو مترو ته رسېږي. جمیکا د سمندر له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله توده، لنده بل لرونکې هوا او ډېر اورښت لري. پلازمېنه یې د کېنګسټن ښار دی. د وګړو شمېر یې ۲.۹ میلیونو کسانو ته رسېږي چې د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع کې ۲۶۹ تنه اټکل شوی دی. د دغه هېواد ۵۵ سلنه وګړي په ښارونو کې مېشت دي او پاتې ۴۵ سلنه نور يې بیا په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ د دوو ماشومانو د درلودلو اجازه لري.
۹۲ سلنه وګړي یې تور پوستي، ۱ سلنه یې ختیځ هندیان، ۶ سلنه یې ګډ نژاد لرونکي او پاتې نور یې له بېلابېلو نژادونو څخه دي. ۶۴ سلنه وګړي یې پروتستانت، ۲ سلنه یې رومن کاتولیکان، ۳۳ سلنه نور یې د بېلا بېلو دینونو پیروان دي. رسمي ژبه یې انګلیسي او لیکدود یې لاتین دی.
کېنګسټن، نیوکېنګسټن، سپنېش ټاون، پورټ مور، مونتیګوبای، مي پن او زوړ هاربور یې له لویو ښارونوڅخه دي.
د جمیکا نوی اساسي قانون د ۱۹۶۲ کال د اګست په ۶ مه د برېټانيا د شورا له تصویب وروسته نافذ شوی دی. په دغه قانون څو ځلې نوې کتنې شوې دي. حکومت یې میراثي دی او ګورنر جنرال د پاچا له خوا د لومړي وزیر په مشوره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د هغه ګوند مشر چې په ولسي جرګه کې ډېرې رایې وګټي، د ګورنر جنرال له خوا د لومړي وزیر په توګه غوره کېږي. د کابینې وزیران يې هم د لومړي وزیر په مشوره د ګورنر جنرال له خوا ټاکل کېږي.
د جمیکا ملي شورا دوې جرګې لري. لومړۍ: مشرانو جرګه چې ۲۱ غړي لري، ۱۳ هغه یې په واکمن ګوند او ۸ نور یې په اقلیتونو پورې اړه لري او ټول د ګورنر جنرال له خوا د لومړي وزیر او اقلیت ګوند د مشر په مشوره غوره کېږي. دويمه: ولسي جرګه چې ۶۳ غړي لري او د خلکو له خوا ټاکل کېږي. د جمیکا د ولسي او سنا جرګو غړي پنځه کاله کار کوي. حقوقي نظام یې پر برېټانوي مدني قوانینو ولاړ دی، ستره محکمه او استیناف محکمه يې تر ټولو لوړ قضایي ارګانونه دي. ستره محکمه یو مشر او ۴۰ غړي لري چې په پنځو څانګو وېشل کېږي. استيناف محکمه یو مشر او څلور لوی قاضیان لري. د دې دواړو محکمو مشران د لومړي وزیر په مشوره د ګورنر جنرال او قاضیان یې د قضایي خدماتو د کمېسیون په وړاندیز د ګورنر جنرال له خوا ټاکل کېږي او تر ۷۰ کلنۍ پورې کار کوي.
د جمیکا کارګر ګوند، ملي ولسواک ګوند او د خلکو ملي ګوند یې لوی او مشهور ګوندونه دي. دغه هېواد د ۱۹۶۲ کال د اګست په ۶ مه له برېټانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله د اګست ۶ مه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
جمیکا د ګڼو نړیوالو ټولنو تر څنګ په ۱۹۶۶ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
د جمیکا اقتصاد پر خدماتو ولاړ دی او د هېواد ۷۰ سلنه غیر خالص کورني تولیدات يې له دغه سکټور څخه لاس ته راځي. د المونیم او بوکسېټ صادرات پکې ۵ سلنه ونډه لري.
جرایم، لوړ اداري فساد، وزګارتیا، د بهرنیو سیالیو ورځ په ورځ زیاتېدونکی بهیر، د سوداګرۍ د بيلانس کسر، د کورنیو پورونو ډېروالی، لوړ انفلاسیون د دغه هېواد د اقتصاد په مخ کې پرتې ننګونې دي.
په ۲۰۱۳ کال کې د جمیکا دولت له (ای اېم اېف) سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې یو میلیارد ډالر تر لاسه کړل. په تېرو پنځو کلونو کې د جمیکا بهرني پورونه د جي ډي پي په پرتله ۱۳۰ سلنه وو، چې دا کچه خورا لوړه ده، خو اوس دولت غواړي چې دا سلنه تر ۲۰۲۰ کال پورې ۱۰۰ سلنې ته را ټیټه او یا نور بریالیتوب هم تر لاسه کړي. د غیر خالص کورني تولید کچه یې ۲۴ ميلیادو ډالرو ته رسېږي. همدا راز د سړي سر کلني عاید کچه یې ۵۱۱۷ ډالره اټکل شوې ده. کاري ځواک یې ۱.۳ میلیونه تنه اټکل شوی او د وزګارتیا کچه یې بیا ۱۵ سلنه ده. ۱۶ سلنه کورنۍ یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د کاني موادو استخراج او پروسس، المونیم، ګچ، لرګي، موبل او فرنیچر، سيګرېټ، خوراکي توکي، ټوکران او جامې، سپک استهلاکي توکي، کاغذ، کیمیاوي مواد، ماشینونه، کوچني نقلیه وسایط، نفتي محصولات، ربړین محصولات، پلاستیک، سمنټ، فلزي توکي او مخابراتي وسایل د دغه هېواد له مهمو صنعتي تولیداتو څخه شمېرل کېږي.
۴۱ سلنه ځمکه يې د کرکيلې وړ ده، ۲۱ سلنه یې څړځایونو، ۳۱ سلنه يې ځنګلونو او پاتې ۷ سلنه نوره یې غرونو، غونډيو، لنډو سیندونو، ښارونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. په جمیکا کې ګرمې هوا او ډېر اورښت د کرنې د حاصلاتو له زیاتوالي سره مرسته کړې او خاوره یې د کرنې لپاره له ښو خاورو څخه بلل کېږي. د جمیکا ۱۳ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او ۷ سلنه غیر خالص کورني تولیدات يې له دغه سکټور څخه لاس ته راځي. لرګي، تنباکو، ګني، کچالو، چغندر، ناریال، قهوه، حبوبات، کېلې او نورې میوې، سابه، غوښه، لبنیات، او واښه د دغه هېواد مهم کرنیز تولیدات دي. المونیم، ګچ، نېکل، منګنيز او مالګه د جمیکا مهمې کاني زېرمې ګڼل کېږي. د صادراتو ټوله بیه یې ۱.۵۰ میلیاردو ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې ۵.۱۵ میلیادو ډالرو ته رسېږي. امریکا، توباکو، وېنزویلا، او چین یې لوی سوداګریز شریکان دي. د اورګاډي پټلۍ یې ۳۰۰ کلیومترو ته رسېږي، ۲۸ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې یې ۱۱ په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ یې ۰۰۱۸۷۶ او د انټرنېټ کوډ یې جې ام دی. همدارنګه د دغه هېواد ۱.۵ میلیونه وګړي انټرنېټ ته لاسرسی لري.
په جمیکا کې قانون د رسنیو ازادي تضمین کړې او خلک د ویناوو، لیکنو، غونډو او نیوکو حق لري. په دغه هېواد کې دولتي او خصوصي رسنۍ دواړه شته، چې د خصوصي برخې ونډه پکې ډېره ده. په جمیکا کې درې سراسري او ۱۶ سوداګریز او سیمه ییز ټلوېزیونونه خپرونې لري. تر څنګ یې ۲۸ راډیوګانې هم لري. همداراز په دغه هېواد کې ۴ ورځپاڼې او ۱۲۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ فعالیت کوي. هر کال په منځني ډول ۵۰۰ عنوانه نوي لیکلي یا ژباړلي کتابونه پکې خپرېږي.
جمیکا - زامایکا، د اراواک قوم په ژبه د چینو خاورې ته وایي. دا قوم له نن څخه له ۱۲ نه تر ۱۵ پېړيو مخکې له شمالي امریکا څخه دې ټاپو ته کډه شوی او د سیمې پخواني او بومي اوسېدونکي یې شړلي دي. مورخین لیکي چې دغو خلکو هغه وخت په هغو کوډلو کې ژوند کاوه چې د لرګیو او خرما د ونو له پاڼو څخه جوړېدلې، څاروي یې ویشتل او کبان یې نیول.
نامتو هسپانوي سمندري سیلاني کرسټېف کولمب د امریکا لویې وچې ته په خپل دویم سفر کې د جمیکا ټاپو ته ورسېد. د کولمب زوی په ۱۵۰۹ کال کې دا ټاپو ونیو، اراواکیان یې وشړل او هسپانویان یې پکې ځای پر ځای کړل. هسپانویانو په جمیکا کې د پنبې او ګنیو کرنه دود او د څارویو پالنه پیل کړه.
برېټانویانو د ۱۵۹۶ نه تر ۱۶۳۶ پورې څو ځلې په جمیکا پوځي یرغلونه وکړل او دا ټاپو یې ونیو. په جمیکا باندې د برېټانویانو له لاسبري کېدو وروسته د دغه ټاپو د خلکو خواره واره پاڅونونه پیل شول، ان تر دې چې د ۱۷۹۵ ستر پاڅون دې ټاپو او برېټانیا ته دروند ټکان ورکړ.
په ۱۹۶۲ کال کې جمیکا خپلواک هېواد شو، له خپلواکۍ وروسته په دغه هېواد کې څو داسې سترې فابریکې جوړې شوې چې بوکسېټ یې په المونیمو اړول. په ۱۹۷۳ کال کې جمیکا په نړۍ کې د بوکسېټو دویم ستر تولیدوونکی او صادروونکی هېواد وبلل شو.
د جمیکا د ۱۹۷۲ کال په ټاکنو کې د خلکو ملي ګوند مشر مایکل مېنلي، د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. ده په ۱۹۷۴ کال کې د بوکسېټو په صادراتو مالیات لوړ کړل چې د دولتي عوایدو له ډېروالي سره یې مرسته وکړه، په هغه وخت کې د جمیکا د بوکسېټو ډېر کانونه د امریکایي او کاناډایي پانګه والو په واک کې وو، خو لومړي وزیر مایکل مېنلي شپږ میاشتې وروسته د دغو کانونو ۵۰ سلنه مالکیت ملي اعلان کړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو مرکز په کتاب کې د جمیکا پېژندګلوي نشته او دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري. د کابل او کېنګسټن تر منځ د وخت توپیر نهه نیم ساعته دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.