ګریناډا

31 غويی 1397 حشمت الله نوري

ګریناډا په منځنۍ امریکا کې د کارابین او اتلس سمندرونو تر منځ د شمالي عرض البلد د ۱۲ مدار په سر او د لویدیځ طول البلد د ۶۲ نصف النهار په ختیځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۳۲ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۲۰۷ ام لوی هېواد دی. ګریناډا په وچه کې له هېڅ هېواد سره پولې نه لري او د سمندري پولو اوږدوالی یې ۱۲۱ کیلومترو ته رسېږي. ګریناډا له سمندر سره د ګاونډیتوب له امله توده او لنده سمندري هوا او ډېر اورښت لري، همدا راز شمالي سمندري بادونه د دغه هېواد هوا لږ معتدله ساتي. د ټولو وګړو شمېر یې ۱۰۸۳۸۰ تنو ته رسېږي. د نفوسو ګنوالی یې په هر کلیومتر مربع کې ۳۲۲ کسان اټکل شوی دی. ۳۵ سلنه وګړي یې په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۶۵ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د زيږون اجازه لري. ۸۹ سلنه وګړي یې تور پوستي، ۸ سلنه یې سپین پوستي او پاتې نور یې ختیځ هندیان دي.‎‎ ۴۴ سلنه وګړي یې رومن کاتولیکان، ۲ سلنه پروتستانت ۱۰ سلنه یې بې عقیدې او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو پیروان دي. پلازمېنه یې سېنت جورج ښار دی. رسمي ژبې یې انګرېزي او فرانسوي دي او لیکدود یې لاتيني دی.
ګویاوې، ګرینویل، وېکټوریا، سېنت ډاویډ او هلبوروغ
یې لوی او مهم ښارونه دي.
د حکومت بڼه یې مشروطه پاچاهي ده. د ګریناډا نوی اساسي قانون د ۱۹۶۷ کال د ډسمبر په ۱۹ مه نافذ شوی دی.
په ګریناډا کې د هغه ګوند یا ګوندونو د ائتلاف استازی د ګورنر جنرال له خوا د لومړي وزیر په توګه ټاکل کېږي، چې په ولسي جرګه کې ډېرې رایې وګټي او وزیران بیا د ګورنر جنرال له خوا د لومړي وزیر په مشوره ګومارل کېږي.
د ګریناډا ملي شورا دوې جرګې لري: مشرانو جرګه ۱۳ غړي لري چې ګورنر جنرال لس غړي د لومړي وزیر او درې نور هغه یې د اپوزېسیون د مشر په خوښه ټاکي او پنځه کاله کار کوي. ولسي جرګه چې ۱۵ غړي لري د خلکو په خوښه د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. په ګریناډا کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول عمومي دي.
ستره محکمه د دغه هېواد تر ټول لوړ قضایي ارګان دی. تر څنګ یې ګريناډا د ختیځ کارابین سترې محکمې غړیتوب هم لري چې مرکز یې په سېنټ لوشیا کې دی او په نهو غړو هېوادونو کې څانګې او قاضیان لري. دګريناډا کارګرانو متحد ګوند، ملي ولسواک ګوند، کانګرېس ګوند او نوی ملي ګوند د دغه هېواد له مهمو او مشهورو ګوندونو څخه شمېرل کېږي. دغه هېواد د ۱۹۷۴ کال د فبرورۍ په اوومه له برېټانیا څخه خپلواکي تر لاسه کړه، نو له همدې کبله هر کال د فبرورۍ اوومه په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي. ګريناډا د ګڼو نړیوالو ټولنو تر څنګ په ۱۹۷۴ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم تر لاسه کړ.
ګريناډا وړوکی، خو پرمختللی اقتصاد لري. د سیلانیانو د خدماتو عواید یې د اقتصاد د ملا تیر بلل کېږي. له ۱۹۸۵ څخه را په دې خوا، کله چې په ګريناډا کې نړیوال هوایي ډګرونه جوړ شوي نو ورسره سم د سیلانیانو ورتګ هم ډېر شوی چې دې چارې يې پر عوایدو هم ښه اغېزه کړې ده. له سیلانیانو څخه وروسته ساختماني چارې او د کوچنيو فابریکو صنعتي تولیدات د دغه هېواد په اقتصاد کې دویم او درېیم ځای لري.
ګريناډا د سمندري توپانونو په سیمه کې پروت هېواد دی چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کلونو سختو توپانونو د دغه هېواد د کرنې سکټور ته ډېر زیانونه ورسول. د ګريناډا د غیر خالص کورني تولید کچه ۱.۲۷ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. د غیر خالص کورني تولید سکتوري جوړښت او کرنه د دغه هېواد د اقتصاد ۶ سلنه او صنعت بیا ۱۱ سلنه برخه تشکیلوي. کاري ځواک يې ۶۰۰۰۰ تنه اټکل شوی او د وزګارتیا کچه پکې ۳۳ سلنو ته رسېږي. همدا راز ۳۸ سلنه نور وګړي یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د لرګیو پرې کول او پروسس، د کاني موادو استخراج او پروسس، خوراکي توکي، ټوکران، د کوچنیوصنعتي وسایلو مونتاژ، د څارویو خوراکي توکي، کاغذ، د سيلانیانو د استوګنې او تفرېح وسایل د دغه هېواد په اقتصاد کې لویه ونډه لري.
د ګريناډا ۳۳ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده، ۳ سلنه یې څړځایونو نیولې، ۵۰ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. ۱۱ سلنه وګړي يې د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د هېواد کابو ۶ سلنه غیر خالص کورني تولیدات يې له همدې سکټور څخه لاس ته راځي.
لرګي، پنبه، تنباکو، قهوه، ناریال، ګني، چغندر، لونګ، لیمو، کېلې او نورې مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد مهم کرنیز پیداوار ګڼل کېږي. مس، سپین زر، سره زر، قېمتي ډبرې او تېل د دغه هېواد مهم کانونه دي. د صادراتو ټوله بیه یې ۴۰ میلیونو ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې ۲۹۹ ميلیونو ډالرو ته رسېږي.
سېنټ لوشیا، امریکا، انیګوا، باربودا، سېنټ کېټس او تویس، ډومنیکا، نایجریا او مالیزیا د دغه هېواد لوي سوداګریز شریکان دي. د ټلیفون کوډ یې ۰۰۱۴۷۳ او د انټرنېټ کوډ یې جي ډي دی. د دغه هېواد ۵۰ زره وګړي انټرنېټ ته لاسرسی لري.
د ګريناډا او توباکو د کارابین مخابراتي شرکتونه په ګډه یو ټلوېزیون او دوې راډیوګانې لري چې په انګلیسي او فرانسوي ژبو خپرونې کوي. د رسنیو خصوصي برخه یې یو ټلوېزیون او ۱۲ راډیو ګانې لري.
په ګريناډا کې دوې ورځپاڼې، ۱۴ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ شتون لري او هر کال په منځنۍ توګه ۱۰۰ عنوانه نوي لیکلي او ژباړلي علمي، ادبي، هنري او ټولنیز کتابونه پکې خپریږي او هر سړی یې په کلني ډول ۱.۹ کیلو ګرامه کاغذ د لیکلو، لوستلو او خپرولو لپاره لګوي.
ګريناډا د نړۍ د کوچنیو، خوندي، هوسا، شتمنو او ښایسته هېوادونو له ډلې څخه دی چې د سیلانیانو د جذب لپاره خورا زړه راښکونکې سیمې لري او د غیر خالص کورني تولید ډېر عواید یې له دې سکټور څخه لاس ته راځي. ۹۹ سلنه وګړي یې په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا لوړې زده کړي لري. همدا راز په دغه هېواد کې په منځنۍ توګه نجونې او هلکان ۱۵ کاله درس لولي.
زده کړې پکې له ۵ نه تر ۱۶ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته وړیا او الزامي دي.
ګريناډا ډېر لرغونی تاریخ لري. کله چې په ۱۴۹۸ کال کې اسپانوي نامتو سمندري سیلاني، کرېسټف کولمب دې ټاپو ته ورسېد، سرو کارایب خلکو هلته ژوند کاوه.
په ۱۷۵۳ کال کې مارتینیک فرانسوي په ګريناډا کې د بورې جوړولو سل فابریکې او ۱۲۰۰۰ تورپوستي کارګران درلودل چې له افریقا څخه راوستل شوي وو.
برېټانویانو په ۱۷۶۲ کال کې ګريناډا ټاپو ونیوه. دوی د ګنیو د کښت او د بورې جوړولو کارو بار لا پراخه کړ او نور تور پوستي او هندي مهاجر یې هلته ځای پر ځای کړل. په نولسمه پېړۍ کې د ګنيو او بورې کښت دومره وده وکړه چې په صادراتو کې یې دویم ځای خپل کړ.
ګريناډا په ۱۹۵۸ کال کې د برېټانیا لویدیځ هند له فدراسیون سره یو ځای شو. دا فدراسیون په ۱۹۶۲ کال کې ړنګ او ګريناډا د برېټانیا انتیلونو دولت غړیتوب تر لاسه کړ او د متحدو کارګرانو ګوند مشر لریک میتوکیري د ټاپو لومړی وزیر وټاکل شو. په ۱۹۶۷ کال کې برېټانیا ګريناډا ته کورواکي او اووه کاله وروسته خپلواکي ورکړه. پرېکړه شوې وه چې د ګريناډا ګورنر جنرال به د برېټانیا د ملکې له خوا ټاکل کېږي په دې وخت کې هم ارک ميتو کیري د ګريناډا د لومړي وزارت دنده پرمخ بیوله.‍
د ۱۹۷۹ کال د مارچ په ۱۳ مه موریس بېشاپ د یوې سپینې کودتاه په ترڅ کې لومړی وزیر میتوکیري له واکه لرې او په ځای یې د ګريناډا د خلکو انقلابي دولت اعلان کړ. بېشاپ له سوسیالیستي هېوادونو سره اړیکې نږدې کړې او د ګريناډا د صنعتي او سوداګریزې پرمختیا لپاره یې ګړندي ګامونه اوچت کړل. افغانستان یو له هغو لومړنیو هېوادونو څخه و چې د موریس بېشاپ په مشرۍ یې د ګريناډا انقلابي حکومت په رسمیت وپېژانده. په هغه وخت کې په افغانستان کې د خلق ډيموکراټیک ګوند واکمني درلوده.
د ګريناډا د ۱۹۹۰ کال په ټاکنو کې د ملي ولسواکې کنګرې مشر او امریکا پلوه نېکولاس بریشویت لومړی وزیر شو. د ۱۹۹۵ کال په ټاکنو کې د امریکا د هاروارډ پوهنتون پخواني استاد او د ګریناډا د نوي ملي ګوند مشر کیت مېچل د بریشویت ځای ونیو. د ۱۹۹۶ کال د مې په میاشت کې د امریکا او ګريناډا د نشه یې توکو د قاچاقبرانو پر ضد د ګډو هلو ځلو تړون لاسلیک کړ، یو کال وروسته ګريناډا او کیوبا په خپلو کې ډیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې او لومړی وزیر کیت مېچل کیوبا ته په سفر ولاړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په کتاب کې د ګريناډا پېژندګلوي نشته او دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
د کابل او سېنټ جورج تر منځ د وخت توپیر اته نیم ساعته دی.

 

 

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.