هایټي

06 غبرګولی 1397 حشمت الله نوري

 هایټي د مرکزي امریکا او د کارابین د سترو ټاپوګانو تر منځ د لویدیځو طول البلدونو د ۷۱ او ۷۴ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۱۸ او ۲۰ درجو په منځ کې موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۰۶۷۳ کیلو متره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۴۸ ام لوی هېواد دی.

هایټي له دریو خواوو څخه د اوبو په واسطه کلابند دی او یوازې په ختیځ کې د ډومینیکن سره ګډه پوله لري.
دغه هېواد استوا کرښې ته د نږدېوالي او له سمندر سره د ګاونډیتوب له امله لنده او ګرمه سمندري هوا لري. پلازمېنه یې پورتو پرېنس ښار دی. د ټولو وګړو شمېر یې ۱۰،۸ میلیونو کسانو ته رسېږي. د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متره مربع کې ۳۶۵ تنو ته رسېږي. ۵۸ سلنه وګړي يې په ښارونو او پاتې ۴۲ سلنه یې په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول عمر کې یوازې د دوو ماشومانو د لرلو اجازه لري.
۹۵ سلنه وګړي یې تور پوستي دي او ۵ سلنه نور یې ګډ نژاد لري. رومن کاتولیک یې رسمي دین دی. ۵۴ سلنه وګړي یې کاتولیکان، ۲۸ سلنه يې پروتستانت، ۲ سلنه یې بې عقیدې او پاتې نور یې د بېلابېلو دینونو پیروان دي. رسمي ژبه یې فرانسوي، او لیکدود یې لاتیني دی. کاریفور، دلماس، پورتودپکس، جاکمل او کپ هایټین یې لوی ښارونه دي.
د هایټي نوی اساسي قانون د ۱۹۸۷ کال د مارچ په لسمه نافذ شو، خو یو کال وروسته بېرته وځنډول شو. دا قانون په ۱۹۹۴ کال کې بیا نافذ شو چې تر اوسه د اعتبار وړ دی. د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې ولسمشر د خلکو په خوښه د ۵ کلونو لپاره ټاکل کېږي. لومړی وزیر د ولسمشر له خوا د ولسي جرګې او د کابینې وزیران بيا د لومړي وزیر له خوا د ولسمشر په مشوره ټاکل کېږي.
د هایټي ملي شورا دوې جرګې لري: مشرانو جرګه چې ۳۰ غړي لري او غړي یې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي چې د ۶ کلونو لپاره کار کوي. دویمه، ولسي جرګه چې ۹۹ غړي لري د خلکو له خوا د ۴ کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د هایټي حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی او ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضايي ارګان دی چی یو مشر او ۱۶ قاضیان لري چې د مشرانو جرګې په وړاندیز د لسو کلونو لپاره د ولسمشر له خوا غوره کېږي.
د ملي ولسواکانو پرمختلونکې جرګه، د ولسواکه غورځنګ ملي کانګرېس، ملي پرمختګ غوښتونکو انقلابي ګوند، د هایټي د خپلواکۍ ولسواک غورځنګ او د ملي پرمختګ سمبالتیا ګوند یې له مهمو او مشهورو ګوندونو څخه دي. دغه هېواد د ۱۸۰۴ کال د جنورۍ په لومړۍ له فرانسې څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله هر کال په دغه هېواد کې د جنورۍ لومړۍ نېټه د خپلواکۍ په مناسبت نمانځل کېږي. هايټي د یو شمېر نړیوالو ټولنو تر څنګ په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
هایټي د امریکا لویې وچې له بېوزلو هېوادونو څخه دی او ۵۹ سلنه خلک یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د ۲۰۱۰ کال د جنوري ۷ درجې زلزلې د پلازمېنې پورتوپرېنس ډېرې برخې او شا اوخوا سیمې ونړولې چې په دې پېښه کې هایټي ته ۷.۸ میلیارده ډالره زیان واوښت، درې لکه خلک یې مړه او ۱.۵ میلیونه نور یې بې کوره شول.
هایټي اوس د لویدیځې نیمې کرې تر ټولو بېوزله هېواد دی چې ۸۰ سلنه اوسېدونکي یې اقتصادي ستونزې لري. د هغو ځوانو کاګرانو عواید چې د امریکا په متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو کې کار کوي د هایټي په کورني نا خالص تولید کې لویه ونډه لري. اداري فساد، د قانوني او حقوقي اسانتیاوو نه شتون، د برېښنا په شان د نورو بنسټیزو خدماتو لږوالی هغه عوامل دي چې د لویو او منځنیو پانګونو مخه نیسي. د دغه هېواد د غیر خالص کورني تولید کچه ۱۹ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. د سړي سر کلني عاید اندازه یې ۷۱۹ ډالرو ته رسېږي.
کاري ځواک یې ۴ ميلیونه تنه اټکل شوی دی او ۵۹ سلنه نور وګړي یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.
برېښنا، خوراکي توکي، ټوکران، سيمنټ، موبل او فرنیچر، لرګین توکي، استهلاکي توکي او سيګرېټ د دغه هېواد مهم صادراتي توکي دي.
د هایټي ۳۹ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. ۱۱ سلنه نوره یې څړځایونو، ۴ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.
۳۸ سلنه خلک یې په کرنه بوخت دي او د هېواد ۲۳ سلنه غیر خالص کورني تولیدات له دې سکټور څخه لاسته راځي. لرګي، تنباکو، پنبه، ګني، جوار، وریجې، کچالو، قهوه، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د دغه هېواد مهم کرنیز پیداوار دي.
مس، سره زر، سپین زر، اوسپنه، قېمتي ډبرې، نکل، د ډبرو سکاره، مرمر، چونه، ګچ او مالګه د دغه هېواد مهم کانونه دي. د صادراتو ټوله بیه یې ۹۱۸ میلیونو ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې ۴ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. امریکا، ډومینیکن، فرانسه، بلجیم، کاناډا، الجزایر او چین یې لوی تجارتي شریکان دي. ۱۴ هوايي ډګرونه لري، د ټلیفون کوډ یې ۰۰۵۰۹ دی او د انټرنېټ کوډ یې اچ ټي دی.
هایټي یو راډیو ټلوېزیون لري چې په ټول هېواد کې خپرونې لري او د رسنیو خصوصي برخه یې ۶ ټلوېزیونونه او ۲۵۰ راډیوګانې لري چې ۵۰ یې په پلازمېنه کې دي او ۱۵۰ نورې یې په کليوالو شورا ګانو پورې اړه لري. د دې ترڅنګ په هایټي کې ۴ ورځپاڼې، ۷۰ اونيزې، میاشتنۍ، مهالنۍ شته. هر کال په دغه هېواد کې په منځنۍ توګه ۲۹۰ عنوانه نوي لیکلي یا ژباړلي علمي، ادبي، هنري یا ټولنیز کتابونه خپرېږي.
د هایټي ۶۱ سلنه خلک نارینه او ښځینه دواړه په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا مسلکي لوړې زده کړې لري. زده کړې په هایټي کې له ۶ نه تر ۱۱ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او الزامي دي. د دغه هېواد د پوهنې سیستم د فرانسې د پوهنې د قانون له مخې جوړ شوی، خو کیفیت یې د فرانسې په شان لوړ نه دی.
نامتو هسپانوي سمندري سیلاني کرسټېف کولمب په ۱۴۹۲ کال کې په کارابین کې هغه ټاپو ته ورسېد چې ده نوې هسپانیا ونوماوه. د دغه ټاپو لویدیځه برخه وروسته د هایټي په نامه وپېژندل شوه، په هغه وخت کې د نوې هسپانیا په ټاپو کې تاینو خلک اوسېدل. هسپانویانو دا ځايي خلک په ۲۵ کلونو کې د سیمې ټاپوګانو ته وشړل یا یې ووژل او د دوی د استوګنې په سیمه یې سنت ډومینیک نوم کېښود. د ډومینیکن د هغه وخت مذهبي ټولنو د هسپانویانو مرسته کوله او دوی ته یې د ځایي خلکو د شړلو یا وژلو مشورې ورکولې.
د اوولسمې پېړۍ په پیل کې فرانسوي او نور اروپایي سوداګر هم د ګنیو د سترو کروندو د جوړولو په تمه د هسپانیولا ټاپو ته ورسېدل او ځينې برخې یې ونیولې. په هسپانیولا کې د ځمکو او حاصلاتو د وېش پر سر د فرانسویانو او هسپانویانو سیالیو د ټاپو وېش ته لار پرانیسته. هسپانویانو د ټاپو درېیمه برخه ونیوله او لویدیځه خوا یې فرانسویانو ته پرېښوده. فرانسویانو د خپلې سیمې د کاني شتمنیو د ایستلو او د ګنیو په کروندو کې د کار لپاره چې دا وخت د هایټي په نامه یادېده، کابو شل زره تور پوستي افریقایان راوستل او هلته یې ځای پر ځای کړل. دغو مرېیانو د هایټي له اقتصادي پرمختګ سره ډېره مرسته وکړه او ژر یې هایټي د بورې د صادراتو په ستر مرکز بدل کړ.
د ۱۸۰۴ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه هایټي د لاتینې امریکې او نړۍ د داسې لومړني هېواد په توګه خپلواکي ترلاسه کړه چې تور پوستي پکې واک ته ورسېدل.
په ۱۸۲۰ کال کې په هایټي کې جمهوري نظام راغی او پیر بوایه يې لومړنی ولسمشر وټاکل شو. پیر بوایه ۲۴ کاله په هایټي حکومت وکړ. له ده څخه وروسته دا هېواد له داسې کورنیو ستونزو، اقتصادي بحرانونو او جګړو سره مخ شو چې په ټوله ۱۹ مه پېړۍ کې یې د اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات مخه ډب کړې وه. هایټي د ۱۹۱۵ او ۱۹۳۴ کلونو تر منځ د امریکا ملاتړ له ځان سره درلود. په ۱۹۱۵ کال کې ولسمشر کیوم سام دوه سوه سیاسي بندیان ووژل او په دې توګه په ټول هېواد کې یو ستر پاڅون پیل شو. کیوم سام د خلکو له وېرې څخه د فرانسې سفارت ته پناه یووړه، خو قهرېدلي خلک ورغلل او ولسمشر یې وواژه، له همدې امله د امریکا سمندري پوځونو په هایټي برید وکړ او دا هېواد یې ونيو. که څه هم چې په ۱۹۳۴ کال کې د هایټي ولسمشر ونسان امریکایان له هایټي څخه وتلو ته اړکړل، خو د هېواد په کورنیو چارو کې یې د هغوی د اغېزې او لاسوهنې مخه و نه شوای نیولی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو څېړنو مرکز په کتاب کې د هایټي پېژندګلوي نشته او دا دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري. له افغانستان نه تر هایټي پورې د هوا له لارې فاصله ۱۲۷۵۷ کیلومترو ته رسېږي او همدا راز د کابل او پورتوپرېنس تر منځ د وخت توپیر اته نیم ساعته دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.