پاراګوای

14 غبرګولی 1397 حشمت الله نوري

په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د پاراګوای اقتصاد ۱۳ سلنه وده وکړه او په ټوله جنوبي امریکا کې یې ریکارډ جوړ کړ.
پاراګوای د جنوبي امریکا په منځنۍ برخه کې د لویدیځو طول البلدونو د ۵۴ او ۶۲ درجو او د جنوبي عرض البلدونو د ۱۹ او ۲۷ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۱۵۶۴۴۲کیلو متره مربع او له دې پلوه د نړۍ ۶۰ ام لوی هېواد دی. شمال ته یې بولیویا، ختیځ ته یې برازیل، جنوب او لویدیځ ته یې ارجنټاین هېوادونه موقیعت لري.
د پاراګوای سیند د دغه هېواد خاوره په دوو جلا برخو وېشي. همدا راز هوا یې هم د همدغه طبیعي وېش له امله دوه ډوله ده. د هېواد د ختیځو سیمو هوا يې د نصف النهار د جنوبي مدار د څنډې تر اغېز لاندې نیمه استوایي او د لویدیځو برخو هغه یې وچه استوایي ده. د وګړو شمېر یې ۷ میلیونه اټکل شوی چې په هر کیلومتر مربع ساحه کې یې ۱۷ تنه ژوند کوي. ۶۰ سلنه وګړي یې په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۴۰ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ په ټول ژوند کې یوازې د دوو ماشومانو د لرلو اجازه لري.
۹۵ سلنه وګړي یې ګډ اسپانوي او بومي نژاده او ۵ سلنه نور یې د بېلا بېلو نژادونو څخه دي. ۸۹ سلنه وګړي یې رومن کاتولیکان، ۷ سلنه یې پروتستانت او پاتې نور یې د بېلا بېلو دینونو پیروان دي.
پلازمېنه یې اسنسیون ښار دی، رسمي ژبه یې هسپانوي او لیکدود یې لاتیني دی. سوداد، ډېل ایسټ، سان لورېنزو، کپینا، لمباري، فرنانډوډل، مارو، لیمپو نیمبي او انکار ناسیون یې لوی او مشهور ښارونه دي.
د پاراګوای لومړنی اساسي قانون د ارجنټاین او ځینو اروپایي هېوادونو د قوانینو له مخې په ۱۸۱۳ کال کې جوړ شو. په دغه قانون چې په لومړي سر کې یې یوازې ۱۷ مادې درلودې، په تېرو دوو پېړیو کې څو ځلې له سره کتنې شوې دي. د پاراګوای ولسمشر د لومړي وزیر دنده هم پر مخ وړي، ولسمشر او د هغه مرستیال په یوه وخت د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي او یو ځل کار کوي. د دغه هېواد کابینه ۱۰ وزیران لري چې ټول د ولسمشر په وړاندیز د ملي شورا له خوا ټاکل کېږي.
د پاراګوای ملي شورا دوې جرګې لري: لومړۍ مشرانو جرګه، ۴۵ غړي لري چې د پنځو کلونو لپاره د خلکو په خوښه ټاکل کېږي او دویمه ولسي جرګه چې ۸۰ غړي لري او د خلکو له خوا د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي. د پاراګوای حقوقي نظام پر هغو قوانینو ولاړ دی چې د ارجنټاین، روم او فرانسې د قوانینو له مخې لیکل شوي. د عدالت ستره محکمه د هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې نهه قاضیان یې د قاضیانو د شورا په وړاندیز د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي.
د کلوراډو ګوند، ګران پلار وطنه ګوند، لېبرال ګوند، مسیحي ولسواک ګوند او اصلي لېبرال راډیکال ګوند یې مهم او لوی ګوندونه دي. د ۱۸۱۱ کال د مې په ۱۴مه یې له هسپانیې څخه خپلواکي ترلاسه کړه، نو له همدې امله د مې ۱۴مه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورځې په نوم نمانځل کېږي. پاراګوای په ۱۹۴۵ کال کې د ګڼو نړیوالو ټولنو تر څنګ د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.
پاراګوای په وچه پورې تړلی، خو مخ پر ودې هېواد دی چې د ازاد بازار اقتصاد لري. ډېری اوسېدونکي یې په تېره بیا هغوی چې په کلیو کې اوسېږي، خپلې ځمکې کري، خپل څاروي روزي او په کوچنۍ کچه سوداګري کوي، خو دولت ته هېڅ مالیه نه ورکوي.
په ۲۰۱۰ کال کې د پاراګوای اقتصاد ۱۳ سلنه وده وکړه او په ټوله جنوبي امریکا کې یې ریکارډ جوړ کړ.
د بنسټیزه اقتصادي پروژو کموالی، اداري فساد، د قانون کمزورې واکمني او د سترو پانګو نشتوالی د دغه هېواد د اقتصاد پر مخ کې پرتې ستونزې دي. غیر خالص کورني تولیدات یې ۵۹ میلیارده ډالرو او د سړي سر کلني عاید کچه یې ۴۳۳۲ ډالرو ته رسېږي. کاري ځواک يې ۴ ميلیونه تنه اټکل شوی، ۸ سلنه وګړي یې له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي او ۳۲ سلنه نور یې د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي. خوراکي توکي، استهلاکي مالونه، عطر، ټوکران، پوستکي، لرګي، برېښنا، سمنټ او ساختماني مواد، د تېلو چاڼ، د کاني موادو استخراج او پروسس یې په اقتصاد کې مهمه ونډه لري.
د پاراګوای ۱۲ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده. ۵۰ سلنه نوره یې څړځایونو، ۳۲ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره یې غرونو، غونډیو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. ۲۷ سلنه خلک یې د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او د دغه هېواد ۲۱ سلنه غیر خالص کورنی تولید له همدې سکټور څخه لاسته راځي. لرګي، سویا، جوار، پنبه، غنم، وریجې، ګني، تنباکو، اوربشې، قهوه، پسته، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات او هګۍ د دغه هېواد مهم کرنیز پیداوار دي.
پاراګوای د اوسپنې، ډبرو سکرو، مسو، مرمرو، ګچو او مالګې څو کوچني کانونه لري. د صادراتو ټوله بیه یې ۱۵ میلیاردو ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې بیا ۱۳ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. برازیل، روسیه، چیلی، ارجنټاین او چین یې لوی سوداګریز شریکان دي. د اورګاډي پټلۍ یې ۴۰ کیلومترو ته رسېږي، ۱۳ کارګو بېړۍ لري. همدا راز ۷۹۹ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې یې ۲۰ په پاخه او عصري ‌ډول رغول شوي دي.
د پاراګوای د ټلیفون کوډ نمبر ۰۰۵۹۵ او د انټرنېټ کوډ یې پي وای دی. ۱.۵ میلیونه خلک یې انټرنېت ته لاسرسی لري.
د پاراګوای دولت یوازې یوه راډیو لري. خصوصي سکټور یې د رسنیو په برخه کې د کار لومړني جوازونه په ۱۹۹۶ کې تر لاسه کړل او اوس ۱۰ ټلوېزیونونه او ۸۰ راډیوګانې لري. تر څنګ یې ۱۰ ورځپاڼې، ۱۰۰ اونیزې، میاشتنۍ او مهالنۍ په دغه هېواد کې خپرېږي او هر کال په منځنۍ توګه ۴۰۰ عنوانه نوي علمي، ادبي، فرهنګي او هنري کتابونه له چاپه راوځي.
پاراګوای د نړۍ له نسبتاً خوندي، هوسا او ښایسته هېوادونو څخه دی.
۹۵ سلنه وګړي يې په لیک او لوست پوهېږي، منځنۍ، مسلکي یا لوړې زده کړې لري او زده کړې پکې له ۶ څخه تر ۱۴ کلنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو لپاره وړیا او الزامي دي.
پاراګوای په ۱۸۷۰ کال کې داسې هڅه پیل کړه چې ډېر مهاجر ورتګ ته وهڅوي، ځکه له دې مخکې په زرګونو خلک په جګړو کې وژل شوي وو او دغه هېواد مسلکي او شتمنو اوسېدونکو ته اړتیا درلوده.
په ۲۰ مه پېړۍ کې د لبنان، جاپان، جنوبي کوریا، چین، کاناډا، مکسیکو او روسیې یو شمېر شتمن او فني مسلکي خلک پاراګوای ته لاړل او هلته یې د کوچنیو سوداګریو او کاروبار په جوړولو لاس پورې کړ.
د امریکا له کشف څخه مخکې په پاراګوای کې د ماتاکو، ماتوکوایو، کوای کورو او نورو قومونو خلک اوسېدل چې په کرکیله او ښکار به یې ژوند کاوه، ډېر زړور او هېواد پاله خلک وو. په ۱۵۲۷ کال کې د هسپانویانو لومړنۍ سمندري قافله امریکا ته ورسېده.
دوی ورو ورو د لاپاتلا او پارانا سیندونو څنډې ولیدې او د پاراګوای تر منځنیو برخو پورې ورسېدل. د اوسني پاراګوای او د هغه وخت کواراني قبیلې خلکو د خپلو نورو هېوادوالو د شتو او ځمکو لاندې کولو په تمه له هسپانویانو سره مرستې وکړې او دوی ته يې د پوځي کلاګانو د جوړولو لپاره وړیا ځمکې ورکړې. هسپانویانو هغه وخت فکر کاوه چې د پاراګوای خاوره له سپینو زرو ډکه ده.
له ۱۹۴۰ څخه وروسته د اوسني پاراګوای ټوله خاوره تر بولیویا پورې د بونيس ایرېس څخه اداره کېده. هسپانویان په پاراګوای باندې د خپلې واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې په دې پوه شول چې په دې سیمه کې سپین زر نشته، خو پراخه ځمکې لري او څاروي پکې روزل کېدای شي.
د ۱۸۱۱ کال د مې په ۱۱ مه د پاراګوای خپلواکۍ غوښتونکو د خلکو یوه لویه جرګه جوړه او د هېواد د مشرتابه لپاره یې پنځه کسیزه شورا وټاکله، دوه کاله وروسته د پاراګوای د خلکو دویمې لویې جرګې د هېواد بشپړه خپلواکي اعلان کړه.
په ۱۸۶۵ کال کې د ارجنټاین، یوروګوای، برازیل او پاراګوای تر منځ داسې خونړۍ جګړه پیل شوه چې پاراګوای ته یې ډېر زیانونه واړول او نیمایي خلک یې ووژل شول. دا جګړه په ۱۸۷۰ کال کې په داسې حال کې پای ته ورسېده چې پاراګوای خپله خاوره او ډېر اوسېدونکي له لاسه ورکړي وو.
له ۱۹۲۳ څخه تر ۱۹۵۴ کلونو پورې دوه ویشتو مشرانو په پاراګوای حکومت وکړ. د ۱۹۵۴ کال پوځي کودتاه ملکي حکومت ړنګ او ځای یې جنرال الفردو استروسنر ونیو. ده تر ۱۹۸۸ کال پورې خپل مخالفین او د کاتولیکي کلیسا یو شمېر مشران وځپل، خو د هېواد د صنعتي پرمختیا لپاره یې ګړندي ګامونه اوچت کړل.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو څېړنو دفتر په کتاب کې د پاراګوای پېژندګلوي نشته او دا هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.
له افغانستان څخه تر پاراګوای پورې د هوا له لارې فاصله ۱۴۶۹۸ کیلومترو ته رسېږي. د کابل او اسنسیون تر منځ د وخت توپیر اته نیم ساعته دی.

دغه مطلب ته ستوری ورکړه
(0 رایې)

خپل نظر ورکړئ

Make sure you enter the (*) required information where indicated. HTML code is not allowed.